نظــر

دطالبانو یو دستایلو وړ ګام، او مریضې رسنۍ!

که څه هم چې طالبانو وخت پر وخت په هېواد کې دښوونځیو سوځول او دزده کوونکو مسمول داشغالګرو اوجاني استخباراتي شبکو کار بللی، او په دا رنګه پېښو کې یې له هر رنګه لاس لرلو نه خپل برائت اعلان کړی، مګر دلومړي ځل لپاره یې دیوې مستقلې اعلاميې په خپرولو سره ولس او ټولو نړیوالو ته څرګنده کړه چې دغه رنګه کرغېړنه او ولس دښمنه کړنې دنیواکګرو دنیواک او اشغال زیږنده دي، دوی په دا رنګه پېښو کې نه لاس لري او نه یې ملاتړ کوي، په رښتیا هم چې دا یو دستایلو وړ ګام دی، باید ټول یې له یوې مخې ستاینه وکړي.

   په عام ډول دغه اعلاميې هم په سیمه ایزو رسنیو او هم په نړیوالو رسنیو کې یو رنګه مثبت خوځښت او ښه انګیزه را پیدا کړه، او ډېرو ددغه نیک ګام ستاینه وکړه، مګر ځینو مرضي او غرضي څېرو ددې پر ځای چې دغه دستایلو وړ ګام وستايي بر عکس په وچ زور ناکامې او نامرادې هڅې کوي چې دغه رنګه کړنې پر طالبانو ور وتپي، دوی نه یوازې دا چې دغه کار یې ونه ستایلو، بلکې لا یې پسې داسې څرګندونو ته ملا وتړله چې په حقیقت ددوی داخلي مرضي او ناوړتیا را برسیره کوي، دوی داسې څرګندونې کوي ته به وايي چې داشغالګرو دلومړۍ کرښې لومړني مسولین دوی دي، دوی په حقیقت کې خپل ځان او توان ټول داشغالګرو په خدمت کې په داسې ډول وقف کړی چې په رسمي ډول ځان داشغالګرو استازي معرفي کوي.

     ځینې کسان داسې وي چې دخپل داخلي او رواني مرض له وجې یې په هېچا ښه نه لوريږي، هېڅکله نه خوښوي چې یو څوک دبل چا ښه یاد کړي، دوی په خپل ګومان داسې انګیري چې ددوی خیر او ښیګڼه په تهمت لګولو او تور پورې کولو کې ده، بلکې عملا خپله یوه مړۍ روزې له همدې لارې لاسته رواړي، دوی داسې ګومان کوي چې خلک باید تل بد وکوي، او که یې څوک نه کوي نو دوی یې په زور پرې ور تپي، ډېر ځله داسې پېښېږي چې دوی یو کار ښه وبولي مګر کله چې خبر شي چې دا چا کړئ بس سمدستي خپل نظر دخپل داخلي مرض له وجې بدل کړي، ددې پر ځای چې دغه کار وستايي دبدنامولو لپاره یې ګڼې بانې مانې را پیدا کوي.

  دوی په حقیقت کې دولس دښمنان دي، نه غواړي ولس له امن، ورورولۍ او یو له بل سره له خواخوږۍ نه برخمن شي، تل هڅه کوي چې دولس تر منځ دنفرت او کرکې اور بل کړي، یو او بل ته یې دښمنان ور ورپېژني کوم څه چې داشغالګرو لومړی او وروستنی هدف دی.

    یوه کلیوالي کیسه ده چې په عین وخت کې متل هم دی، وايي دیوې ښځې خاوند بزرګ و، خو ددې نه ورسره لګېده، وخت پر وخت به یې ورته ویل چې ته څه بزرګ یې؟ هسې دبزرګۍ خبرې کوې نور څه نشې کولۍ! تر اوسه دې کومه توره کړې ده؟ تقدیرا یوه ورځ يې یوکس ولید چې ددې دکور دپاسه په هوا ځي! نوموړې ډېره ورته په تعجب کې شوه! بیګاه یې خاوند ته ویل چې ته هم ځان ته بزرګ وايې، بزرګ داسې وي لکه پلانی جوګي نن پاس په هوا کې ګرځېدو، او ته تمامه ورځ په خونه کې ننوتلی وې، یوه ورځ مې هم له تانه داسې څه ونه لیدل چې یاد یې کړم!! خاوند یې ورته ویل چې هغه خو زه وم! ښځه هکه پکه شوه! سمدستې يې ورته ویل چې ښه، ښه دا ته وې؟! ما ویل چې دا څنګه کوږ ووږ کېږي!ْ! دا ته وې؟!!

اوس هم ځینې ځینې چې یو ښه کار وویني یا ترېنه خبر شي نو ستاینه يې کوي، خو کله چې خبر شي چې دا کار طالبانو کړی بس سمدستي اور پرې بل شي او بیا پروپاګندې شروع کړي.

  اوس وايي که په رښتیا سره طالبان دا کار نه کوي نو باید مجرمین او جنایتکاران ونیسي او محاکمه یې کړي، له یوې خوا همدغه رسنۍ شپه او ورځ لګیا دي ښکرور درواغ وايي چې په سیمه کې طالبان نشته، سیمه ټوله دحکومت او ددوی دخارجي میلمنو! په لاس کې ده، او له بلې خوا بیا وايي چې دا کار دطالبانو په سیمه کې کېږي، نو طالبان یې باید مخه ونیسي، دوی له یوې خوا طالب ته ددښمن په سترګه ګوري او له بلې خوا بیا ددوست هیله ترینه کوي؟

زه په دې ټینګ باور لرم چې که طالبان دغه مجرمین ونیسي او محاکمه یې هم کړي، دوی به بیا دخپلې داخلي مرض له مخې وايي چې نه، دا دومره وخت یې ولې نه نیول؟ دا خو ددوی لاس دی ورسره، باید دا ټول ونیسي؟

ښه نو اوس طالبان له امریکایانو او ناټویانو سره وجنګېږي؟ دهغوی دټانکونو مخه ونیسي؟ دجازونو مخه یې ونیسي؟  دشپې له خوا یې له چاپو نه ځان وژغوري؟ دګوډاګیانو مخه یې ونیسي، دجاسوسانو مخه یې ونیسي او که یې دجنایتکارانو مخه ونیسي؟ آخر خو تاسو هم ځانونه ددغه ملت او ولس بولۍ، او الله خبر دی چې یاست او که نه، نو تاسو یې هم ملاتړ وکوئ، داشغلګرو په وړاندې مرسته ورسره وکوئ، که مو دېته ملا ماته وي، او یا مو له بادارنو نه یرېږۍ نو کم تر کمه بې ځایه او درواغزن تبلیغات خو مه پسې کوئ، ستاستو له ښو نه یې توبه، دا بې ځایه درواغ او تهمتونه خو مه پرې لګوئ، او په دې باید ښه سم پوه شئ چې نه ولس ړوند دی او نه نړۍ ړنده ده، حقیقت آخر روښانه کېږي، دولس دښمنان پټ نه شي پاتې کېدی آخر به رسوا کېږي، که نن نه وي سبا، که سبا نه وي بل سبا، آخر به حق غالبېږي، او باطل به نا چاره مختورن کډه باروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x