نظــر

اسامه بن لادن د خپلو ليکونو په هنداره کې!

څه موده وړاندې د امريکا د دولت لخوا يو شمېر لیکونه خپاره شول، چې ويل کېږي د هغو (۶۰۰۰) اسنادو له جملې څخه دي چې دوی د اسامه بن لادن رحمه الله له کوره تر لاسه کړي دي، خپاره شوي ۱۷ ليکونه چې په مجموعي توګه ۱۷۵ مخونه کيږي، اکثره يي يا بن لادن پخپله ليکلي او يا ورته راغلي، ځيني يې بيا د نورو کسانو ترمنځ تبادله شوي. دلته یې زه د جعلي توب او حقيقت په اړه څه تبصره کول نه غواړم يوازې دومره وايم چې ما پرې يو ځغلنده نظر واچاوه، د هرې پاڼې په لوستلو سره به مې يقين پخېده چې دا جعلي نه بلکې حقيقي دي. له ډېرو نااشنا حقايقو سره يې بلد کړم،

د القاعدې د تنظيم په اړه یې زما په موقف کې نور هم مثبت بدلون راووست، زما ډېرې پوښتنې په کې جواب شوې، په زړه پورې خو دا وه چې د جواب سرچينه يي د بن لادن هغه ليکنې وې چې ده نه غوښتل عوام پرې خبر شي خو امريکا خپرې کړي، په بله وينا، د ده پټې ليکنې وې، معمولاً په پټو ليکنو کې حقيقت ويل کيږي او د عوامو د فريب او دوکې هڅې په کې نه کيږي. ومې غوښتل چې يو څو مهم ټکي یې په لنډ ډول دلته رانقل کړم، او هم د القاعدې په تړاو يو شمېر هغه مسائل چې ډېر بحثونه پرې کيږي خو ځينې خلک لا اوس هم په دې اړه د القاعدې له اصلي موقف څخه ناخبره دي؛ له لوستونکو سره شریک کړم، لکه د تکفير مسئله، په جوماتونو او بازارونو کې چاودنې، تشدد او سخت دریځي، د عوامو د ذهنيتونو خيال ساتل، د فلسطين قضیې ته پاملرنه، د عامو مصلحتونو او اولوياتو مراعتولو، په اسلامي دولتونو کې د ننه عمليات، عام عسکري سياست، د پاکستان له حکومت سره ارتباط، د جګړې د جاري ساتلو اسباب او اهداف، له نورو مجاهدينو سره ارتباط او يو شمېر نور کوچني مسائل. نو په پورتني عنوان سره د اسامه له نوم نه زما د هغه شخصيت او تنظيم دواړه مطلب دي. په دې مقاله کي ما يوازې دومره کړي چې يو وړوکی عنوان مې ليکلي او بيا مې له ليکونو نه اړونده مطالب رانقل کړي دي.

د ليکنې طريقه او څرنګوالی يي:

اسامه د خپل هر ليک په پيل کې بسم الله الرحمان الرحیم ليکلې، له حمد، ثنا او درود نه وروسته يې سلام ليکلی، مخاطب او د هغه کورنۍ ته يې دعا کړې او بيا يې اصلي موضوع پيل کړې. په پای کې يې هم دعا، حمد، درود او سلام ليکلي. په آیتونو او احادیثو يې استدلال کړی، ډیر لنډ او بلاغي عبارتونه یې کارولي، د مثال په توګه په لس مخیز لیک کې يې نیږدې ۳۵ مسئلې څېړلې او په کافي توګه يې جواب کړې، معمولا يې هرې موضوع ته په پيل کې يا بيل نمبر ورکړی او يا يوه نښه. لیکونه يې اکثره وخت د (زمراي) او یا (ابو عبد الله) په نوم ليږلي، او ورته د (زمري)، (فضلية الشیخ) او داسې نورو لقبونو سره راغلي دي.

د القاعدې تنظيم او نړۍ:
د ابو یحیی ليبي او عطیة الله په نوم دوه کسانو لخوا د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر حکیم الله محسود ته ليږل شوي يو مشترک ليک کې راغلي: زمونږ د قاعدة الجهاد تنظیم یو اسلام جهادي او نړیوال تنظیم دی چې په کوم وطن او جنسیت پورې تړلی نه دی، مونږ په افغانستان کې له ملا محمد عمر سره بیعت کړی او هغه راته د عمومي کار اجازه راکړي چې دا سيمه هم په کې راځي، ستاسو يو شمير ملګري د القاعدې غړو ته د ميلمه نوم ورکوي، مونږ ميلمانه نه يو، مونږ ته د میلمه لقب کاروول له شريعت سره اړخ نه لګوي، مؤمنان سره ورونه دي، واک او ځمکه د الله ده، دا دين د ده دين دی، مونږ يې بنده ګان يو او د ده د رضا لپاره کار کوو.

اسامه هم په خپل يو لیک کې د دې تنظيم نړيوالتوب ته اشاره کړې چې وروسته به ذکر شي، علاوه پردې په ليکنو کې یې پاکستان او افغانستان د (مرکز) په نوم او نورې سيمې یې د (اقليمونو) یا ولايتونو په نوم يادې کړې. د ده په وينا په مې ډيا کې هم ياد دولتونه د (مرکز) نوم ياديږي او څه باک یې نشته.

جهاد او وسلوال ژوند:

بن لادن ليکي: جهاد تر قیامته جاري دی خو د معتبرو اسبابو له وجې کله کله ظروف بدليږي، اما اعداد او جهاد ته چمتو والی خو بايد په هېڅ وخت کې هم پرېنښودل شي. بل ځای لیکي: د وسلې اېښودل او لرې کول په هیڅ ځای کې نه دی راغلي، د دين مرسته خو په کتاب او وسپنې سره کيږي، وسله زمونږ د وجود، تاريخ او د ژوند د حفاظت يوه برخه ده، هغه کس چې بې وسلې وي بې شکه چې نيمګړی دی، هغو خلکو څه تر لاسه کړه چې وسله یې پریښي ده غير له دې چې سپک شول.

