ټولنیزه برخه

دا ماشوم ولادیمیر پوټین و!

حامد افغان

څو میاشتي د جګړې په جبهه کې له تیرولو وروسته روسي پوځي په څو شپې رخصتي کورته راستون شو، دا د لومړۍ نړیوالي جګړې کیسه ده، کور یې په لینن ګراد ( اوسني سان بترسبرګ) کې و، د ښار هغې کوڅې ته چې ورسیدی چې هلته د ده کور و د لوی سرک په غاړه یې په مړيو بار پوځي لارۍ ولاړه وليدله.

دښمن د دوی ښار او د دې روسي پوځي د کور سیمه بمبار کړې وه او په لسهاوو کسان ژوبل او وژل شوي وو، ژوبل روغتون ته رسول شوي وو او مړي په دې پوځي لارۍ کې پراته وو څو یې ډلییزو قبرونو ته نقل کړي. په رخصتي راغلی روسي پوځي اوتر او وارخطا له لارۍ تاویدی، د یوه ښځینه مړي په پښو چپلکو شکمن شو په منډه کور ته ولاړ او کور یې ړنګ او ویجاړ پروت و.

روسي ولسمشر؛ ولاديمیر پوتين
روسي ولسمشر؛ ولاديمیر پوتين

بیرته لارۍ ته راغی هغه شکمن مړی یې چې وکوت میرمن یې وه. زړه یې ونه غوښتل چې په داسي بد حالت کې یې میرمن په ډلییز قبر کې دفن کړل شي، له لارۍ نه یې د خپلي ميرمني مړی راښکته کړ او کور ته یې ورساوه، په دې نیت چې پخپل لاس یې په عزت سره خپله هدیره کې دفن کړي.

عجیبه خو دا وه چې کورته د انتقال په حالت کې پته ولګیده چې ښځه یې مړه نه ده، بلکي سخته ژوبله او په ډېره سختي سره تنفس کوي، سمدستي یې روغتون ته ورسوله او علاج او درملني وروسته ښځه روغه او بیا یې ژوند پیل کړ، څو کاله وروسته د دې ژوندۍ دفن کیدونکې ښځي حمل په ګیډه شو او ماشوم یې وزیږاوه، پوهيږئ دا ماشوم څوک و؟!! دا ماشوم اوس هم ژوندی دی او (ولادیمیر پوټین) نومیږي!، هوکي! د روسیې موجوده ولسمشر پوټین، د موجوده نړۍ ترټولو اغیز من شخصیت او د نړيوالو ستونزو مؤثر ولسمشر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیم

چي زمونږ په وطن کی به څومره پوتینونه د مور په خیټو کې ژوندي مړه پاتې شوي وي

حنيف

يره جي دا زمونك دوطن زوندي بوتينونه خو جي هيس الله بيدا كري نه واي…

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx