fbpx

فاریاب: پښتونکوټ کې طالبانو ګڼې سیمې نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالي کې د اربکيانو پر دوو پوستو جګړه کړې ده، چې لس کلي يې تر واک لاندې کړي دي.

د پښتونکوټ میش مست، میرزکه، ایتی سلیق، مرمر لیک، تیګیرمانچي، براني، کوهنه قشلاق، جلدک، غوره او ګڼو نورو کلي کې دم ګړۍ طالبان واکمن دي او اربکیانو له سیمې پښې سپکې کړې دي.

د دې سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی د اربکيانو له وحشته پوزې ته راغلي و، ځکه خو يې د طالبانو ملاتړ وکړ او له خپلو کلیو کې د اربکيانو ټغر ور ټول کړ.

طالبانو هم د دې جګړې پخلی کړی دی او ويلي يې دي چې د قومندان ساعت ملوک په نامه يې د اربکیانو یو قومندان او دوه نور اربکيان وژلي چې نور له سیمې په تېښته بريالي شوي دي.

د دوی په خبره په دې جګړه کې دوی ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او په سیمه کې يې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

یاده دې وي تېره ورځ هم طالبانو د میدان وردګ په جلریز ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو په مرسته د اربکيانو دوولس پوستې ونیولې او تر دېرشو ډېر اربکیان يې ووژل.

تر هغه وړاندې يې په کندوز کې هم د ولس په ملګرتیا له سیمو نه د اربکيانو د واک لاسونه ور لنډکړل.

د پوځي کارپوهانو په وینا د سیمه يیزو پولیسو ناقانونه کړنې د دې سبب شوې دي چې خلک له طالبانو سره لاس یو او د دولت پر ضد ودرېږي، د دوی په خبره که څه هم دولت د اربکیانو له هرې ناروا خبر دی خو د خپل مجبوریت له مخې يې نه د کنټرول او نه هم ساتنې واک لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د