د افغانستان جهاد او د عربي نړۍ پاڅونونو په اړه:

بن لادن څو ځايه د دې پاڅونونو يادونه کړې، يو بيلګه یې دلته په لنډه توګه رانقلوم چې په لنډو عباراتو سره په دې اړه د ده نظر څرګندوي: باید واضح شي چې جهاد په افغانستان کې يو شرعي واجب دی، او همدا جهاد د نورې اسلامي نړۍ ازادۍ ته لاره هواروي، دلته د نړیوال کفري ښکیلاک له لارښود (امریکا) سره روان جهاد دښمن دومره کمزوری کړ چې پاتې اسلامي امت یو څه ډاډه شو، د سوپر پاور دښمن وېره یې په تدریجي ډول له زړونو لرې شوه او هم ورته دا جرات حاصل شو چې په خپلو هیوادو کې د دغه کافر لارښود د اجینټانو پر ضد اقدام او پراخ پاڅونونه وکړي… په داسې مرحله کې بايد ټول ترکیز د دغو پاڅونونو په اسامه بن لادن د خپلو ليکونو په هنداره کې

ليکنه: ډاکټر عبد الستار مومند

څه موده وړاندې د امريکا د دولت لخوا يو شمېر لیکونه خپاره شول، چې ويل کېږي د هغو (۶۰۰۰) اسنادو له جملې څخه دي چې دوی د اسامه بن لادن له کوره تر لاسه کړي دي، خپاره شوي ۱۷ ليکونه چې په مجموعي توګه ۱۷۵ مخونه کيږي، اکثره يي يا بن لادن پخپله ليکلي او يا ورته راغلي، ځيني يې بيا د نورو کسانو ترمنځ تبادله شوي. دلته يې زه د جعلي توب او حقيقت په اړه څه تبصره کول نه غواړم يوازې دومره وايم چې ما پرې يو ځغلنده نظر واچاوه، د هرې پاڼې په لوستلو سره به مې يقين پخېده چې دا جعلي نه بلکې حقيقي دي. له ډېرو نااشنا حقايقو سره يې بلد کړم، د القاعدې د تنظيم په اړه یې زما په موقف کې نور هم مثبت بدلون راووست، زما ډېرې پوښتنې په کې جواب شوې، په زړه پورې خو دا وه چې د جواب سرچينه يي د بن لادن هغه ليکنې وې چې ده نه غوښتل عوام پرې خبر شي خو امريکا خپرې کړي، په بله وينا، د ده پټې ليکنې وې، معمولاً په پټو ليکنو کې حقيقت ويل کيږي او د عوامو د فريب او دوکې هڅې په کې نه کيږي. ومې غوښتل چې يو څو مهم ټکي يې په لنډ ډول دلته رانقل کړم، او هم د القاعدې په تړاو يو شمېر هغه مسائل چې ډېر بحثونه پرې کيږي خو ځينې خلک لا اوس هم په دې اړه د القاعدې له اصلي موقف څخه ناخبره دي؛ له لوستونکو سره شریک کړم، لکه د تکفير مسئله، په جوماتونو او بازارونو کې چاودنې، تشدد او سخت دریځي، د عوامو د ذهنيتونو خيال ساتل، د فلسطين قضیې ته پاملرنه، د عامو مصلحتونو او اولوياتو مراعتولو، په اسلامي دولتونو کې د ننه عمليات، عام عسکري سياست، د پاکستان له حکومت سره ارتباط، د جګړې د جاري ساتلو اسباب او اهداف، له نورو مجاهدينو سره ارتباط او يو شمېر نور کوچني مسائل. نو په پورتني عنوان سره د اسامه له نوم نه زما د هغه شخصيت او تنظيم دواړه مطلب دي. په دې مقاله کي ما يوازې دومره کړي چې يو وړوکی عنوان مې ليکلي او بيا مې له ليکونو نه اړونده مطالب رانقل کړي دي.

د ليکنې طريقه او څرنګوالی يي:

اسامه د خپل هر ليک په پيل کې بسم الله الرحمان الرحیم ليکلې، له حمد، ثنا او درود نه وروسته يې سلام ليکلی، مخاطب او د هغه کورنۍ ته يې دعا کړې او بيا يې اصلي موضوع پيل کړې. په پای کې يې هم دعا، حمد، درود او سلام ليکلي. په آیتونو او احادیثو يې استدلال کړی، ډیر لنډ او بلاغي عبارتونه يې کارولي، د مثال په توګه په لس مخیز لیک کې يې نیږدې ۳۵ مسئلې څېړلې او په کافي توګه يې جواب کړې، معمولا يې هرې موضوع ته په پيل کې يا بيل نمبر ورکړی او يا يوه نښه. لیکونه يې اکثره وخت د (زمراي) او یا (ابو عبد الله) په نوم ليږلي، او ورته د (زمري)، (ازمري)، (فضلية الشیخ) او داسې نورو لقبونو سره راغلي دي.

د القاعدې تنظيم او نړۍ:

د ابو یحیی ليبي او عطیة الله په نوم دوه کسانو لخوا د تحريک طالبان پاکستان پخواني مشر حکیم الله محسود ته ليږل شوي يو مشترک ليک کې راغلي: زمونږ د قاعدة الجهاد تنظیم یو اسلام جهادي او نړیوال تنظیم دی چې په کوم وطن او جنسیت پورې تړلی نه دی، مونږ په افغانستان کې له ملا محمد عمر سره بیعت کړی او هغه راته د عمومي کار اجازه راکړي چې دا سيمه هم په کې راځي، ستاسو يو شمير ملګري د القاعدې غړو ته د ميلمه نوم ورکوي، مونږ ميلمانه نه يو، مونږ ته د میلمه لقب کاروول له شريعت سره اړخ نه لګوي، مؤمنان سره ورونه دي، واک او ځمکه د الله ده، دا دين د ده دين دی، مونږ يې بنده ګان يو او د ده د رضا لپاره کار کوو.

اسامه هم په خپل يو لیک کې د دې تنظيم نړيوالتوب ته اشاره کړې چې وروسته به ذکر شي، علاوه پردې په ليکنو کې يې پاکستان او افغانستان د (مرکز) په نوم او نورې سيمې يې د (اقليمونو) یا ولايتونو په نوم يادې کړې. د ده په وينا په مېډيا کې هم ياد دولتونه د (مرکز) نوم ياديږي او څه باک يې نشته.

جهاد او وسلوال ژوند:

بن لادن ليکي: جهاد تر قیامته جاري دی خو د معتبرو اسبابو له وجې کله کله ظروف بدليږي، اما اعداد او جهاد ته چمتو والی خو بايد په هېڅ وخت کې هم پرېنښودل شي. بل ځای لیکي: د وسلې اېښودل او لرې کول په هېڅ ځای کې نه دی راغلي، د دين مرسته خو په کتاب او اوسپنې سره کيږي، وسله زمونږ د وجود، تاريخ او د ژوند د حفاظت يوه برخه ده، هغه کس چې بې وسلې وي بې شکه چې نيمګړی دی، هغو خلکو څه تر لاسه کړه چې وسله يې پريښې ده غير له دې چې سپک شول.

