fbpx

هلمند کې د شعري یون پرمختګ که شاتګ؟

خپلواک دريځ

څلورمه برخه

د ژوند ښکلاګانو، طبیعي منظرونو او رنګینیو ته په شاعرانه انداز کتل، له هغوی نه ذهني تصویرونه کښل او وروسته هر انځور په مهارت سره د کتابچې په سپینو پاڼو په موزونو او موسیقۍ لرونکو الفاظو په بېلابيلو بڼو انځورول او وړاندې کول د شعري هنر کار دی، دا کار هغه څوک ښه کولای شي چې د چاپیریال د هرې ښکلا پړک درک کولای شي او دی ددې منظرونو د انځورولو او وړاندې کولو سره بې کچې مینه ولري، خوشبختانه باید ووایو چې زموږ ځینو شاعرانو دا هنر ترلاسه کړی او د شعر د هیلو د پوره کولو هڅې یې کړي او کوي یې، چې ډېرې بیلګې یې لرو خو د ژوند په ښکلاوو پسې ارمان کول او د خلکو ورته توجو ر اړول، د غفلت له بسترو د خپلو وګړو پاڅول، د زرینو خوبونو پر نازکو اوږو و خپلو خلکو ته د تګ زده کړه ورکول، د احساساتو غورځنګونه بیانول، دا هرڅه ځانته هنر او کار دی او په دې برخه کې دروند او مشر شاعر ادم صفت الله ښه دنده سرته روسولې، دده په اشعارو کې ددې ښکالوګانو درک کولای شو، (دزړه دردونه په غزل واوښته) دا کتاب د ښاغلي ادم صفت الله دی، په ۱۳۸۹ لمریزکال کې د بُست فرهنګي ټولنې لخوا خپورشوی، د پښتۍ ډیزاین یې مرحوم رازمحمدرازکړی، سریزې ورباندې ښاغلي محمداسماعیل
شریعتیار اوښاغلي ملامحمدحنیفي کړي، لکه مخکې چې مو وویل چې د صفت الله صاحب په شعرونو کې موږ او هر هغه چا چې دا کتاب لوستی پورته ځانګړنې درک کړي، اوس غواړو دغه ځانګړتیاوي ستاسو مخې ته یې کښېږدو.

خو له هرڅه وړاندې له ښاغلي صفت الله صیب څخه بخښنه غواړو چې ددوی پر شاعرۍ غږېږو خو دا لړۍ انشاءالله یوه داسي لړۍ ده چې د شاعر د شعرونو د ښکلاګانو ونیالګیو ته اوبه ورکوي او بې مېوې او بې سمره څانګې یې رېبي، صفت الله صیب چې له کومې زه پېژنم د شاعرۍ د ملکې سره یې اړیکه ده، دا یوه داسي اړیکه ده چې پرې کېدل یې ناممکن دي او صفت الله صیب هم دومره مینه ورکړې چې خپله ځوانه او توره ږیره یې ورسره سپینه کړې او لا یې هم ددې ملکې سره داسي اړیکه غواړو چې نوموړې ملکه هم خپله ځواني ورسره بوډۍ توب ته ورسوي، تر ډېرو خبرو د وخت د کمښت له وجې تېرېږو او راساً د صفت الله صیب د شاعرۍ ومنځپانګې او ځانګړنو ته ورکښته کیږو.

صفت الله صیب وایي:

د ځوانۍ په ښایست هلته څوک پوهیږي
چې یې ځان وي په امسا پوري تړلی

ځواني یوه داسي مرحله ده چې انسان یې په نشه کې ډوب ډوب وي او د خوند او رنګ درک او څرک یې هغه وخت ښه ورته څرګندشي کله چې د بوډاتوب و مرحلې ته داخل شي او هغه وخت بیا د ارمان له کړکیو څخه ددې مرحلې منځرونه ګوري او د افسوس او ارمان اوښکې یې د زړه پر سپینو اننګیو د ګرېوانه پر للمه په اورېدا وي، صفت الله صیب د ځوانۍ له خوند او رنګه باخبره دی ځکه خو پر ځوانانو غږ کوي چې ددې ګلورینې درې او منظرې له ښایستونو څخه پوره خوند واخلي او که چیري دا کار ونکړي بیا به د نورو هغو کسانو په څیر چې دامرحله ورباندې په بیدو تیره شوې پر خپلو مخونو د ارمان لاسونه راکاږي، له هره اړخه ښکلی بیت دی، که یې معنوي اړخ ته وګورو او که یې لفظي جوړښت ته، د ځوانۍ په ښایست هلته څوک پوهیږي چې یې ځان وي په امسا پوري تړلی د لته که موږ وګورو وټوله بیت ته یواځي (ځان په امسا پوري تړل) دا هغه ترکیب دی چې وټوله بیت ته یې ښکلا وربخښلې او په مینه ناک ډول سره خپل مخاطب ته پیغام رسوي او هغه یې هم بغیر له بغاوته په ډېره مینه اوري او مني یې.

