بلیک بیري خپل د راتلوونکی سمارټ فون تصویر وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د بلیک بیري کمپنۍ د وروستیو ماتو له امله له سقوط سره مخ دی خو د خپل ځانګړی شمیر کاروونکو په مرسته بیا هم توانیدلی د سمارټ فون په بازارونو کې مقاومت وکړي.

د بلیک بیري کمپنۍ ځینې سمارټ فونونه چې د دغې کمپنۍ له اپریټنګ سیسټم سره وړاندې کیده له سختې ماتې سره مخ شوي چې له همدې امله دغه کمپنۍ غواړي خپل نوی سمارټ فون له انډرایډ اپریټنګ سیسټم سره وړاندې کړي.

دغه کمپنۍ خپل د نوی سمارټ فون چې د ګوګل کمپنۍ له اپریټنګ سیسټم یعني انډرایډ سره به وړاندې کیږي ځینې تصویرونه له کاروونکو سره شریکې کړي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ د دغې سمارټ فون تصویر د لومړی ځل لپاره په ټویټر کې وړاندې شو چې له هغې وروسته ځینو رسنیو هم کاپي کړ. د بلیک بیري راتلوونکی سمارټ فون تصویرونه د ایولیکس (Evleaks) پاڼې لخوا کاروونکو ته وړاندې شو.

له دې وړاندې دغې کمپنۍ خپل د راتلوونکی سمارټ فون یو تصویر چې ډیر واضح او صاف نه و «ونیس» په نوم تیره میاشت د ټکنالوژي په نندارتون کې کاروونکو ته وړاندې کړی و.

د بلاس پاڼې له دې وړاندې خپل ټویټر کې لیکلی و چې امکان لري د بلیک بیري نوی سمارټ فون د اې ټي اینډ ټي (at&t) له اپریټنګ سیسټم سره نړیوالو کاروونکو ته وړاندې شي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د بلیک بیري پخواني سمارټ فونونه ځکه له ماتې سره مخ شوي ول چې د بلیک بیري اپریټنګ سیسټم ډیر کم شمیر اپلیکیشنونه لري چې دغه کمپنۍ اوس د انډرایډ سمارټ فون وړاندې کولو سره کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.

دغه امریکايۍ کمپنۍ له دې وړاندې د سمارټ فون د بازارونو زیاته اندازه سهامو خاوند و خو اوس یوازې یوه سلنه د سمارټ فون د بازارونو سهام د دغې کمپنۍ ملکیت دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د