افغانستان

لوګر: د اربکيانو ځايي قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): لوګر ولايت کې د اربکيانو وتلی مشر قوماندان ستار له خپلو پنځو ساتونکو سره ووژل شو.

راپورونه وايي، چې قوماندان ستار د سيمې وتلی او د مخالفينو په وژلو مشهور قوماندان و، چې تېره ورځ ماذديګر قوه راکټ سيمه کې په يوه چاودنه کې له خپلو پنځو ساتونکو سره يو ځای ووژل شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې تېره ورځ ماذديګر قوماندان ستار له خپلو پنځو ساتونکو سره په يوه چاودنه کې وواژه.

قوماندان ستار د د لوګر عبدالرحيمزيو و، سيمه کې د طالبانو او شکمنو مخالفينو په دښمنۍ مشهور و او له ډېرې مودې راهيسې طالبانو هڅه کوله، چې نوموړی ووژني او له دې وړاندې يې هم څو څو ځل پر نوموړي بريدونه کړي و، مګر تېره ورځ ماذديګر يې د يوې چاودنې په ترڅ کې له خپلو پنځو ساتونکو سره وواژه.

د يادونې وړ ده، چې لوګر ولايت پلازمېنې کابل په ګاونډ کې هغه ولايت دی، چې د طالبانو فعاليتونه په کې ډېر زيات دي او د دغه ولايت، خروار، څرخ او ازرې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو لاس کې دي او په محمد اغه او ګڼو نورو سيمو کې هم د طالبانو فعاليتونه ډېر زيات دي او وخت پر وخت پر دولتي چارواکو او بهرنيو عسکرو بريدونه او چاودنې کوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې لوګر او ميدان وردګ د پلازمېنې کابل دوازې بلل کيږي او دواړو ولايتونو کې طالبان د دولت په پرتله ډېر فعال دي او کولای شي، چې هر وخت وغواړي کابل کې خپل عمليات وکړي او بېرته خپلو خوندي مرکزونو ته ورسيږي.

د کارپوهانو په اند د طالبانو دغه بريدونه د مرکزي دولت لپاره تر ټولو ستر چيلينج دی او که دا حالات همداسې پاتې شي، نو طالبان کولای شي په لنډ وخت کې کابل کې خپل فعاليتونه او د دولتي چارواکو ترور او وژنو ته نور هم زور ورکړي او د وخت په تېرېدو به هڅه کوي، چې له دې لارې مرکزي دولت ته سقوط ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

چې بد ګرځي بد به پرځي.

په دې اربکیانو کې د سړي زامن له سره هم نشته

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x