دغه ډول لاندې بیت کې وایي:

د خپل بستره د خوبونو پر اوږو درتلمه
لکه شبنم په اوریدو د نیمو شپو درتلمه

د خوبونو پر اوږو باندې تګ ډېر یو نوی جوړښت دی، صفت الله صیب ابتکارکړی او دغه ډول لفظونه سینګارول هرڅوک نشي کولای، د خوبونو پر اوږو تګ یوه شاعرانه او جانانه اصطلاح ده، اوس که صفت الله صیب ویلي واي چې (زه وتاله هره شپه په خوبو کې درځم) دا یوه عادي خبره ده او کوم خوند او رنګ پکې نشته خو داچې نوموړي د خوب اوږې کارولي نو یې ټوله مسرۍ شاعرانه کړه او متوجې کوونکې یې کړه، په دوهمه مسرۍ کې بیا په ډېره ماهرانه ډول سره ځان د شبنم له څاڅکو سره تشبیه کوی او د خپل جانان پر ګلاب مخ اوریږي، که څه هم دا مسرۍ سولېدلې کلیشه یې ده خو دلته لوړي مسرۍ پوره ښکلا وربخښلې، یعني لاندې مسرۍ د لوړي مسرۍ سره تشبیه شوې، د خوب د اوږو تګ او دشبنم د اورېدو تګ یوله بله سره تشبیه شوی، د خوب اوږې د شبنم اوریدل د دواړو ترمنځ وجه شبه تګ دی او اورېدل دی.

لاندې بیت کې بیا بل څه وایي:

یو څوک د مړو په ښار کي د ژوندو فاتحه اخلي
مطرب د خپل ربابه د نغمو فاتحه اخلي

د ژوندیو فاتحه اخیستل ډیره نوې خبره ده که یې څوک اوري هک حیران به په پیل کې پاته شي، چې څه ډول د ژوندو فاتحه اخیستل کیږي او داکار څوک کوي، یو ژوندی پیغام ورپکې پټ دی د اوسني کړکېچونو حالاتو سره نېغ په نېغه اړیکه لري، دې وطن کې بې شمېره جنازې هره ورځ وځي او لړۍ په لړۍ فاتحې اخیستل کیږي، کله کله داسي پیښې هم شوي چې د یوې کورنۍ غړی دومره نادرکه شوی وي چې د مرګ او ژوند احوال یې نه وي حتی د صفت الله صیب خبره فاتحه یې ورته اخیستې وي خو چې څه عمر تیرشي وروسته یې درک ولګیږي چې سړی ژوندی دی او موږ د یو ژوندي کس فاتحه اخستې ده، دغسي ټکو ته د شاعرۍ په غیږ کې په دومره ښکلي ډول باندې ځای ورکول هنر دی او دا له هنره او کماله مالامال بیت دی، صفت الله صیب په خپله دې ټولګه کې په همدې ډول نور هم داسي ښکلي شعرونه ویلي دي چې د ستایلو دي خو که چیري صفت الله صیب په دې ټولګه کې ځینو ټکو ته جدي متوجې شوی وای بیا به یې کتاب له هره اړخه مالامال او ښکلی وای ځکه ځیني داسي څه هم پکې شته چې هغه ددې نه دي چې وړاندې شوي دي وای، د سریزولیکونکو دواړو یا سربېرن نظر پر دې کتاب تېرکړی اومنځ ته یې نه دي ورکښته شوي اویا به یې پر ځینو ټکو سترګې پټې کړي وي، ښاغلي صفت الله صیب ځیني داسي څه په دې کتاب کې راوړي چې که چیري یې بغیرله پښتنو زموږ تاجک، اوزبک، هزاره او د نورو قومونو وګړي ولولي نو به یې په زړو کې د پښتون قوم اود افغانیت کلمې لپاره د عقدې اوکرکې زړې راشنه شي.
صفت الله صیب د خپل دې کتاب په ۸۴ م صفحه کې (ترڅوبه سره وژني) تردې عنوان لاندې لیکي:

