ملا عبد السلام ضعیف، په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د يوه افغان په توګه – ملاعبدالسلام ضعیف

عبدالسلام (ضعيف)

اول خو دې زموږ د ګاونډي هيوادونو واکمنان او څارګري اداري الله جل جلاله داسي تباه کړي لکه موږ چې يې تباه او برباد کړو تر ډيره د دوی دلاسه زموږ هيواد دغه  د ذلت حالت ته را ورسيدی چې اوس يې تحمل هم يو د زغمه وتلی کار دی او نه تحمل يې هم يو بل عميق اړخ دی، دا چې په موږ يې څه وکړه کيدای سي الله جل جلاله په دوی باندې هم داسي بلا نازله کړي ترڅو چې ددې غريبو بي وسو او بي دفاع افغانانو داخلاص او د قربانيو انتقام ځيني واخلي.

دويم دې الله کمونسټان او وروسته دجنګونو نورو عاملينو او واکمنانو ته درنه سزا ورکړي چې هيواد يې دغه حالت ته را ورساوه چې اوس په اجتماعي توګه او افتخار سره د غلامی پړی غاړي ته اچوي.

سړی حيران وې چې وژاړي او که وخاندې،  باور وکړئ په کومه ورځ چې مي د تړون د امضا خبر وليدی ماښام دخوب په تمه پر بستر باندې پريوتم په دې سوچونو کې ومه چې دا اوس څه وسوه تر څو مؤذن د سهار اذان وکړی اودس مي وکړی لمانځه ته ولاړم يوه ثانيه هم خوب رانغلی، ما هيڅ کله داسي په زړه کي هم نه سوای راګرځولای چې ځيني افغانان دې يوه داسي حد ته رسيدلي وي چې دځان اوقدرت دبقالپاره دې هرڅه په ځانونو ومني اويوداسي وندرته دي سرونه ورننباسي چې دوينوپه قیمت خلک ورڅخه ايستل غواړي، بيا په يوه داسي تاريخي اولرغوني هيواد کې  چې ددې داعيي لپاره  يې بي ساري قرباني ورکړي ده او ددې افتخار يو اوږد تاريخ لري، څو ورځي وړاندې مي واوريدل چې حامدجان زموږ د وينو دقصابانو سره ديوه تاريخي بي خونده او شرمناکه تړون لاس ليک وکړ، خو ما ته داعجيبه نه وه ځکه زه په دې سره ښه پوهيدم چې هغه به دځان دبقا او د پردي ترشا د هغه موافقي لپاره چې په ۲۰۱۴ کې به نور افغانان ورباندې پوی سي او د خپلو عذرونو له کبله هر څه ته غاړه کښيږدي او امضا به يې کړي ځکه چې هغه ددوی په مټو د همداسي هدفونو لپاره واک ته رسيدلی دی، دا د هغه مجبوريت دی، سړی ګيله هم نه سي ځيني کولای اونه دا ورته ويلای سي چې ما رايه درکړه يا مي مرسته درسره وکړه او احسان هم نه سي ورباندې بارولای، خوکله مي هم داتوقع نه کوله چې دملت په نوم يوڅوکسان چې ځانونه په دروغو د ولس استازي بولي داکار به تاييدکړي، ډيره دافسوس خبره ده دا دهغو درو مليونو شهيدانو او دهمدومره معيوبينو او د بي حسابه کونډو او يتيمانو چې دروسانو د يرغل په وړاندې يې قرباني ورکړي وه همدارنګه د هغو معيوبينو، شهيدانو، کونډو او يتيمانو چې دامريکا د وحشيانه او بي دليله يرغل په وړاندې يې ورکړي او ورکوي د هيلو په خلاف اقدام وه چې د هيواد تاريخ به يې کله هم هيرنه کړي،  خوددې سره زه په دي عقيده يم چې دلوی خدای په فضل سره به داوړۍ کله هم شړۍ نه سي

