بنګله دیش د سویلي افریقا په وړاندې په ۵۲ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۴مه ۱۳۹۴ل): نن د بنګله دیش او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې بنګله دیش په ۵۲ منډو ماتې وخوړه.

د سویلي افریقا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سویلي افریقا د ډو پلیسېس غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسېس په ۶۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۹ او روسو په ۲۱ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ منډې جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د بنګله دیش لوبډلې توپ اچوونکي که څه هم ونتوانیدل زیاتې ویکټې ترلاسه کړي خو بیا هم د سویلي افریقا توپ اچوونکو ته يي د زیاتو منډو جوړولو اجازه ورنکړه.

دغې لوبې کې عرفات سني د بنګله دیش لوبډلې لپاره خپل درې اورونو کې ۱۹ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې. له عرفات سربیره ناصر حسین او شکیب الحسن هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بنګله دیش لوبډلې ټول توپ وهوونکي دغې لوبې کې د سویلي افریقا توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. بنګله دیش خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۸.۵ اورونو کې یوازې ۹۶ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره شکیب الحسن په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶، لیټن داس په ۲۶ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۲۲ او مشفق الرحیم په ۱۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۷ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا توپ اچوونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بنګالي لوبغاړو ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغې لوبې کې رابادا ۲، وییس ۲، ډومیني ۲، ایبټ ۱، پارنېل ۱ او فنګیسو یوه ویکټه واخیسته.