نظــر

پر روغتون برید د رژیم د وارخطایې یوه بله بېلګه

سید شریف

د ازادۍ راډیو پر ویبپاڼه مي دا خبري سرلیک تر سترګو شو چي(افغان ځانګرو ځواکونو په کندوز کي پر یوه روغتون چاپه اچولې)د خبر په تفصیل کي راغلي چي ځانګړو ځواکونو دالقاعده شبکې د یو شکمن کس د نیولو په موخه پر دغه روغتیایې مرکز برید کړی، خو د عبدالله په نوم د ځآنګړو ځواکونو یو قوماندان رویټرز اژانس ته ویلي چي تر دغه برید وروسته هم د مطلوب شکمن کس د نیول کیدو په اړه معلومات نه لري .

په نښه شوی روغتیایې مرکز د بې پولو ډاکټرانو له خوا کنټرولیده،دبې پولو ډاکټرانو سازمان د نړۍ په ډیرو هیوادنو کي روغتونونه لري او د جګړې دټپیانو درملنه پکي کوي، داسي اوازې وې چي په دغه روغتون کي د طالب ټپیانو درملنه هم کیږي،ځانګړو ځواکونو ددغه ډول اوازو په تعقیب د دفاع وزارت په اجازه پر یادشوي روغتیایې مرکز چاپه ووهله ،خوکله چي دوی روغتون وپلټه داسي اسناد یې ونه موندل چي د طالب ټپیانو درملنه ترې جوته شي.

عیني شاهدانو ویلي چي ځانګړو عسکرو ددغه روغتون ډاکټران او ناروغان وهلي او تهدید کړي دي، ولسي خلګو هم تائید کړې چي ځانګړو پوځیانو یې ټپیان د طالبانو په نوم وهلي دي . د بې سرحده ډاکټرانو موسسې په کندوز کي پر خپل روغتون برید د ځان سپکاوی بللی او احتجاجا یې دغه روغتیایې مرکز تړلی دی.

د بې پولو ډاکټرانو ټولني په ۲۰۰۲کال کي افغانستان کي کار پیل کړ، دوی وروسته له هغه چي په ۲۰۰۴ کال کي یې دلته پنځه کارکونکي ووژل شول، افغانستان کي خپل فعالیت بند کړ او په ۲۰۰۹کال کي یې بیرته افغانستان کي کار پیل کړ، دغه سازمان دافغانستان په مختلفو ولایتونو کي روغتیایې مرکزونه لري او جګړه کي د ژوبل شوو کسانو درملنه بې له دې قیده چي څوک او له کوم لوري دی کوي .

د بې سرحده ډاکټرانو موسسه د بشري مرستو ترنړیوال قانوني پوښښ لاندي فعالیت کوي،چي همدې څه په پر امنه ،جنګ ځپلواوداسي سیمو کي چي عملا جګړه پکي روانه وي قانوني مصؤنیت ورکړی دی .

د مفکر د جګړه ییز تفکر تقاضاداده چي یو ژوبل شوی هیوادوال یې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي خو څوک دي د مرستي لاس نه ورغځوي، کنه ځواکونه به یې چاپې پر ې وهي، ډاکټران او ټپیان به د مخالفینو سره د همکارۍ په شک ډبوي او تهدیدوي، چي نور هیڅ نه وي د انسانیت غوښتنه داده چي دامکان ترحده د بني نوع په تېره چي یو مظلوم اوژوبل بني ادم وي ژوند وژغورل شي .

د مفکر ځانګړو ځواکونو په داسي حالت کي ناروغانو او ډاکټرانو ته خپله زړورتیا وښوده چي دښار په دوه کلیومترۍ ( ګورتېپه) کي یې طالب جنګیالي انتظار کوي، خو هلته سر نه شي ورښکاره کولای او روغتون کي بیاد ټپیانو پروهلو غښتلي دي .

لنډه داچي پرروغتون برید که له یو ې خواد رژیم د وارخطایې یوه جوته بېلګه ده ،له بلي خوا د جګړې له قوانینو او بشري میثاقونو بربنډه او نه توجیه کیدونکې سر غړونه ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی ، په تا می زور نه رسیږی ، مړ به دی دادا کړم ، په لوګر ، وردګ او ټولو ولایتو که چه کابل ته په څو کیلومتری کی قرار لری ، پوستی او ولسوالی تری سقوط کوی هلته دګیدړانو په شان د حالاتو څارنه کوی همدایی په وسه پوره ده چه وایی ( پریږده څوک دی چه دا څه کوی ) خو د نړیوالو بادارانو د تیرویستلو د باره په عامه روغتونو باندی چه د هر چا د درملنی دپاره مختص شوی چاپی وهی ، او بیا داکتران او ناروغان ډبوی ، په داسی حال کی چه د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x