افغانستانخبرونه

د بلخ سرپرست والي دفاع وزارت لپاره یوولس نوماندان وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د ملي دفاع وزارت پر نوماندۍ د ګډ حکومت د دوو مشرانو ترمنځ ناندرۍ اوږدې شوې، اوس د بلخ سرپرست والي، عطامحمدنور ولسمشر او اجراییه رييس ته د دفاع وزارت لپاره د یوولس تنو لېست وړاندې کړی.

وړمه ورځ ولسي جرګې د ولسمشر غني له خوا دفاع وزارت ته نوماند وزیر، معصوم ستانکزي ته د باور رایه ورنه کړه. عطامحمدنور د ستانکزي له سرسختو مخالفینو څخه و. ویل کېدل چې د نور مخالفت د ستانکزي د ماتې لامل شو.

د بلخ سرپرست والي د یوولس تنو دغه لېست پر خپل فېسبوک پاڼې خپور کړی:

۱: ستر جنرال بسم الله محمدي؛

۲: ارکانحرب عبدالرووف بیګي؛

۳: ارکانحرب عتیق الله بریالی؛

۴: جنرال مراد علي مراد؛

۵: جنرال محمد داوود عزیزي؛

۶: جنرال همایون فوزي؛

۷: جنرال هلال الدین هلال؛

۸: جنرال حفیظ الله؛

۹: جنرال رحمت الله رووفي؛

۱۰: جنرال عبدالله حبیبي؛

۱۱: ارکانحرب جنرال دوران خان.

د ګډحکومت په تشکیل کې په ملي دفاع وزارت کې د لوی درستیزوالۍ څوکۍ اجراییه رييس ته او د وزارت مقام ولسمشر اشرف غني ته رسېدلې. معصوم ستانکزی دفاع وزارت ته درېیم تن دی چې غني يې نوموي او نه شي کولای د دنده خپله کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

عطا یو ایرانی اجنت او اوباش او غل ده عطا هیڅ دا حق نلری چی دی افغانستان په اموراتو کی خبری وکړی او بل دا چی حکومت ګرم دی چی دیی لچک انسان ته یی دومره وخت ور کړی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x