د افغانستان جهاد او د عربي نړۍ پاڅونونو په اړه:

بن لادن څو ځايه د دې پاڅونونو يادونه کړې، يو بيلګه يې دلته په لنډه توګه رانقلوم چې په لنډو عباراتو سره په دې اړه دده نظر څرګندوي: باید واضح شي چې جهاد په افغانستان کې يو شرعي واجب دی، او همدا جهاد د نورې اسلامي نړۍ ازادۍ ته لاره هواروي، دلته د نړیوال کفري ښکیلاک له لارښود (امریکا) سره روان جهاد دښمن دومره کمزوری کړ چې پاتې اسلامي امت یو څه ډاډه شو، د سوپر پاور دښمن وېره يې په تدریجي ډول له زړونو لرې شوه او هم ورته دا جرات حاصل شو چې په خپلو هېوادو کې ددغه کافر لارښود د اجینټانو پر ضد اقدام او پراخ پاڅونونه وکړي… په داسې مرحله کې بايد ټول ترکیز د دغو پاڅونونو په پياوړتیا باندې وي، ضروري لارښوونې او ترغیبي خبرې ورته وشي، اختلافي مسائل ونه څېړل شي، د دین اصیل فهم ورورسول شي، د غلطو او ناسمو مفاهیمو په تصحیح کې زیار واېستل شي… په ټولو سیمو کې له مېشتو وروڼو غوښتنه کوم چې د شیخ محمد قطب کتاب (مفاهیم ینبغي ان تصحح) تر خپلې وسې خپور کړي.

د نړۍ د مجاهدينو د هماهنګۍ او اتحاد لپاره هڅې:

که ليکنو ته يې پام وکړو ځای په ځای به مو داسې ټکي تر سترګو شي چې په دې دلالت کوي چې اسامه غوښتل د نړۍ د مجاهدينو ترمنځ هماهنګي موجوده وي، د مثال په ډول ليکلي يې دي چې: د پاکستان او افغانستان طالبانو ته ووایاست چې له مونږ سره مشوره او په ګډه کار وکړي ترڅو يې نتائج ډېر اغیز ولري، که د فیصل شهزاد په عملياتو کې له مونږ سره مشوره شوې وای شايد نوموړي توانيدلی وی چې په کاميابۍ سره له سيمې راووځي او هغه په دې طريقه چې… تراخره.

همدارنګه يې په يو ليک کي د صومالیا له امیر سره د اتحاد موافقه کړې. لکه څنګه يې چې د عراق له مجاهدینو سره اتحاد ټينګ ساتلی ؤ، سره له دې چې د القاعدې يو شمېر لوړ پوړو په ځينو ليکونو کې د هغو په ځینو کارونو نیوکې کړې او غوښتي يې دي چې له خپل غړيتوبه يې وباسي. په فلسطين کې له حماس، او نورو ډلو سره يې د ښو روابطو ساتلو کوشش کړی او د اوس لپاره د دوی یو شمیر سلبي نقاط له پامه غورځولي چې د ده په وينا په خپل وخت کې به اصلاح شي.

همدارنګه د يمن د مجاهدينو مشر ته ليکي: بايد له هغو کسانو نه د بيعت اخستلو کوښښ وشي چې هغوی له القاعدې سره خواخوږي لري، خو په مقابل کې بايد عدم بيعت ستاسو او د نورو ترمنځ بيلتون ایجاد نه کړي، بلکې کوښښ وکړئ چې پراخه سينې ولرئ، هغوي هم له ځان سره ومنئ، هغوی چې ستاسو نرمي او عدم تعصب وګوري پخپله به درسره بيعت وکړي.

عام عسکري سياست:

په عربي جزيره کې خپل مسئول ته لیکي:

غواړم د القاعدې عسکري سياست لږ واضح کړم، د القاعدې ځانګړتیا دا ده چې تر داخلي دښمن نه د خارجې دښمن په ځپلو زيات ترکیز کوي، که د لومړني کفر زیات غلیظ دي نو د دويم کفر زيات څرګند او ضرر يې تر هغه زيات دی. نن ورځ امريکا د کفر سر دی، که دا سر غوڅ شي وزرونه يې نشي الوتی. نو که چیرته مثلا د کندهار او هلمند په لار کې د افغاني اردو موټر تېر شي، ورپسې د ناټو کوم ګروپ او بیا د امریکایانو کوم ګروپ، باید د هدف ګرځولو لومړيتوب امریکايي موټر ته ورکړل شي، که څه هم په هغو نورو کې عسکر زیات وي.

استثناء: له پورتنۍ قاعدې هغه حالت مستثنٰی دی کوم ته چې د مباشرې دفاع نوم ورکولی شو؛ چې کله داخلي عسکر په خپلو موټرو کې د مجاهدينو د کوم مرکز په لور روان وي، بیا يې له نورو مخکې مړه کړئ.

همدارنګه د اسلامي دولت د جوړېدلو وخت د کفري ښکيلاک د سر (امريکا) تر غوڅولو او یا کمزوري کولو وروسته پيل کيږي، ځکه دوی د هر اسلامي امارت له تاسيس سره جدي حساسيت لري، دوی په ډیر ستر ډار کې دي، پوهيږي چې له مسلمانانو سره داسې څه شته چې له نورو ادیانو سره نشته او په ډیر لږ وخت کې يې داسې دولت تاسیس کړی ؤ چې ټولې دنیا ورته غاړه په ځمکه اېښې وه. نن ورځ کفري لارښود په سيمه کې لوی نفوذ لري چې له لارې يې وکولی شول چې د افغانستان اسلامي امارت او عراقي رژيم راوپرځوي. که څه هم اوس يې ډېرې ضربې وخوړې خو لا هم دومره قوت يې پاتې دی چې پرې په دې سيمه کې ريښتينی اسلامي دولت راوپرځوي. مونږ بايد په مسلسله توګه د افغانستان او عراق په خلاصو ډګرونو کې دښمن دومره کمزوری کړو چې د مجاهدينو جوړ شوی دولت رانسکور نه شي کړی، دا کار په وحدت او د هغو خلکو په راويښولو کيږي چې له جهاده په شا شوي دي.

عامه مصلحتونو او اوليتونو ته ترجيح ورکول:

په دې اړه لاندي څو بيلګې رانقلوم:

• ‌په پاکستان کې د سیلاب ځپلو په باب د خپلې خپرې شوې وینا په اړه خپل يو ملګري ته ليکي: هو، د پاکستان خلک توبې او د الله په لور رجوع ته متوجه کول يو ضروري کار دی، غوښتل مې چې په دې اړه ورته مفصله وینا وکړم، زه په دې نظر وم چې د دې غمیزو د پيښيدو تر ټولو لوی سبب ګناهونه دي، خو په هغه وخت کې د خلکو د حالاتو مراعت هم پکار ؤ، يو کس به دوه ماشومان له ځان سره نیولي ول او نور به ترې په اوبو کې ورک وو، ځکه يې ما هم له ويلو ډډه وکړه، په هغه وخت کې واجب ؤ چې په خبرو کې د دغو مسلمانانو په ژغورلو باندې زیات ترکیز وشي، هره خبره خپل ځای لري.