زما پر آند دا هغه تاريخي اشتباه اوتيروتنه ده چې وروسته به يوازي دانه چې په يوه تورتاريخ سره بدليږي او د دغو خلکو اولادونه به ددوی په دغه اقدام شرميږي بلکه ددغه کار د اقدام کسان به هم ورباندې خپله اشتباه او پښيماني ښيې، خو بيا به هيڅ ځای نه نيسي، داځکه چې د داسي کار اقدام د ملي مصلحتونو او اسلامي ارزښتونو سره مرسته نه سي کولای اونه هم دسولي په راوستلوکې کومه ګټه رسولای سي، دا به لا وړاندې ګورو چې دهغو خلکو خوبونه به رښتيا کيږي چې دپردي شا ته يې پټه او شخصي معامله کړي ده اوکنه؟؟

خو د دې ناروا اقدام ښکاره تاوانونه د بېلګي په توګه  په لاندې ډول سره په ګوته کولای سو:

اول: دا چې دسولي د اميدونو او هيلو کاسه يې په ټينګه لغته ووهله کوم چې زموږ هيواد تر بل هرڅه ورته اړتيالري.

دويم: د نورو لسو کلونو لپاره يې دجنګ ستراتيجي تاييد کړله، سره ددې چې هيڅوک دجنګ پر پايلو باوري نه دي او اميدلرم چې دابه دومره دوام هم ونکړي ان شاءالله.

درېيم: افغانستان  يې دنړیوالي خطرناکي لوبي دمسابقي په ميدان بدل کړ.

څلورم: ددې لپاره چې يو څو کسان په ناروا او ظلم سره حاکمان اوسي، دنورو خلکو حقوق تر پښو لاندې کيږي کوم چې دمايوسی سبب کيږي اوبيادستونزوبنسټ جوړيږي.

پنځم: امريکا هغه شریر استخبارات لري چې هيڅ کله بي له دسيسو او سازشونو، د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې دلاس وهنو څخه ارام نه پاته کيږي، دهمدې هدف لپاره به ددغه اسلامي هيواد دعرضي تماميت څخه خامخا دګاونډيانو پر ضد کار اخلي، کوم چې په دې توګه به موږ د ګاونډيو هيوادونو سره په دايمي لانجه کې ښکيل کړي.

شپږم:  دا چې دکمونيزم دشکست وروسته امريکا د مسلمانانو پر دښمني پسي پښي را لڅي کړي دي، چې اوس ټوله اسلامي اوعربي هيوادونه ورباندې پوهيدلي او پوهيږي، دابه ددې هيواد بنيادي اسلامي روحيه له منځه يوسي او د داسي نظام حاکميت به خامخا وغواړي چې داسلام بنيادي اساسات پکښي کمزوري کيږي او يا د بينه ځي، همدارنګه به د داسي اشخاصو مرسته او همکاري وکړي چې د دوی دغلامی شرايطو ته غاړه ايښودلای سي، او د دوی دناروا او غيري اسلامي پلانونو او افکارو پلوي کوي، کوم چې اوس په ښکاره سره  ددغه پليتي عقيدي لپاره کاراوخبري کيږي.

اوم: په هيوادکې به دخلکو او قومونو په منځ کې هغه حقيقي انډول له منځه ولاړسي کوم چې په حقيقت ولاړ او ددغه هيواد بنياد جوړه وي، ځای به يې داسي يوڅوک نيسي کوم چې د امريکا منافع خوندې کوي اودهغوی دشومو پلانونو سره موافقه کوي لکه دا اوس چې په جعلي انتخاباتوکې دغه بېلګه بيخي دلمرغوندي ښکاره وه.

اتم: دا تړون به هغه خطرناکه اقدام ته لاره هواره کړي کوم چې دامريکا دايمي نظامي اډي دي.

