ورزش

یاسر شاه د کرکټ د تاریخ ۸۵ کلن ریکاډ مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان لوبډلې ورو توپ اچوونکی یاسر شاه د سریلانکا لوبډلې په خلاف ډیر ښه وځلید او د دغو لوبو په مرسته وتوانید د کرکټ د تاریخ ۸۵ کلن ریکاډ مات کړي.

له دې وړاندې په ۱۹۳۰ زیږیدیز کال کې د استرالیايي لوبډلې لیګ اسپنر کلري ګریمنټ په لس ټیسټ لوبو کې ۵۷ ویکټې اخیستې وې خو یاسر شاه په لس ټیسټ لوبو کې يي ۵۹ ویکټې واخیستې او د کلري ګریمنټ ۸۵ کلن ریکاډ يي مات کړ.

د پاکستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ درییمه ټیسټ لوبه روانه ده چې د دغې ټیسټ لوبې لومړی پړاو کې یاسر شاه پنځه ویکټو اخیستلو سره دغه ریکاډ خپل کړ.

یاسر شاه د کرکټ په تاریخ کې لومړی تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستوونک لیګ اسپنر توپ اچوونکی شو. هیره دې نه وي چې د سریلانکا په خلاف لومړی او دوهم ټیسټ لوبو کې هم یاسر شاه حیرانوونکې توپ اچوونه وکړه او تر ټولو زیاتې ویکټې يي واخیستې.

یاسر شاه تیر کال د اکتوبر په میاشت کې خپل لومړۍ ټیسټ لوبه د استرالیا په خلاف ترسره کړه. یاسر شاه د یو کال په موده کې د توپ اچوونې په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.

د پاکستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ د درییم ټیسټ لوبې لومړی پړاو کې یاسر شاه وتوانید خپل ۵۹ ویکټې پوره کړي په داسې حال کې چې د دغې لوبې دوهم پړاو نن پیل شو.

له دې سربیره د ټیسټ لوبو دغه لړۍ کې یاسر شاه د سریلانکا په خلاف د لوبو یوې لړۍ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستوونکی توپ اچوونکی شو.

د ټیسټ لوبو دغې لړۍ کې تر دې دمه نوموړی توانیدلی ۲۲ ویکټې ترلاسه کړي چې د لوبې دوهم پړاو کې توپ اچوونې سره کولی شي د ویکټو شمیر له دې هم زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
nazir safi

da dera kha web pana da

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x