• له القاعدې سره د صومالیا د مجاهدینو (الشباب تنظیم) د اړيکو درلودلو عدم اعلان ته يې ترجيح ورکړې چې نه يې نړۍ ته اعلان وشي او نه پرې اعتراف، البته د دوه اسبابو له وجې کوم يې چې د یاد تنظيم مشر ته په يو ليک کي واضحه کړي چې دا دي.

اول: په دې کار سره ستاسو دښمنان زیاتیږي، که څه هم دا خبره نه پټیږي خو اعتراف تر ټولو غوره دليل دی، نو هغه خلکو ته يو څه بهانه په لاس ورځي کوم چې غواړي تاسو او عوامو سره مرستي وکړي.

دوهم: صومالیا یو جنګ ځپلی هېواد دی، عوام يې له لوږې او ستونزو سره مخ دی، زه غواړم چې تاجران دې ته وهڅوم چې له فقيرانو سره مرسته وکړي، او له مونږ سره د اړیکو پټ ساتل به تاجرانو ته دا جرات ورکړي چې خپلې مرستې پيل کړي.

• له داخلي دښمن نه بهرني او مخصوصا د امريکايي پوځي وژلو او ځپلو ته اولويت ورکوي، لکه چې ليکي: دعوتي او عسکري کارونه خپل اولويات لري چې بايد د لومړيتوب حق ورکړل شي. په دعوتي کارونو کې بايد د توحيد د کلمې توضيح، د ايمان له نواقضو نه د خلکو ډارولو، او جهاد ته د خلکو هڅولو ته لومړيتوب ورکړل شي. په عسکري عملياتو کې لومړيتوب دا دی چې له داخلي ملګرو نه يې پخپله د نړيوال کفري ښکيلاک په مشرتابه (امريکا) باندې زیات ترکيز وشي.

د عوامو د فکري کچې مراعت او د دښمن د پروپاګندو خنثٰی کول:

اسامه ليکي: د شريعت په حدودو کې د عامو خلکو د ذوق او نظر مراعتول يو مهم کار دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم دا کار کړی لکه په یو حديث کې چې (عايشي رضي الله عنها) ته وايي: که چيرته ستا قوم د جاهلیت له وخت سره نزدي نه وای (چې تازه مسلمانان شوي او دومره وخت نه دی تير شوی) نو ما به کعبه ورانه کړې وه او دوه دروازې به مې ورته اېښې وې.

• شیخ محمود (عطية) ته په يو اوږه ليک کې چې په (۴۹) مخونو مشتمل دی، په څو موضوعګانو غږیدلی، دلته ترې د پورتني عنوان اړوند مهم ټکي په مختصره توګه رانقلوم:

– د نيویارک او واشنګټن د غزاګانو او پر افغانستان د صليبي حملې له پيله راپدېخوا له مجاهدينو سره د عامو مسلمانانو خواخوږي زياته شوې، ورته واضحه شوې چې مجاهدين له صهيوني صليبي اتحاد سره په جګړه کې د دې امت ريښتينې مدافعين دي، په عامه توګه او تېره بیا د انټرنيت له لارې په پراخه کچه د جهادي فکر انتشار او د ګڼ شمیر ځوانانو لخوا د جهادي وېبپاڼو کتل د دې خبرو ښه دلیل دی، دا لويه لاسته راوړنه ده. خو په مقابل کې کله چې په نورو سيمو کې هم جګړو وده ومونده په جنګي اعمالو کې خطاګانې زياتې شوې، البته دا د هغو وروڼو د قصور نتيجه ده چې د عملياتو پلان جوړونکي دي. همداراز د تترس په دائره کې د پراخوالي له وجې ځيني مسلمانان د عملياتو ښکار وګرځېدل، زه وایم د تترس په مسئله خو پېړۍ مخکې بحثونه شوي هلته ظروف بل ډول ول، نن ورځ دا مسئله د معاصرو وسائلو په نظر کې نيولو سره تجديد النظر ته اړتيا لري، نوي حدود ورته وټاکل شي او عوام هم پرې وپوهول شي.

– که کوم ځای کې بيا هم له کومو وروڼو څخه په دې باب کې تقصير وشي نو بايد مونږ يي هم مسئولیت واخلو او هم د شوې پېښې په اړه معذرت وغواړو. بايد ټينګار وکړم چې مجاهدينو ته دې د صدق، وفا، څرګند او ريښتيني موقف درلودلو ارزښت واضح شي.

– بله غلطي د هغو خلکو وژل دي د کومو د وژلو په روا والي باندې چې عوام علم نه لري، په داسې حال کې چې شريعت د مفاسدو د مخنيوي او د مصالحو په جبلولو کې خپل اصول لري، نبي عليه الصلاة والسلام د منافقانو له مشر عبد الله بن ابي سره څه وکړل؟ دا هغه مسائل دي چې د مجاهدينو او عوامو ترمنځ اړيکو ته يې کلک ګوزار وکړی او دښمن ترې ناوړه استفاده کړې.

– په ټولو عملياتو په ځانګړې ډول په فدايي عملیاتو کې دوه اړخونه تر ژورې څېړنې لاندې نيسئ: يو دا چې په کاميابۍ سره د عملياتو د تنفيذ او پر دښمن يې د اغېز کچه څه او څومره ده، او بل د عملياتو په تنفيذ سره به له مجاهدينو سره د عامو مسلمانانو د خواخوږۍ مثبت او منفي اغېز څه وي.

– ډېره بده هغه ده کله چې ځيني جهادي خلک کوم مرتد په جومات کې د ننه يا ورڅېرمه تر هدف لاندې راولي، لکه د دوستم د ترور هڅه په عيدګاه کې او يا د پاکستاني جنرال محمد يوسف وژل په يو جومات کې، په يوه خطا کې څو ځلې لوېدل ډېر دردونکی کار دی.

– هغه خبره چې بايد تل مو ورته پام وي دا ده چې: په دغسي ظروفو کې د خلکو اداره کول يو داسې کار دی چې زیات حکمت، حلم، عفو، صبر او تحمل ته ضرورت لري؛ دا حالات له هره اړخه ډېر پېچلي دي.

