روژه د دنيا او اخرت د بريا راز

یا الله، د افغانانو ټول ارمانونه پوره کړې.

احمدالله احمدزی

له ابو ايوب انصاري رضي الله عنه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «چا چې روژه ونيوله او له هغې وروسته يې د شوال شپږ روژې ونيولې، داسې دي، لکه ټول عمر يې چې روژه نيولي وي.» په يو بل حديث کې راځي، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم د عرفې د ورځې د روژې پوښتنه وشوه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «د عرفات روژه د تېر او راتلونکي کال ګناهونه بښي.»

د صحيح مسلم په يو حديث شريف کې راغلي، چې له روژې وروسته تر ټولو غوره روژې د الله تعالی د محرم مياشتې روژې دي او له فرض لمونځ وروسته بهترين لمونځ د شپې «تهجد» لمونځ دی.

همدا رنګه له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه روايت دی: «د هرې مياشتې درې ورځې روژې د ټول عمر د روژو په اندازه ثواب لري.» او داسې نور حديثونه راغلي، چې د بېلابېلو وختونو د نفلي روژو فضليت او ثوابونه يې ذکر کړي دي او له دې لارې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو د بښلو بهانې لټوي او مسلمان، چې د فرضي روژې مياشت په تلو هر څومره خپګان او ژړا وکړي کمه ده او دی کولای شي، چې د کال په نورو مبارکو شپو ورځو کې خپل عبادتونه او نفلي روژې ونيسي.

موږ مسلمانان بايد دا ومنو، چې د روژې مبارکې مياشت کې د شپې عبادتونه، لمونځ او د قرانکريم تلاوت د سترګو يخوالی او زړه خوښي ده. دې سره مو زړونه نرميږي او الله تعالی دې موږ مسلمانان د دې مبارکې مياشتې له برکتونو، مغفرت او رحمته نه بې برخې کوي.

الله تعالی دې وکړي، چې دغې مبارکه مياشت کې مو زړونه نرم شي، ايمانونه مو قوي شي، قرانکريم، لمونځ او د الله تعالی هر عبادت سره مو پخه انډيوالي جوړه شي او له روژې وروسته هم دغه کارونه خپل عادت وګرځوو او له دغې لارې ځان او ټولنې لپاره د خير سبب شو او د اخرت لپاره مو ايمان نصيب شي.

الله تعالی په قرانکريم کې د هغو مسلمانانو ستاينه کوي، چې د شپې له خپلو بسترو راپورته کيږي، د قرانکريم تلاوت کوي او خپل رب ته په سجده کې خپله عاجزي بيانوي. له الله تعالی د دنيا او اخرت د بريا سوالونه کوي.
له جابر رضي الله عنه روايت دی، چې ده له رسول الله صلی الله عليه وسلم اورېدلي، چې د شپې يوه برخه داسې هم ده، چې مسلمان په کې له الله تعالی د دنيا او اخرت د بريا سوال وکړي، الله تعالی يې خامخا ورکوي او دا هره ورځ کيږي.

که موږ مسلمانان بدبخته نه شو، نو موږ کولای شو، چې له دغه برکتي وخته په استفاده الله تعالی ته خپل عرض وکړو، د خپلو ګناهونو بښنه وغواړو، د ايمان سوال وکړو، د دنيا او اخرت د بريا لپاره لاسونه لپه کړو او خپل رب ته اوښکې تويې کړو.

د دې لپاره خو په روژه پېشلمی تر ټولو غوره او اسانه وخت دی او که موږ لږ همت هم وکړو، نو له روژې وروسته دغه اسانه کار خپل عادت جوړوای شو.

موږ مسلمانان بايد دا فکر وکړو، چې روژه يوازې له خوراک او څښاکه د ځان ساتلو مياشت نه ده، بلکې دا مبارکه مياشت، د خيراتونو، سخا، مهربانۍ، د ګاونډيانو، خپلوانو او نورو بې وزلانو د لاسنيوي او مرستې مياشت ده.
اوس که موږ غواړو، چې ايمانونه مو کامل شي، د الله تعالی رحمت راباندې نازل شي او د الله تعالی له غضبه ځانونه او خپله ټولنه وژغورو، نو بايد خپلو خپلوانو، بې وزلو، کونډو او يتيمانو سره د الله تعالی رضا لپاره داسې پټې مرستې وکړو، چې د هغه حديث مصداق شو، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي، چې پټ خيرات ورکوونکي به د قيامت پر ورځ د الله تعالی د عرش سيوري لاندې وي.

علماء کرام فرمايي، که غواړې، چې د روژې مبارکه مياشت غنيمت کړې، نو د عبادتونو تر څنګ بايد د کونډ، يتيمانو او نورو بې وزلانو مرسته او همکاري خپل فرض وبولو او له دې لارې د الله تعالی له غضبه ځانونه وژغورو.
حديث شريف کې راځي: «اتقوا النار ولو بشق تمرة» د جهنم له اوره ځانونه وساتئ اګر که د خرما په يوه برخه وي. يعنې د خرما لږه برخه هم خيرات کړئ، نو د جهنم له اوره به مو وساتي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځو ته ويلي، چې د ښځو ډېرې يې دوزخيانې دي او دوی دې خيراتونه او صدقې ډېرې کوي، چې د الله له غضبه ځانونه وساتي او د الله تعالی د عرش لاندې ځانته ځای وګټي.

روژه د قرانکريم مياشت ده، دغه مياشت کې بايد مسلمانان د قرانکريم تلاوت وکړي، په اياتونو کې يې بايد غور و فکر وکړي، په معنا يې ځانونه پوه کړي، عمل پرې وکړي او نورو ته يې ورسوي او له روژې وروسته قرانکريم سره خپله ملګرتيا همداسې جاري وساتو او که دغه وخت کې که بيا موږ ته مرګ راشي، نو ان شاءالله له ايمان سره به وي.

الله تعالی پر موږ دا مهرباني کړې، چې دغسې يوه مبارکه مياشت يې راباندې لورولې، چې خپل ايمان په کې تازه کړو، توبې وباسو او د خپل ژوند او اخرت د بريا لپاره ځانونه ستړي کړو.

اوس خو دا مياشت دغه دی په اخره ده او يوازې اخري لسيزه يې راپاتې ده او موږ ټول بايد هڅه وکړو، چې دغه لس ورځې يې غنيمت کړو. الله تعالی دې وکړي، روژه مو داخرت له عذابه د خلاصون، کامل ايمان، د الله تعالی د رضا او جنت ته د داخلېدو سبب شي.

تبصرې (1)

  • ابو ايوب انصاري رضي الله عنه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «چا چې روژه ونيوله او له هغې وروسته يې د شوال شپږ روژې ونيولې، داسې دي، لکه ټول عمر يې چې روژه نيولي وي.» په يو بل حديث کې راځي، چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم د عرفې د ورځې د روژې پوښتنه وشوه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «د عرفات روژه د تېر او راتلونکي کال ګناهونه بښي.»