fbpx

د حسن بصري (رحمه الله) په اړه د علماوو نظرونه

ژباړه او ټولونه : حمـــــدالله دانشمنــــــد

(۱) قتاده (رح) يې په اړه ليکي : « له حسن بصري (رح) نه زيات مېړنی هيڅوک نشته » .

(۲) هشام بن حسان (رح) فرمايې :« نوموړی د ده د زمانې يو زړور شخص و » .

(۳)قتاده (رح) فرمايي : «حسن تر ټولو خلکو په حلالو او حرامو ښه خبر و» .

(۴) حميد بن يونس (رح)يې په اړه وايي : «تر حسن مې بل د زيات مروت (مېړانې) شخص و نه ليد » .

(۵) عوف (رح) : وايي «تر حسن مې بل د جنت په اړه پوه و نليد» .

(۶) ابو عمرو بن العلاء فرمايي :« تر حسن مې بل د زيات فصاحت څښتن و نليد ».

(۷) غالب القطان له بکربن عبدالله (رح) نه په نقل وايي : «که څوک غواړي، چې ښه فقيه وګوري، نو حسن ته دي وګوري » .

(8) يعقوب فسوي (رح) فرمايي : ما له ابو سلمه تبوذکي نه واوريدل، ويل يې :« ما له حسن (رح) نه (۸۰۰۰) مسلې يادې کړې دي » .

۹) سليمان التيمي (رح) فرمايې : «حسن (رح) په جهاد بوخت وو، د بصرې مفتي جابر بن زيد وو، کله چې حسن له غزوې نه را ستون شوبيا د فتوی چارې هم د ده په غاړ وي » .

(۱۰) انس بن مالک (رح) فرمايلې : «له حسن نه پوښتنه کوئ، هغه ياد کړل، مونږ هير کړل » .

(۱۱) قتاده (رح) فرمايلي : «حسن د علم له کبله تر ټولوښه عالم وو، کله چې به په يوه مسله کې شکمن شو، نو له سعيد بن المسيب نه به يې مرسته غوښته» .

(ايوب السختياني (رح) فر مايلې : «يو سړی به درې (۳) کاله و حسن (رح) ته ناست وو، خو د هغه هيبت له امله به يې تر ې پوښتنه نشوای کولای » . د حسن بصري (رح) دنصيحت څو بېلګې حوشب (رح) له حسن (رح ) نه روايت کوي، هغه وويل : «اې د ادم زويه! قسم دی که ته قران لولې او بيا ايمان پرې راوړې، نو په دنيا کې به دې پريشاني اوږده شې، او په دنيا کې به دې وېره سخته شې، او په دنيا کې به دې ژړا ډيره شې ».

ثوري له “عمران قصير”نه په نقل فرمايي: «ما له حسن نه پوښتنه د يو شي په اړه وکړه، نو ما ورته کړه :«فقها خو هم داسي داسي وايي .» هغه راته کړه : «ايا تا فقيه په خپلو سترګو ليدلی! فقيه : هغه دی، چې له دنيا سره به يې مينه نه وي، په خپل سپېڅلي دين کې به د ښه بصيرت څښتن وي، او دوامداره بوختيا او مشغله به يې دالله(جل جلاله) عبادت وي » .

حزم بن حزم (رح) : ما له حسن (رح) نه واوريدل ويل يې : «دوه ډير بد ملګري دې : سره او سپين، تاته ګټه نشي رسولای تر څو چې در نه بېلېږي » . صالح المري : حسن (رح) و ويل : «اې د ادم زويه، ته ورځې يې که يو ورځ ځي، نو له تانه ځنې برخې بېلېږي » .
مبارک بن فضاله : ما له حسن (رح) نه واوريدل ويلې : «مرګ دنيا ذليله کړه، دعقلمن لپاره يې پکې خوښي مساعده نکړه » .

هشام بن حسان (رح) : »حسن (رح) چې کله وفات کېدی مونږ له “محمد بن سيرين “(رح) سره د پنجشنبې په ماپشين قرار لاره ، د مازديګر له لمانځه وروستوسړی راغلی، ويلې : «حسن (رح) د اجل و داعي ته لبيک ووايه . » محمدبن سيرين (رح) وويل : «رحمه الله، څېره يې بدله شوه، له خبرو يې ډډه وکړه، تر لمر لوېدو يې هيڅ هم و نه ويل، خلکو هم د ده د پريشاني له کبله ګونګ او چوپ پاتې شول . » محمد بن سيرين (رح) له نوموړي وروستوسل(۱۰۰) شپې ژوند ولاره، هغه هم د تلپاتي ژوند په لور وکوچيد.

عبدالله بن الحسن : «زماپلارپه دې فاني غولي اته اتيا(۸۸) کاله ژوند وکړ .» د “سير اعلام النبلاء” مصنف وايي : «نوموړی (د اته اتياکالو عمر په درلودلو سره) درجب د مياشتې په لومړيو ورځو کې له دې فانې نه رخصت شو،د جنازي لمونځ يې د جمعې له لمانځه نه وروستو د بصرې په ښار کې اداکړل شو.

ماخذ خلاصه له (سير اعلام النبلاء ، ۴ / ۵۸۷) او له (معجم حفاظ القران عبر التاريخ، ۱ / ۱۷۶) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د