• په يمن کې د مجاهدينو مشر ته لیکي: يمني اردو او پوليسو مرکزونه مه په نښه کوئ، زمونږ لومړی دښمن امریکایان دی هغه چې په غزه او نورې اسلامي نړۍ کې مسلمانان وژني، خو د اردو غړو ته اخطار وکړئ چې د صليبيانو له دفاع او مرستې لاس واخلئ، که له هغوي سره د جګړې پروخت رامخ ته شوئ مونږ به ضرور له ځانه دفاع کوو. دا مهمه مسئله ده، په دې باندې له مجاهدينو سره د خلکو خواخوږي زياتېږي او د يمني اوردو روحیات کمزوري کېږي.

• بل ځای خپلو ملګرو ته داسې توصيه کوي: د خبرو پر وخت بايد مفهوم او الفاظ دواړه په پام کې ونيول شي، غوره دا ده چې داسې کلمې وکارول شي کومې چې په نرمه توګه زمونږ ټاکلی مقصد بيانوي، لکه د (عملاء) لاسپوڅو کلمې په ځای (وکلاء) اېجنټان کلمې کارول، خو په دې شرط چې نه غير شرعي لفظ وي او نه داسې عبارت چې د تنازل مفهوم پکې پروت وي. په اوس وخت کې بايد مونږ خلکو ته په نرمو او ساده عباراتو حق بيان کړو، ځينې عوام د لاسپوځي کلمه ښکنځل ګڼي، که مونږ د (اېجنټ) لفظ وکاروو او يا د «خائن مشران» په ځای «له ملت او امت سره خیانتګر» یا « له الله او رسول سره خیانتګر» وويل شي ممکن تر اوسنيو لا زيات خلک مو خبره واوري او د ظالمو حاکمانو له دوستۍ لاس په سر شي. د صليبي دښمن تر ټولو ستره دنده د مجاهدينو بدنامي او پروپاګندا ده، مونږ بايد په خپلو خبرو او نشریاتو کې ډیر ځیرک واوسو ترڅو د مسلمانانو په ذهنونو کې ځينې د دښمن هغه تهمتونه ځای و نه نيسي لکه چې وايي دوی ظالمان او وحشيان دي، له وينو تويولو خوند اخلي… بايد واضح وي چې اسلامي امت د مجاهدينو مرستندوی دی… خوځښتونه د اولس همغږۍ ته داسې اړتیا لري لکه ماهي يې چې اوبو ته لري… نو بايد له خلکو سره نرمي وشي، له تندو نيوکو او د مقابل لوري له سپکاوي ډډه وشي.

په اسلامي دولتونو کې د ننه نظامي عمليات:

شیخ محمود (عطية) ته په ليکل شوي خط کي په دې اړه داسې وايي:

– په هغو اسلامي دولتو کې د ننه له نظامي عملياتو ډډه وکړئ چېرته چې کفري يرغلګرو پوځيانو مداخله نه ده کړې او د عوامو مسلمانانو او مجاهدينو په ضد د امريکا او متحدينو لخوا پوځي عمليات نه کېږي، له دوه عمده وجوهاتو په سبب:

لومړی: د مسلمانانو ژوند ته خطر زياتيږي.

دوهم: په سيمه کې مېشتو مجاهدينو ته سخت ضرر رسوي، لکه چې په مصر کې په لسګونو زره بنديان شول او همداسي په بلاد الحرمين کې هم. نو کله چې نړيوال کفر کمزوری شي، ورسره د اسلامي دولتونو حاکمان پخپله کمزوري کيږي په هغه وخت کې مونږ په خپل ټول قوت سره هلته موجوديت ښودلی شو.

– که مونږ دغو حاکمانو سره جګړه پيل کړو عوامو کې مو محبوبيت کميږي، مونږ بايد له نړیوال صليبي صهيوني دښمن سره جګړې ته دوام ورکړو او د هغو خلکو له وژلو ډډه وکړو چې عوام يې مسلمانان ګڼي، که دغو حاکمانو راسره جنګ کاوه یواځې له ځانه به دفاع کوو او بس، په دې سره به ضرور عامو خلکو ته څرګنده شي چې مونږ مظلوم او دا حاکمان ظالمان دي، له دوی سره به يې کينه پيدا شي، پوه به شي چې دوی نه يواځې دا چې په فلسطين عراق او افغانستان کې زمونږ له وروڼو دفاع نه کوي بلکي مجاهدين هم نه پرېږدي چې دفاع ترې وکړي.

د امت وحدت او اسلامي خلافت جوړول:

د کوم غړي په يو خط کې چې نامعلوم کس ته يې لېږلی يو شمېر ټکي په دې دلالت کوي چې د دوی اصلي هدف د اسلامي امت يو موټی کېدل او اسلامي خلافت جوړول دی، تر دې چې ليکي: د قاعدة الجهاد نوم باید بدل شي، ځکه چې يو خو خلک ورته پوره نوم نه وايي او یواځي القاعده نوم شرعي جنبه نه لري. بل دا چې دا نوم یوازې د يوې عسکري قاعدې (ډلې) مفهوم افاده کوي چې ځيني جنګيالي په کې راټول شوي، او زمونږ اصلي هدف ته چې د امت يووالی دی، په کې هېڅ اشاره نشته. نو باید داسې يو نوم وي چې زمونږ پیغام په ټوله معنا د امت بچیانو ته ورورسوي لکه: جماعة اعاده الخلافة الراشدة (د بيا خلافت جوړولو ډله)، جماعة نصرة الاسلام والاقصٰی (له اسلام او اقصٰی سره د مرستې ډله)، جماعة وحدة المسلمین (د مسلمانانو د وحت ټولګی)، التنظیم الجهادي لتوحید الآمة وانقاذها (د امت د توحيد او ژغورلو جهادي تنظيم)، حزب توحید الآمة الاسلامیة (د اسلامي امت د يووالي حزب) او داسې نور.

همدارنګه شيخ اسامه په خپلو ليکنو کې د عربي نړۍ مظاهرو ته د عربۍ نړۍ د آزادۍ او خپلواکۍ نوم نه ورکوي بلکي په تمه ؤ چې په دې سره به ټول اسلامي امت راويښ او د لاسپوځو حاکمانو له قيده به خلاص شي، او پر ځای به يې اسلامي حکومتونه رامنځته شي.