نهم: دابه د اسلام پالو او نورو کسانو پر رقابت کې داسي مرسته وکړي چې دتل لپاره به په ظلم او بي انصافی ولاړ وي، ځکه امريکاپه هرهيوادکې داسي حاکمان جوړه وي چې د هغوی دلاري ملتونه داسي وځپي چې د دوی پر وړاندې خبره هم ونه کړي،  چې موږ يې په ډيروهيوادونوکې بېلګي ليدلای سو.

لسم: ددې هيواد واګې به ترڅو چې امريکا وي د امريکايې ګوډاګيانو په واک کې وي، چې دا به دمستقلو او ازادی خوښوونکواشخاصوپه وړاندې لوی ګواښ اوچلنج وي.

يولسم: تردې ټولوستونزو سره سره، دغه اقدام هيڅ اسلامي او ملي صبغه نه سي خپلولای.

په هر صورت داسي قراردادونو ته موږ په کوم نظر کتلای سو، آيا دا قانوني کاردی اوکنه؟ اوکه دا د زور او قوت ازموينه ده؟ زما په نظرکه څه هم د جمهور رئيس او د ولسي نمايندګانو په نامه څوک داسي قراردادونه امضاکوي، پر څوملاحظاتو سره قانوني بڼه نه سي خپلولای، اونه دقانون په چوکاټ کې راتللای سي.

اول: د۲۰۰۲ کال د بن دکنفرانس څخه راپه دې خوا کرزی صاحب په هيواد باندې د امريکا د ټانکونو او طيارو پر زور تپل سوی او د ولسمشرځای ناستی دی، امريکا هغه د خپلو هدفونو له پاره دچا دګدی څخه د پاچاهی تخت ته ورساوه، دا يو واضح حقيقت دی چې هغه دافغانسان د خلکو لخوا نه دی راغلی، امريکا د هغه په قدرت کې پاته کيدو ته  د خپلو شومو هدفونو د لاسته راوړلولپاره دوام ورکړی دی، کوم چې اوس يې عملي کړی دی، او يا يې تر۲۰۱۴ کال پوري، وروسته عملي کوي، هغوی د ده بقا ته داسي دوام ورکړ چې شپږکاله يې دارګ له پاره هم خپل دساتني افغانان  نه درلودله، او پوره شپرکاله دده شخصي باډيګاډان ياساتونکي امريکايان وه، نو د امريکايانو ددې تړون امضاکول په حقيقت کې دافغانانو سره نه بلکه دهغوی دخپلو ځانونو سره تړون دی، که دده پر ځای امريکا د امريکا د يوه سفيره سره چې په افغانستان کې يې لري داقرارداد کړی وای هيڅ توپيربه يې نه وای، په حقيقت کي دا د امريکا د خپل ځان سره يواړخيزتړون دی چې هيڅ قانوني اومعقوله بڼه نه لري اوپه راتلونکي کې پر افغانانوباندې دالزام په توګه نه سي عملي کيدلای.

دويم: د ولسي جرګي لپاره چې کوم انتخابات وسوه، بشپړغيرقانوني وه، اول داچې مطلق اکثريت ددې انتخاباتوڅخه بايکاټ يا پريکون کړی وه، يا د چا له بيري او يا په خپلو دلايلو سره چې يوښکاره مثال يې دغزني ولايت دی تاسو وليدل چې د۷۰ فيصده مطلق اکثريت ولس لخوا يو نماينده هم په رايو کامياب نه سو، موږ ټوله هم داسي بللای سو.

دويم پر انتخاباتوکې په سل کې نوي فيصدي درغلي سوي وه يا د زور او يا د رشوت د لاري.

درېيم: امريکايانو او غربيانو په زور اوفشارسره دهغوخلکومخه نيوله کوم چې د دوی دهدفونو او شرايطوسره برابرنه وه.

څلورم: عملا هيواد په اشغالي حالت کې دی، او پر ضديې سخت مقاومت روان دی، چې موږ يې دهري ورځي د جنګونو او تلفاتو شاهدان يو، اصلا انتخابات په جنګي حالاتو کې دټولواړخونو د موافقي پرته هيڅ مانانه لري.

