دیني، سیرت او تاریخ

ملايانو ته!

بسم الله الرحمن الرحيم

که په رښتیا هم په مسجدونو، مدرسو، او خانقاوو کی اخندانو، مدرسینو، او پیرانو دکفر دفکری اشغال په وړاندی خپل مسولیت درک کړی وای، نو نه به مسلمانان دانګریزیانو، روسیانو، او صلیبیانو په صفونو کی دمجاهدینو خلاف جنګیدلای او مړه کیدلای، او نه به یی دکفری اشغال لپاره زمینه برابرولای. نه به کوم مسلمان دکفارو په محبسونو کی زندانی وای او نه به دی روان بحران زمونږ مسلمان ملتونه ځپلای.که حقیقت ته ځیر شو داخبرهجوتیږی چی مسلمانان نه یوازی داچی په خپلمنځی اختلافونو کی ښکیل دی، بلکی دصلیب په امر دڅو په شمیر له فکری اشغال نه د ساتل شویو مجاهدینو خلاف په جنګ بوخت دی.په داسی جنګ چی دفکری جکړی قربانیان یی دعقیدی په بنیادغړیتوب لری.

ورځ په ورځ عیسوی مبلغین دهمدغی ستری خالیګاه نه په استفادی لکونه ځوانان دځان حامیان کوی منحرف کوی او زمونږ خلاف یی استعمالوی. لکه څرنګه چی د افغانستان او په تیره بیادعربی نړی زیات شمیر مسلمانان دوختونود فکری اشغال قربانیان دی، او دالړی دپخوا نه په پرتله څوچنده چټکه شوی، مسلمانانو زیات شمیر دینی ،علمی، سیاسی، اقتصادی، او اجتماعی خساری لیدلی، خلافتونه یی نسکور شوی،هیوادونه یی تجزیه شوی، او حتی له مینځه تللی. ترکیه چی دمسلمانانو دخلافت مرکزوو دفکری اشغال له برکته اوس داسلامی ثقافت او ارزښتونو هدیره ده.مصر چی داسلام او مسلمانانو دتاریخ نمونه وه،  اوس داسلامی شعایرو جنازی باسی. په مجموع کی ټوله عربی او اسلامی هیوادونه داسلام او مسلمانانو په ځپلو او شکنجه کولو کی له پردو کم نه دی. دفکری جکړی کفری جنګیالیو د ضعیف العقیده مسلمانانو په منحرف کولو باندی وکولای شول چی عام او ساده لوحه مسلمانان هم له ځان سره مرتد کړی. او دا پارونکی لړی له پخوا څو چنده چټکه حساسه او چالاکه شوی ده. چی بیلګی یی اوس په افغانستان او ټوله نړی کی ترلمر روښانه او څرګندی دی. څه وخت مخکی له افغانستان نه هندوستان ته تللی محصلینو دقران شریف دنسخو په سوزلو او توهینولو ثابته کړل چی دمدرسو، مدرسینو،  دمسجدو،  ملا امامانو، او پیرانو دهمدی او همداسی عواقبو دمخنیوی لپاره کوم اقدام نه دی کړی، اذهان یی نه دی جوړ کړی، او نه یی په داسی دنیا فناکونکو پیښو باک کیږی.ځکه غندل یی هم شاید په دوی دیوی میاشتی امدن بند کړي. هغه ورځ لری نه ده چی همدا قران به دخپل هر سوال جواب وغواړی، چی نتیجه به یی ستاسو جهنم ته ستنیدل وی. اوس هم فرصت شته اسلام په حقه دی، مونږ په حقه یو، وخت لرو،کولای شوی چی ټوله اسلامی نړی له دی خطرناکی جګړی نه په محفوظه کړو، او دجګړی په میدان کی د غښتلو جنګیالیو په ثابتول سره دالله په حضور کی سرلوړی و اوسو، بیشکه چی حق پرباطل برلاسی وی.راځی چی یو ځل بیا داویده کړل شوی ضمیرونه راويښ کړو، مسلمانانو ته اصلی اسلام معرفی کړو، مسولیتونه درک کړو، او دطاغوت پلانونه شنډ کړو. همدا علماء  داسلام او مسلمانان دعقیدو او ارزښتونو ساتونکی دی. همدا تاسو یاست چی مسلمانانو ته دازادی ژوند تعرفولای اوخلک پری پوه کولای شی. همداتاسو کولای شی چی ځانونه، هیواد وال او مسلمانان د قبر، قیامت او دابدی جهنمی دردناک عذاب  نه په امان کړی. همدا تاسو دانبیاوو وارثان یاست له تاسو به پوښتنه کیږی او هم  تاسو ته به دعذاب او ثواب فرشتی له ټولو وړاندی راځی. ځکه تاسو د رمی شپانه یاست او تاسو درمی مسؤلین.
 مولوی حسان نعمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x