نوموړي همدا راز غوښتل چې د نړۍ په سطحه د علماوو یوه شوریٰ تاسیس شي، چې دنده به یې د اسلامي امت اړوندو قضایاوو څېړل وي او بیا به امت ته له اسلامي اصولو سره سمې لارښوونې کوي، ځکه امت نن ورځ داسې یوه مرجع نه لري چې په خپلو مهمو کارونو کې ورته نيکه توجيه ورکړي. د نوموړي په وينا دا کار د اسلامي خاورې له ازادۍ نه وروسته تر ټولو ستر واجب دی، ما له اسلامي امته دا غوښتنه کړې ده، خو چې له تر اوسه نده شوې نو دا هم مونږ ته را پاتې وظيفه ده، او اسلامي امت ته په ځينو خاصو حالاتو کې شرعي لارښوونې له پامه ونه باسو.

داسې ښکاري چې له مهمو کارونو څخه د بن لادن مطلب د عربي نړۍ د پاڅونونو په څېر قضايا دي، چې همدا ډول پېښې تر څارنې لاندې ونيول شي او خلک سمې لاري ته سوق شي. لکه څنګه يې چې اسلامي نړۍ ته د يو مشترک مالي صندوق د جوړولو وړانديز کړی ؤ له کوم څخه به چې په خاصو حالاتو کې له اړو کسانو سره مرستې کيږي او مسلمانان به د غربي او کفري هېوادو له احتیاج څخه خلاص وي، لکه د پاکستان د سيلاب ځپلو پيښه او ورته نورې.

د يوې سيمې لپاره د امير د ټاکلو لار:

اسامه په خپلو ليکونو کې د اهل الحل والعقد په واسطه د امیر ټاکل کیدو ته ترجیح ورکوي. د حکومتي نظام لپاره يې د امارت نوم خوښاوه که څه هم د عراق مجاهدینو د دولت نوم غوره کړی ؤ. د صوماليا مجاهدينو ته يې ليکلي: که بيا هم تاسو ته مناسبه ښکاري چې دولت اعلان کړئ، نو (د صوماليا اسلامي دولت) نوم ورکړئ، او د مشر لقب به يې (د صوماليا د اسلامي دولت امير) وي.

له خلکو سره نرمي او له شبهاتو ډډه کول:

• د صومالیا د الشباب مشر ته يې لیکلي: اول ځان او بیا تاسو ته په تقویٰ صبر مصابرة او په لوړو اخلاقو تمسک سره وصیت کوم، هغه اخلاق کوم چې که چېرته په کوم امیر کي موجود وي د ټول رعیت حال به ورسره په خپله ښه کېږي، لکه د امیر حلم، عفو، عدل، صبر، له رعیت سره نېک تعامل او توصیفول يې، هغه کار نه ورسپارل چې له وسې يې بهر وي او داسې نور.

• په صومالیا کې بوختو ملګرو ته مې دا پیغام ورسوه چي له مشکوکو خلکو سره باید د نبي علیه الصلاة والسلام د دې حدیث په بنیاد تعامل وکړي چې فرمايي: (ادؤوا الحدود بالشبهات) یعنې د شبهې په موجودیت کې حد مه تطبیقوئ.

تحريک طالبان پاکستان ته څو مهم نصيحتونه:

اسامه ليکي: تحریک طالبان (باکستان) چې د هغې يو قبيلي په ضد کوم عملیات ترسره کړل کومه چې د دوی په قول د دوی مخالفه یوه ده، غواړم ووایم چې که دوی ريښتیا هم مخالفین وي پر ضد يې دا ډول عملیات نشي روا کېدی، ځکه له يوې خوا په دوی کې غیر جنګي کسان هم اوسېږي او له بلې خوا دا کار شرعي سیاست سره په ټکر کې دی، نو هيله ده له تحریک سره د نصیحتونو اړيکه وغځوئ.

د شیخ ابو یحیی الليبي او شیخ عطیة الله په نوم کسانو لخوا حکیم الله مسعود ته يو خط ورلېږل شوی، د نورو ټکو په څنګ کې يې د هغوی يو شمېر غير شرعي کارونه ور په ګوته کړي د مثال په توګه ليکي: تاسو حکیم الله محسود ته د يوازيني امير اعتبار ورکوئ او هغه خلک چې بیعت ورسره نه کوي باغي ګڼئ، په دې کار سره تاسو د جهاد د قیادت او عظمٰی امامت ترمنځ فرق نه کوئ، او نه د مسلمانانو اوسني حالات په پام کې نیسئ، په دې سره شاید د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راولاړ شي. د وژنې دایره مو پراخه کړې او په کې د شریعت احکامو ته پاپندي نه لیدل کېږي، په بازارونو جوماتونو او نورو تمځایونو کې په فدايي عملیاتو سره د عوامو مسلمانانو وژنه او په دې اړه بې پروايي، او هم په يوه او بل ډول سره د مسلمانانو تکفیرولو کې له سهولته کار اخستل، ډېر خطرناک مسائل دي. همدارنګه کومه د کار لائحه مو چې مونږ ته رالېږلې، غیر مناسبه ده چې پکې ډېرې شرعي او سياسي خطاګانې شته، بايد اساسي بدلون په کې راشي… په پای کې ليکي: که چېرته ستاسو لخوا مونږ کوم جدې او فوري اقدام ونه لید، مونږ مجبور يو چې پخپله په دې اړه په څرګنده او کلکه توګه شرعي مسئولیت ترسره کړو.

له دښمن سره په شوي عهد وفا کول:

په دې اړه يې دغو خبرو ته پام وکړئ: له فيصل شهزاد نه د تحقيق پر وخت پوښتنه شوې چې تا خو د جنسيت اخستلو پر وخت عهد ورکړی ؤ چې د امريکا په ضد به کار نه کوم؟ ده ويلي چې ما په هغه وخت کې دروغ ويلي! بايد وويل شي چې په شريعت کې دې ته مباح دروغ نشو ويلی، بلکې دا غدر او خيایت ګڼل کېږي… که حکيم الله محسود د ده له دغه عهد نه خبر نه ؤ نو بايد نړۍ ته يې په ډاګه کړي. دا ډول کارونه ډېرې ناوړه پايلې لري، خلکو ته له مجاهدينو غلط تصور ورکوي چې دوی په عهد وفا نه کوي بلکې خيانت کوي، دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړئ.

همدارنګه د یمن مجاهدینو ته لیکي: د امریکا په داخل کې خپلو د عملیاتو دایره پراخه کړئ، له هغو یمنیانو وروڼو کار واخلئ کوم چې امریکايي وېزه او یا جنسیت لري، په دې شرط چې امریکا ته يې عهد نه وي ورکړی چې د دې دولت په ضد به کار نه کوم.

