شمالي وزيرستان کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۱۴ مه، ۱۳۹۴ل) : د پاکستان د پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان ۷ تنه پوځيان په چاودنه او له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د خبرونو په اساس پاکستاني پوځيانو نن ورځ په دته خيل سيمه کې د طالبانو په ضد عمليات پيل کړل چې له چاودني او بريدونو سره مخ شول.
د پاکستاني رسنيو له راپور سره سم د پوځيانو دوه موټر د دته خيل په رغزئي سيمه کې د سرک د غاړي ماين د چاودنې ښکار شول چې له امله يې ۳ تنه پوځيان ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول، ژوبل شوي عسکر بنو ته د تداوي لپاره انتقال شوي.
وروسته عسکرو په سيمه کې عمليات پيل کړل چې د طالبانو له بريدونو سره مخ شول، بريدونو د ورځې تر پايه دوام درلود.
په دې بريدونو کې هم ۴ پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پوځيانو د ورځي تر پايه د دته خيلو په غازيره سيمه کې له طالبانو سره جګړه کړې.
پاکستانۍ ورځپاڼې ( جنګ ) د پوځ له قراره ليکلي چې له پوځيانو سره په مخامخ جګړه کې ۱۲ تنه طالبان هم وژل شوي دي، پوځيان وايي د طالبانو درې مړي ورته په سيمه کې پاتي شوي او نور له سيمي وتلي.
له ډيري مودې راهيسي په وزيرستان کې د پاکستاني پوځ لخوا د طالبانو په ضد د ضرب غضب په نوم عمليات دوام لريد، د عملياتو په لړ کې د رامنځته شويو جګړو، چاودنو او هوايي بمارونو په نتېجه کې تر اوسه پوري دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات اوښتي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د