fbpx

د ولسمشر یو بل ضرب الاجل هم تر وخت تېر شو!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره اونۍ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش ادارې ته دستور ورکړ چې په یوه اونۍ کې د یادو پیژند پاڼو دویش لپاره یوه طرحه جوړه او د ولسمشرۍ دفتر ته وسپاري ترڅویې له مخې په هیواد کې د بریښنايي پیژند پاڼو ویش پیل کړل شي.

اوس د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش ادارې ریاست وايي چې دوی هغه طرحه ترتیب او د تیرې پنجشنبې په ورځ یې ولسمشر ته سپارلې خو ولسمشر يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر ټاکلی ضرب الاجل غیر نافذ شده تر وخت تیریږي ، بلکې په تیرو لسو میاشتو کې د نوموړي لخوا د ځینو مهمو پریکړو په اړه ټول ټاکلي ضرب الاجلونه پرته له دې چې هیڅ کار پري وشي همداسې تر وخت تیر شوي دي.

نوموړی د ولسمشرۍ د تحلیف د مراسمو په مهال د مسلکي کابینې جوړولو لپاره یوه نیمه میاشت وخت وټاکو چې اوس پر هغه ټاکلي وخت لس میاشتې تیرې شوې خو کابینه لاهم نیمګړې پاتې ده.

تر هغه وروسته يې د کابل بانک د دوسیې د حل لپاره بل ضرب الاجل وټاکو هغه هم له یوې میاشتې تر لسو میاشتو پوري وغزیده چې لا یې هم په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

همدا راز ښاغلی ولسمشر د معلم د ورځې د نمانځنې په غونډه کې د معارف وزارت د ټولو ښوونکو لپاره د یوې نمرې ځمکې د ورکړې بل فرمان صادر کړ او د دې کار لپاره يي ۶ میاشتې وخت وټاکو ، خو اوس لیدل کیږي چې پر همدې ټاکلی وخت هم لس میاشتې تیرې شوې چې نه یواځې دا چې ښوونکو ته رهایشي نمرې نه دې ورکړل شوې بلکې هغوی له خپلو حقه حقونو او میاشتنيو امتیازاتو څخه هم محروم شوي دي.

د هیواد په قضايي او عدلي سیستم کې اصلاحات راوستل ، د فساد مخنیوی ، د سولې ټینګښت ، پاکستان ته د ځینو موضوعاتو په اړه وخت ټاکل او ډیر نور داسې ضرب الاجلونه دي چې ولسمشر اشرف غني په ډیر جدیت سره ټاکلی او د ټاکلو په مهال به يي خاصه احساساتي بڼه هم ځانته غوره کړه خو له بده مرغه چې په دغو ټولو ضرب الاجلونو کې یې یو هم تر اوسه نه دی عملي شوی او ټول همداسې یو پر بل پسي تروخت تیرشوي.

یو ضرب الاجل چې کولای شو هغه د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ یو بي سیاله او بي مثاله ضرب الاجل وبولو چې تر ټاکلي وخت هم له مخه شخصا د ولسمشر لخوا په ۱۳ ساعتونو کې نافذ او مرعی الاجراء شو هغه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول وه.

پرځای ده چې له امریکاسره د امنیتي تړون د لاسلیکولو دغه خارق العادته سرعت د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ اعجاز او تر ټولو مهمه کارنامه وبولو چې نن یې له امله په ټول هیواد کې د جګړې اور په خپریدو دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د