مېډيا ته ځانګړې پاملرنه:

په خپل اوږد لیک کې يې لیکلي: بايد د مجاهدينو نشراتو ته خاصه توجه وکړئ، نصيحتونه او لارښوونې ورته وکړئ ترڅو داسې څه خپاره نه کړي چې په مجاهدينو باندې د خلکو اعتماد کم کړي، تاسو په خپلو نشراتو سره د ميليونونو ځوانانو سالمه روزنه او تربیه کولی شئ، دا يو ستر فرصت دی.

د خپلې ميډيا څانګې ته څو مهمې مشورې:

د ټولو سیمو له مشرانو غوښتنه وکړئ چې هر يو دې يو وړ کس ته مسئوليت ورکړي (که پخپله د مېډيا د څانګې مسئول وي او يا بل څوک) چې د هغوی د مېډيا څانګه له هر اړخه تر څارنې لاندې ونيسي لکه شرعي اړخ، او د جمهورو د ذوق مراعت، خو چې له اسلامي اصولو سره موافق ذوق وي. هېڅ شی دې د همدغه کس له اجازې نه نشرېږي، د مشرانو د ويناوو په شمول که کوم شی له عام سياست سره مخالف وي نوموړی صلاحيت لري چې د نشر اجازه ورنه کړي، چې يا يې په مضمون نيوکه لري او يا يې وخت مناسب نه وي او داسې نور.

د مثال په ټوکه: هغه وخت چې د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه د (ازادۍ اسطول) موضوع ډېره ګرمه وه، نړیوالې مېډيا خپله توجه همدې موضوع ته اړولې وه، خو په همدې وخت په يوه وېبپاڼه کې د ابو بصير (لیکوال: يمن کې د القاعدې مسئول) د نائب سعيد الشهري وينا نشر شوه، په دې کې هغه د حرمينو په وطن کې د يوې خور د بندې کېدو په اړه وينا کړي وه او له مجاهدينو څخه يې غوښتنه کړې وه چې هلته عمليات وکړي او په بدل کې يې آل سعود او نورو امنيتي کسان ونيسي. العربية چينل له دې چاڼسه منفي استفاده وکړه، د ټولو خبرونو په سر کې يې راووست، پروګرامونه يې پرې جوړ کړل، چا په ښکاره او چا اشارتاً ويل چې مجاهدين د فلسطین قضيې او په غزه کې د خپلو وروڼو محاصري ته توجه نه کوي او هدف يې وژل، او د حکومت له امنيتي مسئولينو سره جګړې کول دي، نه له غاصبو يهودانو سره!! همدارنګه د ورور همام البلوي رحمه الله د عملياتو په اړه وروڼو وويل چې دا د محسود علیه رحمة الله انتقام ؤ، په داسې حال کې چې مناسبه خو دا وه چې تر هر څه وړاندې فلسطين ياد شوی وی. او همداسې نور ډیر مثالونه دي، کله چې عوام دا واوري او زمونږ له اصلي سياست نه ناخبره وي، له مجاهدينو ناسمه انطباع اخلي، داسې سوچ کوي چې مجاهدين د حزبي يا سمتي تعصب ښکار شوي البته کله چې د عربي جزيرې او د القاعدې تنظيم په اړه خبرې واوري او په فلسطين کي د خپلو وروڼو په اړه يې هېڅ هم تر سترګو نه شي. دا زمونږ هغه موقف کمزوري کوي کله چې وايو: القاعده يو نړيوال تنظيم دی، د فلسطين او ټولو اسلامي دولتونو د ازادۍ او اسلامي خلافت د راوستلو لپاره جهاد کوي.

له نړيوالې مېډيا سره اړيکې:

اسامه پخپله د نړیوالي مېډیا او يو شمېر ژورنالستانو او سیاسي څېړونکو سره د خاصو اړیکو نیولو د لارو چارو لپاره خپلو ملګرو ته ډېر اغېزمنې او مفصلې مشورې ورکړې. لکه څنګه يې چې له خپل امريکايي ملګري چې د القاعدې غړی دې، غوښتي چې د انګليسي چينلونو يو داسې لست ورته چمتو کړي چې د هر چينل ښېګڼې او نيمګرتياوې او په خپرونو کې يې جهادي عملیاتو ته د توجه کچه واضحه شوي وي، ترڅو ورسره د اړيکو په نيولو کې مرسته وکړي.

تل يې کوشش کړی چې نړۍ او په تېره بیا د امريکا او اروپا اولسونو ته د مجاهدينو پیغام سم او واضح ورسول شي. د مثال په ډول يو ځای خپل ملګري ته لیکي: زما رایه داده چې تاسو عبدالباري عطوان او رابرټ فېسبوک ته لیکونه ولېږئ چې: د سپتمبر دپېښې لسمه کلیزه نیږدې ده خو دا دی اوس هم د مجاهدینو او امریکا ترمینځ جګړه روانه ده، تاسو خو د (خپله رایه او د بل رایه) شعار هم پورته کوئ، نو دغه يو ښه فرصت دی چې نور د دغې جګړې د دوام حقيقي اسباب واضح شي، کومه چې مونږ یا اسلامي نړۍ او هم د ټول بشريت په تاوان ده، هوښياران په دغسې حالاتو کې د بشریت د ژغورلو لپاره کوښښونه کوي او د جګړې اسباب له منځه وړي، له مونږ سره خو له خپل امت نه د دفاع لپاره له جنګه پرته بله لار نشته، خو له هغو سره چې په دې امت تېری کوي د جنګ د توقف ډېرې لارې شته، نو په دې خطرناکو حالاتو کې دا جګړه په حقيقت کې د ځمکې د دوه لويو تمدنونو ترمنځ روانه جګړه ده، او شايد خلکو ته د دې جګړې د اصلي او حقيقي تصویر څرګندول د دې حالاتو په سمون کې لویه مرسته وکړي… دوی ته ووایاست: بلکې ستاسو مسئولیت تر دې هم اوچت دی چې اخبارونو او جريدو ته حقايق راوباسئ.

د الجزيرې تلويزوني چينل يې تعقيباوه:

له لیکنو يې داسې ښکاري چې که له يوې خوا يې د يو تنظیم د فعال او رند مشر په حیث نړیوالې مېډيا ته د خپل پیغام رسولو په پلان جوړولو کې مهم رول درلود، له بلې خوا يې پخپله يو شمېر تلویزیوني چينلونه په ځانګړې توګه د الجزیرې عربي چينل په پوره ډول تعقیبول هم، لکه چې يو ځای چا ته ليکي: تا د (شاهد علی العصر) پروګرام د کتلو خبره کړې، زه هغه نه ګورم ځکه د پروګرام د کوربه خبرې يې ځيني وخت ګډې وډې وي… بل ځای لیکي:… تاسو زمونږ د فلاني پیغام د نشر په اړه یقیني نه یاست، هو هغه الجزیرې نشر کړ بلکې د شننې لپاره يې ځينې کارپوهان هم ورغوښتي وو. بل ځای ليکي: د الجریزي چينل د ځينو جریدو د خبرو په کتار کې ذکر کړل چې د القاعدې تنظیم په انټرنیت کې په خپلې يوې نشریه کې د امریکایانو د وژنې څو طریقې ښودلې، يو يې دا ده چې په موټر باندې تېرې چړې نصب شي او بيا د دوی په مينځ کې ورننوځي… که د دې خبرې د صحت او مصدر په اړه معلومات راکړئ.