څلورم: دغربيانو پر مرسته په ولسي جرګي کې د ښځو مطلق اکثريت انتصابي بڼه لري، راتلل يې لازمي او د غربيانو په خوښه د دوی د هدفونوله پاره دي، اوداسي نور…

د مشرانو جرګه خو يو ثلث انتصابي ده، اونوره هم لکه ولسي جرګه داسي ده، نو د دوی نمايندګي دملت او خلکونمايندګې نه سي کولای اونه هم قانوني بڼه خپلولای سي.

زه ديوافغان په توګه چې دهيچانمايندګې نه کوم په شخصي توګه کرزي صاحب ته احترام هم لرم دهغه سره دښمني هم نلرم،  او هغه زما سره احسانونه هم کړي دي، هغه دګوانتاناموڅخه زماپه خوشي کولوکې مرسته کړي ده، هغه چې کله په کابل کې زماپر کورامريکايانو بريدکاوه مخه ونيوله ، هغه زماسره دکورله پاره مالي مرسته کړی ده، زه د هغه د احسان ممنون اوپوره وړی يمه، خو ددې احترام سره سره دهيواد او د خلکو د سرنوشت په اړه  زه دهغه دسياست سره موافق نه يم، هغه بايدخپل ځان اومقام پوره پيژندلای وای،  اوپر هغه اندازه يې اقدام کړی وای، د دې پر ځای چې داسې د درانه مسؤليت پيټي ته يې اوږه ورکړي وای، ښه به دا وای چې هغه دسولي له پاره پر رښتوني ډول کوشش کړی وای، او د سولي مخه يې نه وای ډب کړي، ترڅو د بشپړي سولي په راوستوسره په هيوادکې رښتونی دټول ولس نماينده حکومت راغلی وای، او دغه کارونه يې ترهغه وخته معطل کړي وای او امريکايانو ته يې عذرکړی وای ترڅود داسي کارونو څخه ډډه سوي وای، کوم چې د رښتوني ولسواکي فضا او نمايندګې غواړي،  په هرصورت الله دې رحم وکړي  چې څه به کيږي،  په عربي کې يوه مقوله ده (اناافعل مااريد، و انت تفعل ما تريد، والله يفعل مايريد) ژباړه: زه خويوڅه کوم څه چې غواړم، اوته خويوڅه کوي څه چې غواړي، او الله بيا هغه څه کوي څه چې هغه غواړي. دا يو حقيقت دی موږ ډير په هغه څه سره نه پوهيږو چې زموږ پکښي ددنيا او آخرت خير پټ وي قضاوت مو په ظاهره دی، الله دې د دارينوخير رانصيب کړي.  آمين

۷/۳/۱۳۹۱

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو محمد دسنګرونو یار دجهادی ډلګی پیره دار
میلمه
ابو محمد دسنګرونو یار دجهادی ډلګی پیره دار

زه دغو خبرو سره موافق یم یوه لاره دخلاصی لرو چی انشا الله کامیابیږو به هغه جهاد ده اوبس فکر مه کړی ملا و وتړی فه دی مرض حکمتیار ربانی سیاف مسعود او نورو تش فه نامه جهادی رهبرانو اخته کړو فه فلوو کی یی افغانانو ته زهر و ر کړل او کرزی فسی خرڅ هم کړو ۰۰۰ اوس دوعا کوی چی الله افغانانو ته یو مصلح مسلمان په وطن مین او هوشیار رهبر ورکړی تر څو اینده نسل په ارام شی موږ دغه فصل خو ارامه ورځ ونه لیده خو دومره غول افغانان هم شته هغو رهبرانو چی افغانانو… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

په کلی ډول ورسره موافق یم!
خدای دی ضعیف صاحب ته اوږد عمر ورکړی.