څوترڅوبه سره وژني افغانان که ازبکان دي
سره یودي نه بیلیږي هزاره که تاجکان دي
پشیان که بلوڅان دي ایماق یاترکمن دي
په یوې خاوري کي اوسي دوی بچي ددې وطن دي
داجګړه ګوری پرڅه ده یومودین یوموقران دی

تاسي وګورئ لیکوال څوک افغانان یاد کړي د پښتون قوم بیخي پکې شته نه مالومه خبره ده چې د نوموړي نغوته و پښتنوته ده، په اصل کې دا کلمه پرټولوهغو وګړو او قومونواطلاق کیږي چې د افغانستان په سپېڅلې خاوره کې ژوند کوي، هغه که پښتانه دي که اوزبک دي، که هزاره دي، که تاجک دي، که بلوڅ دي، که پشیي دي اوکه نورقومونه، اوس نوکه غیرله پښتنو نورقومونه د لیکوال دا شعرونه لولي د هغه به له دې څخه درک څه وي، په هغه کې به کوم احساسات راوپاریږي مالومه خبره ده چې نفاق اوکرکه به وي، موږ او تاسوشاهدان یو چې د تېرکال په وروستوکې غیرله پښتنو زموږ نورو وروڼو دافغان له کلمې سره حساسیت ښودلی وو، چې ډېرغبرګونونه یې راوپارول، هغوی د صفت الله صیب په اند وه چې دا کلمه خو یوازي دپښتنو لپاره اطلاق کیږي، ځکه نوموږ نه غواړو چې دا کلمه دي دټول ملت لپاره وکارول شي، هغوی نه وه ملامت ځکه ددوی ترغوږونو همداسي ګنګوسې رسېدلې وي چې افغان یعني پښتون، دغه ډول شعر که وړاندې کوو نو کیدای شي ځیني زیانونه ټولنې ته وړاندې کړو. که چیري دغسي شعرونه وړاندې کوو او کتنه نه ورباندې کوو یوه ستره جفا ده، د ټولنې له منځه وړل دي، د یوه هیواد ټوټه کېدل دي، په لاندې بیت کې بیا صفت الله صاحب د کوکنار ګل ستایي داسي څه یې ویلي چې کیدای شي دده موخه ورنه بله وي خو په عام ډول باندې ورڅخه منفي فکر اخیستل کیږي او صفت الله صیب باید ودې برخې ته پوره پاملرنه کړې وای.
دوی لیکي:

ځواني مي ولاړه لکه اوښکه چي دسترګوتوۍ سي
چي مي دلاسه څخه سورګل دکوکناروختۍ

باغوان دي راښودلي په حجاب کي دانارغوټۍ
ګل دۍ غوړیدلی سرې اوسپیني دکوکنارغوټۍ

کوکنارهغه ګل اوهغه نوم دی چې زموږ ټولنه یې عملآ د بدبختۍ پرټغر کښېنولې، هغه زهرجن بوټی دی چې دې وطن کې د ناخوالوتخم ګڼل کیږي، خوصفت الله صیب د کوکناروپه ګل کې دلته خپله ځواني ویني، له کومې ورځي چې یې له لاسه د کوکنارګل وتی دده ځواني هم ورسره تللې او د کوکنارو په شتون کې خپل ژوند ویني، پوهیږو چې د نوموړي مطلب خپل جانان دی خو دلته دا بیت بل فکر لېږدوي، شاعر هغه څوک دی چې وخپل ملت ته خوښۍ ډالۍ کوي، ژوند ورته خوږ ورپېژنې، خواږه ورکوي، ترخه ورپېژنې او ورڅخه منعه کوي یې، دا یې د پیغام اړخ شو که سړی ددې بیتونو هنریت ته راشي نو دې پریکړې ته رسیږي چې ښه فنکاري نه ده ورسره شوې دا خبره صفت الله صیب ښه هنري او ښکلې کولای شوه، که یې لږه خواري نوره هم ورسره کښلې وای، نه به یې پیغام منفي کیدای او هم به یې د خلکو په زړونو منلې وای او یو شاعرانه اثر به یې پیداکړی وای خو په دغه ډول یې نه پیغام سم لېږل کیږي او نه هنري ښکلا پکې ښکاري، کله چې یو شاعر د شعر د ملکې سره دومره ډیر وخت تېروي نو باید همدومره د شعر لوړو پوړیو ته هم ورسره لاړ شي…نوربیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د