امنيتي لارښوونې:

په پای کې غوره ګڼم چې د اسامه ځينې هغه امنيتي احتياطي تدابير چې ده پرې عمل کاوه او ملګرو ته يې هم پرې په بيلا بيلو ليکونو کې توصيه کړې، په لنډو ټکو کې رانقلوم:

• دښمن د ځينو چيپونو (Chips) د اچولو په واسطه ستاسو موقعیت معلوموي، له خبریالانو سره د مرکو پر وخت او تر هغې وروسته، ډېر پام وکړئ، شايد کوم يو ته يې د هغه د ناخبرۍ په حال کې په جېب یا بل څه کې واچوي او تاسو سره د ملاقات پروخت ستاسو دقیق موقعيت په نښه کړي.

• ماشومان باید له ضرورته پرته له کوره ونه وځي، محلي ژبې زده کړي، په داسې کور کې واوسي چې د څنګ ګاونډ يې نسبتأ لرې وي، په کور کې د ننه کنترول شي چې په لوړ غږ خبرې و نه کړي، مونږ هم د الله په فضل دا نهه کاله کېږي چې په دې احتیاطي تدابیرو عمل کوو. د سپتمبر له ۱۱مې راهيسې هېڅ داسې کس نه پېژنم چې هغه دې په احتیاطي تدابیرو ملتزم وي او بیا دې نیول شوی هم وي. اسامه بن لادن دا لیک د خپل شهادت نه تقریبأ يوه اونۍ وړاندې شیخ محمود په نوم کس ته لېږلی ؤ.

• خپل يو ملګري ته يې چې ګومان کېږي په وزيرستان کې مېشت دی، ليکلي: مونږ ته د دې وطن کوم کس راولېږه، چې چالاک او نشیط وي، د کرايي کورونو په نيولو کې تکړه وي، که کوم پخوانی حکومتي کارت ولري او نوی يې کړي نو ډېر به ښه وي، دې ته تيار وي چې له کورنۍ سره ډېره موده اړيکې و نه نيسي، نرم مزاجه نېک اخلاقه او غلی کس وي، خو چې وزيرستانی نه وي بلکې داسي کس وي چې د دې سيمې له خلکو سره يې توپير و نه شي.

• غوښتنه يې کړې چې تګ راتګ د ورېځو د خورېدو په ورځ وکړي، دوه کسان دې ملاقات په هغو بازارونو کې کوي چې سر يې پټ وي، هلته چې په سلګونو خلک وځي او ننوځي، پېښور ته د ځينو ملګرو په راتلو کې يې ورته د موټرو د تبادلې مشوره وکړې چې بايد د پېښور- کوهاټ په تونل کې د ننه تبادله شي، ترڅو دا کار له هوا څخه د جاسوسي سيارو په واسطه عکاسي نشي.

• هغه وروڼه چې په وزیرستان کې دي، که څوک کولای شي چې په احتیاطي امنیتي تدابیرو عمل وکړي، نو په خپل ځای دي پاتې شي او که څوک دلته ستونزې لري نو هغوی دې د کنړ، نورستان، غزني یا زابل ته لاړ شي التبه له دښمن سره د جهاد په نیت، هغه غرنۍ سیمې دي، ګڼې ونې لري او پرېمانه اوبه، سلګونه وروڼه په کې اوسېدلی شي او د دښمن الوتکې يې هم په اسانۍ نه شي لیدلی، هو که چېرته په سیمه کې د منافقینو شمېر زیات وي دا بیا بله مسئله ده.

• همدارنګه ليکي: ابو سلمان بلوچي مجاهد دی خو ځینې بلوچي دوستان يې له پاکستاني استخباراتو سره کار کوي، نو زما نصیحت دادی چې ورسره پوره احتیاط وکړئ او هېڅ راز خبره ورسره شریکه نه کړئ، زما زوی حمزه ترې لرې او پټ وساتئ.

د پورتنيو کرښو څخه دا نتيجه په لاس راځي چې: د القاعدې تنظيم غړي چې اسامه يې مشري په غاړه درلوده، په ټوله اسلامي نړۍ کې د کار هیله مند دي، او کوښښ کوي چې د ټولې نړۍ له مجاهدينو سره ښې اړيکې ولري، عوام مسلمانان راجلب کړي او نرم تعامل ورسره وشي، په شک او شبهي پر وخت د حدودو له تطبیقه ډډه وشي، د نورو په پرتله امريکا ډېره وځپل شي، په اسلامي دولتونو کې د ننه هجومي عمليات ونشي او يوازي دفاعي حالت اختيار شي، د فلسطين قضيې ته ځانګړې پاملرنه کوي. په جوماتونو او بازارونو کې له چاودنو، مسلمانانو ته د کفارو خطاب کولو، په عهد وفا نه کولو او ورته نورو غير شرعي اصولو سره کلک مخالف دي. همدارنګه له ليکنو يې دا څرګندېږي چې نوموړی په پاکستان کې ؤ، د يو شمېر څېړونکو د نظر خلاف له پاکستاني استخباراتو سره څه چې له يو ادنٰی مامور سره يې هم هېڅ اړيکې نه درلودې تردې چې د داسې کس په لټه کې ؤ چې پخوانی دولتي کارت ولري ترڅو د حکومت لخوا و نه زورول شي، بلکې د دوی له څارنې نه تل په ډار کې ؤ او پوره احتياط يې کاوه، له هغه مجاهد سره يې د خاصو اړيکو د نه درلودلو توصيه کړې چې خپلوانو یې له پاکستاني استخباراتو سره کار کاوه. سربېره پر دې، د عسکري عملياتو تر څنګ يې د خلکو فکري او فرهنګي روزنې ته هم کلکه توجه کوله، په دې کې يې د مېډيا رول ډېر مهم ګاڼه. د نړيوالې مېډيا له يو طرفه قضاوت نه ناراضه و او کوښښ يې کاوه چې خپله داعيه په درست شکل اسلامي امت او نړۍ ته وروسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x