هلمند: اربکيانو ولسي وګړي ډبولي او کورونه يې لوټلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په ناوه ولسوالي کې ځايي اربکيانو لسګونه کورونه لوټلي او ګڼ عام وګړي يې مرګوني ډبولي دي.

د ناوې د شوروشورک اوسېدونکي نن په اعتراضي ډول مرکز لښکرګاه ته راغلي و او د مدني ټولنو له فعالانو يې د غږ په اوچتولو کې مرسته وغوښته.

د دوی په وینا د سیمې د یو زورو وکیل رازمحمد زوی چې سیمه ییز پولیس دی، د سیمې خلک دې ته کړي چې باید کوچ وکړي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې دوی د سپین ږیرو، قومي مخورو او له کليو نه راغلو شکایتونه نه مني، بلکې دوی به يې پخپله څېړنه وکړي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې دوی د سپین ږیرو، قومي مخورو او له کليو نه راغلو شکایتونه نه مني، بلکې دوی به يې پخپله څېړنه وکړي.

زیانمن شوي وګړي وايي چې اربکيانو يې له کورونو، موټر، موټرسایکل او تراکتورې له ځان سره بیولي دي او ان سپین ږيري يې مرګوني ډبولي دي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې دوی د سپین ږیرو، قومي مخورو او له کليو نه راغلو شکایتونه نه مني، بلکې دوی به يې پخپله څېړنه وکړي.

د اربکيانو په اړه تر دې وړاندې هم په هلمند، کندهار، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیکا او ګڼو نورو سیمو کې شکایتونه شوي دي، چې ډېری خلک يې له بداخلاقۍ، نشه يي توکو د ډېرښت او چور چپاول څخه شکایتونه کوي.

تېره پنجشنبه هم د میدان وردګو ولایتي شورا غړو د دې ولایت په جلریز ولسوالي کې د اربکيانو د یو قومندان د شخصي زندان خبر ورکړ، چې ان له عام وګړي نه يې پکې جنسي اله غوڅه کړې وه.

په ورته توګه د پکتیکا په اومنه او د غزني په اندړو کې هم د اربکيانو د بد اخلاقۍ او له کورنیو نه په زور د نجونو د ودولو په اړه شکایتونه شوي دي، چې د پوځي کارپوهانو په وینا ورته کړنې ولس له طالبانو سره تړي او پایله يې اربکيانو ته د کندوز د دشت ارچي او د میدان وردګ د جلریز د پېښو په څېر زیانمنه تمامېږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

هغه متل ده په فارسی کی وای جنگ سنگهاخیری فقیراست نوداربکیانووحشت دطالبانوخیرده زکه اولس له طالبانوسره ملگری کیی

mahmood haqqani
میلمه
mahmood haqqani

خداي دي فه دوي غيبي صاعقي نازلي كري.
او ددي جورونكو ته دي خداي فه حطمه كنده كي وروغورزوي