نظــر

د ايران هدف ډېر ناولى دى

هغه وخت ، چې گورگين كندهارترخپلې ولكې لاندې راوستى و؛ نو په كندهار كې يې نسلي وژنې و كړې. ده به پښتنو ته د غللامانو خطاب كاوه او خپل پوځيان به يې د هغو باداران گڼل.
ارواښاد ننگ يوسفزي پخپله يوه ډرامه(زانگو) كې د گورگين خبرې، چې يو پښتون ته يې كوي؛ داسې راوړي:
( گورگين په اوچت اواز بزدله … صرف د خولې خبرې د قومونو شهامت ژوندى نه شي ساتلى … ته هم شهامت لرې. يو غلام …

هم د خپل اغا په وړاندې د شهامت دغوا كولى شي… دومره گستاخي، دومره سپين سترگي… په بزدلۍ باندې  زما د يو جانباز په شهادت رسول او بيا زما په وړاندې دومره غټې غټې خبرې كول… اى غلامه ورشه خپلو نورو غلامانو وروڼو ته دې ووايه… چې زما هر يو جانباز ته ستاسو د غلامانو د سرونو وهلو، مالونو د تالاكولو او عزت ته د لاس اچولو پوره پوره حق وركړل شوى دى، د يو غلام هر څه يوازې او يوازې د هغه د اغا د خوښې له پاره وي او بس.)
اوس هم ايران د يو شمېر معلوم الحاله كړيو په وجود كې همغه خوبونه ويني او د افغانستان په كورنيو چارو كې په ډېره سپين سترگۍ لاسوهنه كوي.
ايرانيانو حامد كرزى هغه وخت غولولى، چې د تاجكستان، ايران او افغانستان په درې اړخيزه غونډه كې يې افغانستان نه يوازې د فارسي ژبي هېواد په توگه ومانه ، بلكې د افغان مناشيرو په نظر كې له نيولو پرته يې په ډېر وياړ د ايران مشرۍ ته هم غاړه كيښوده.
همدا وجه ده، چې په كابل كې ميشت ايراني سفير او د ايران د بهرنيو چارو وزارت چارواكي په ډاډمنه توگه د خپلو گټو او په افغانستان كې د سياسي نظام په بڼه د ټينگار څرگندونه كوي.
دغه غرضي نظرونه په ډاگه كوي، چې ايران غواړي په سيمه او افغانستان كې له حامد كرزي وروسته هم خپله مشري خوندي كړي.
ايران په افغانستان كې دوه موخې او هدفونه لري: يو دا، چې افغانستان په خپل واك و ځواك كې وساتي او كه دا نه شوه افغانستان پر وفادارو كړيو ووېشي.
هغه وخت، چې طالبانو د مزار شريف واك و ځواك خپل كړ؛ د همدې اوسني سفير ابوالفضل ظهره وند په ټينگارد دريورانو په نامه د ايراني ديپلوماتانو د خلاصون هڅه و شوه، جنرالان يې تر پولې راورسيدل او ماتې خوړلې كړۍ په ايران او تركيه كې تر پوځي روزنې لاندې ونيول شوې.
اوس ايران په دې لټه كې دى، چې په كابل كې د مركزي اسيا د بهرنيو چارو د وزيرانو جوړيدونكې غونډه د خپلو شومو موخو ښكاراو نورې راروانې نړيوالې ناستې هم  اهدافو ته د رسيدو په هيله بې پايلې كړي.
په هره توگه ايران تل دا هڅه كړې او كوي، چې افغانان كمزوري او په سيمه كې خپل له غرضه ډك هدفونه پلي كړي، خو د افغانانو د خپلواكۍ،  پت پالنې او دين غوښتنې هڅې به يې خنډ شي. ان شاءالله     

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x