نړۍ

په دوهمه نړيواله جګړه کې د امريکايانو بې سارې انسانوژنه دجاپان يونليک

ليکنه: د اسلامي نړۍ منلى عالم مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه:  عبدالحق حماد

د زيارت ورځ وه، زموږ کوربه ښاغلي اصف صاحب له وړاندې نه د الوتکي له لارې “هيروشيما” ته زموږ د سفر تابيا نيولې وه، سهار اووه بجې د “هنيدا” له هوايي ډګر نه الوتکي پرواز وکړ او نږدې له پاوباندې يو ساعت سفر کولو وروسته د “هيروشيما” په هوايي ډګر کې ښکته شوه، دا يوه ښېرازه غرنيزه سيمه وه، هوايي ډګر له ښاره ښايسته لرې و ځکه نو د يو بس له لارې له نيم ساعت مزل کولو وروسته د ښار منځ ته ورسېدو .

اوس دا ښار ډېر پرمختللى، او په هر ډول ښکلاوو پوښلي دى؛ خو دا هماغه ښار دى چې يو وخت د دنيا په تاريخ کې د لومړي ځل له پاره د امريکا متحده ايالاتو له خوا پرې اتومي بم را لوېدلى و، اوس له هغې پېښې دري شپېته کاله تېرشوي دي او ژوند عادي معمول ته را ګرځېدلى دى؛ خو د هغې دردناکې پېښې دوې نښې اوس هم پرېښودل شوي دي، موږ د هغو دوو يادګارونو ليدلو ته په يوه ټاکسي موټر کې سپاره شوو، پر لاره ټيکسيوان راته وويل چې کوم خلک له هغې ورځې نه چې پر دې ښار اتوم بم را ولوېد، ژوندي پاتې شوي وو دهغو په اولادونو کې اوس هم څه ناڅه خلقي نيمګړتيا وي، دا خبره موږ له لرې نه اورېدلې وه؛ خو دغه جاپاني موټر چلونکي چې يو پوه سړى و، هم دا خبره رښتونې وګڼله، څو شيبې وروسته ټيکسيوان موږ د سيند پر غاړه يوې نړېدلي ودانۍ ته ودرولو، دا د هغه وخت د ښار يوه مهمه وداني وه د صنعت د پرمختګ د مرکز په توګه به يادېده، اتوم بم له دې ودانۍ نه اويا ګزه لرې د سيند د پول دپاسه چاودلى و او دوه نيم کيلو متره هرې خواته يې ټولې ودانۍ له خاورو سره خاورې کړي وې؛ خو عجيبه دا وه چې دغه ودانۍ د چاودنې ځاى ته ډېره نږدې په بشپړه توګه له منځه نه وه تللې او د کنډوالو يو څه برخه يې روغه پاتې شوې وه، ددې ودانۍ پر سر يو ګنبد و چې ديوالونه او بام يې له منځه تللى و خو له سيمانو جوړ جال يې روغ پاتې و او تر اوسه په هماغه حال پاتې دى، د ودانۍ دېوالونه له منځه تللي خو په ټوليز ډول نړېدلي نه دي، د هغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې دا ودانۍ به په خپل حال پرېږدي او اوس هم د اتوم بم د برباديو د نښې په ډول ولاړه ده، د ودانۍ په يوه برخه کې يوه لويه ګړۍ په خپل حال پاتې ده او ستنې يې په پاوباندې اتو بجو ولاړې دي ځکه چې بم ټيک د سهار په پاوباندې اتو بجو را لوېدلى و، ددې ودانۍ ګېرچاپېره يو ښکلى پارک جوړ شوى او د ورننوتو په لاره کې يې دوه ډبرې لګول شوي چې پرې ليکلي دي: د اګست په شپاړسمه نېټه ١٩٤٥ دې ودانۍ ته مخامخ  سيند د پول پر سر له ځمکې نه درې سوه متره لوړ نړۍ کې په لومړي ځل اتوم بم وکارول شو چې په پايله کې يې دوه لکه انسانان له منځه ولاړل، دا ودانۍ هغه يوازينۍ وداني ده چې کنډوالې يې هغه وخت خوندي پاتې شوي وې، او دا د دې له پاره خوندي کړل شوې ده چې راتلونکي نسلونه د اتوم بم د برباديو يوه نمونه وګوري او بيا د اتوم بم د کارولو مخه ونيسي.

ددې ودانۍ او ورسره خواکې پارک ته مخامخ هغه سيند بهيږي د کوم له پاسه چې اتوم بم چاودلى و، ددې تر شا يو ميوزيم جوړ دى چې د اتوم بم د برباديو يو شمېر نښې پکې خوندي کړل شوي دي او ددې ميوزيم نوم د جنګ د يادګار ميوزيم پر ځاى : د هېرو شيما د سولې او امن ميوزيم، ايښوول شوى دى، او له دې نوم څخه د جاپانيانو موخه دا وه چې خلک د اتوم بم بربادۍ وګوري؛ نو له امن او سولي سره به يې مينه پيدا شي.
په دې ميوزيم کې د هيروشيما ښار يو پخوانى انځور چې د اتوم بم له کارولو وړاندې اخېستل شوى و د دې ښار پرمختګ انځوروي، يو د ګڼه ګوڼي ښار چې هرې خواته ودانۍ ښکاري.
ورسره په څنګ کې يو بل انځور چې د اتوم بم له کارولو وروسته اخېستل شوى دى، راځوړند دى، په دوهم انځور کې له دغې کنډوالې پرته په ښار کې بله هيڅ وداني نه ليدل کيږي او ټوله سيمه يو داسې ميدان ښکاري چې د ودانيو ايرې هم له ځمکې سره يو ځاى شوي دي، لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه هغه وخت په دې سيمه کې دوه نيم کيلو متره هرې خواته څوک ژوندي نه و پاتې چې د دې ښار انځور ګري وکړي او يا د سترګو ليدلى حال بيان کړي؛ خو هغه خلک چې څو کيلو متره لرې يو څه په هوش کې و هغوى پر دې ښار د لوګيو او لوخړو انځورونه اخېستي و او هغه هم په ميوزيم کې نندارې ته ايښوول شوي دي.

هغه الوتکه چې پر دې ښار يې اتوم بم را غورځولى و (b-29) ډوله الوتکه وه، د هغې انځورونه هم ايښوول شوي دي، دغه راز د هغو خلکو انځورونه هم نندارې ته ايښوول شوي دي چې په لرې سيمو کې اوسېدل او اتوم بم هلته هم نه و پرېښي ، ښکاري چې څنګه يې د بدن غوښي توى شوي دي.
غرض دا چې دا ميوزيم د هغه وخت د تباهيو عبرتناکه انځورګري کوي.
له اتوم بم را لوېدو څخه چې کومه تباهي منځته راغلې وه د هغې تفصيل په يو کتاب کې قلم بند کړل سوى و او په ١٩٧١ ميلادي کال د هيرو شيما سټي هال له خوا په پنځه ټوکه او څلور زره مخه کې چاپ شوى و، د کتاب نوم په جاپاني ژبه کې: Shi Hiroshima genbaku sensai. يعنې: د هيرو شيما د اتومي جنګ د بربادۍ ثبت (رکارډ).
په دغه ميوزيم کې د دې کتاب غوړچان په يوه کتابچه کې را غونډ کړل شوى دى، هغه کابچه موږ هم واخېستله.
نور بيا……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x