fbpx

د روژې فتوحات (د سند او هند فتح)

نبراس الحق عزیز

په پخواني تاریخ کې د هند شبه جزیره د « سند او هند » په دوه هیوادونو ویشل شوې. دغه دواړه هیوادونه اوس د (بنګله دیش، بوتان، هند، نیپال، سري لانکا او پاکستان) په نامه یادیږي.

که څه هم د سند او هند په هیوادونو کې د عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) له وخته وړې-وړې فتحې او غزاګانې رامینځته شوي، خو تاریخ څیړونکي هغه فتحې «له سیمې سره د بلدتیا او معلوماتو راغونډولو» مرحله بولي. د ولید بن عبدالملک د خلافت په موده کې چې د فتحو او غزاګانو د ډیروالي له لحاظه د عمري خلافت سره مشابه بلل کیږي، هند او سند په بشپړه توګه فتح شوه. نوموړي هیوادونه د ۹۲هـ کال د روژې په میاشت کې د اسلامي تاریخ د مشهور قاید «محمد بن قاسم» په لاس فتح شوي.

حجاج بن يوسف ته د «سري لانکا» پاچا سوغاتونه:

د سري لانکا هیواد په پخواني تاریخ کې د یاقوت جزیرې په نامه یادېږي. د دغې جزیرې پاچا په قیمتي سوغاتونو بار یوه کښتۍ د عراق امیر (حجاج بن یوسف) ته ولیږله. په کښتۍ کې د ښځو په شمول هغه خلک هم سپاره وو چې غوښتل یې د حج فریضې ادا کولو لپاره مکې مکرمې ته لاړ شي.

کښتۍ د سري لانکا څخه د عربي خلیج په لور روانه شوه، په لار کې توپان راغی او کښتۍ مجبوره شوه چې د دیبل ساحل (چې اوس د کراچۍ په نامه یادیږي) ته پناه یوسي. د کراچۍ خلکو په غلاوو شهرت درلود، وخت ناوخت به سمندر ته راوتل او له دې لارې تیریدونکي کښتۍ به یې لوټلي. د سري لانکا پاچا د سوغاتونو بار کښتۍ د دوی لپاره تیاره مړۍ وه.

حجاج ته د ښځې ناره:

د کراچۍ غلو د کښتۍ ځیني سپاره ووژل، ځینې ترې وتښتیدل، سوغاتونه یې غلا او ښځې يې برمته کړې. د برمته ښځو له ډلې څخه یوې ښځې ناره کړه: «ای حجاجه! ومو ژغوره!». یو کس چې له غلو څخه په تېښته بریالی شوی وه، د نوموړې ښځې استغاثه یې حجاج بن یوسف ته ورسوله. حجاج یې غوښتنې ته لبیک ووایه، د مسلمانانو خلیفه (ولید بن عبدالملک) ته یې لیک ولیږه او د سند د جګړې اجازه یې ترې وغوښته. ولید بن عبدالملک یې غوښتنه یې ومنله او حجاج د لښکر په تیارولو لاس پورې کړ.

محمد بن القاسم د سند او هند فاتح:

حجاج لښکر تیار او د دیبل (اوسنۍ کراچۍ) د فتح لپاره ولیږه. د لښکر دوه قومندانان په پرلپسې توګه په جګړه کې ووژل شول، په دریم ځل حجاج خپل وراره (محمد بن قاسم) د لښکر د قومندان په توګه ورولیږه، دا مهال محمد بن قاسم اولس (۱۷) کلن وه.

مخکې له دې چې نوی قومندان د خپلې دندې د سنبالولو لپاره وخوځیږي، له حجاج څخه یې څو غوښتنې وکړې، لومړی دا چې لښکر باید په پوځي او مالي لحاظ مجهز وي، دوهم دا چې په یو وخت کې باید ځمکنی او بحري جنګ دواړه پیل شي او دریم دا چې یوازې د کراچۍ په فتحې به اکتفاء نه کیږي بلکې دا لړۍ به پسې غځیږي. حجاج یې ټولې غوښتنې ومنلې، شپږزره کسیزه ملاتړې قوه ورسره ولیږله او ویل کیږي چې د ګنډلو تر ستن پورې هر اړین توکی یې په اختیار کې ورکړ.

اسلامي لښکر کراچۍ ته ورسېد:

محمد بن القاسم د کراچۍ ساحل ته ورسېد، د خندقونو په کيندلو یې امر وکړ، منجنیقونه یې ځای پرځای کړل، په دوی کې یو لوی منجنیق وه چې د عروس (ناوې) په نامه یادیده او ۵۰۰ جنګیالیو یې د سنبالښت چارې په غاړې درلودې.

د کراچۍ ښار د دنګو دیوالونو او دفاعي برجونو په مینځ کې ایسار وه، د ښار په مینځ کې د بوتانو یوه ستره عبادتګاه چې په سر یې لوی سور بیرغ رپېده له لیرې څخه لیدل کیده. محمد بن القاسم د عروس قومندان ته وویل: که دا عبادتګاه دې وویشته او بیرغ دې راوپرځاوه، لس زره درهمه جایزه درکوم. د عروس په لومړي ګزار سره د بیرغ ستن له بیخه ونړیده، په دوهم ګزار یې د عبادتګاه ګنبذ وویشتل شوه او په دریم یې ټوله عبادتګاه له ځمکې سره هواره شوه.

سند فتح شو:

د پاکستان په کراچۍ کې د هغه مسجد اثار چې «محمد بن القاسم» تر فتحې وروسته جوړ کړی

د پاکستان په کراچۍ کې د هغه مسجد اثار چې «محمد بن القاسم» تر فتحې وروسته جوړ کړی

د بیرغ او معبد په نړیدو د سندیانو روحیات هم ونړیدل، په زړونو کې یې وېره خپره شوه، اسلامي لښکر له هرې خوا څخه تعرضي بریدونه پیل کړل، مسلمانانو د ښار تر دیوالونو ځانونه ورسول، د زینو په مرسته په دیوالونو وروختل، ښار فتح او سیمه د مسلمانانو لاس ته ولویده. محمد بن القاسم د ښار نیولو نه سمدستي وروسته د هغو مسلمانو برمته شوو ښځو او سړیو د ځای ځایګي پوښتنه وکړه چې غلو تښتولي وو، هغوی یې پیدا او ازاد کړل.

د کراچۍ تر فتحې وروسته محمد بن القاسم د فتوحاتو لړۍ ته ادامه ورکړه، د مفتوحه ګڼو اوسیدونکو اسلام قبول کړ او څلورزره جنګیالي يې د مسلمانانو په صف کې جګړې ته تیار شوه، د دوی په مرسته محمد بن القاسم ګڼ ښارونه پرته له مقاومته او یا تر کمزوري مقاومت وروسته فتح کړل، نوموړي په مفتوحه سیمو کې تر هرڅه وړاندې د مساجدو په جوړولو لاس پورې کاوه.

د هند فتح:

د هند بت پرست پاچا (داهر) ته خبر ورسېد چې د اسلامي فتوحاتو لمن تر سند رارسېدلې. د جګړې لپاره یې په فیلانو مجهز لښکر تیار او محمد بن القاسم ته ګواښونکی لیک واستاوه خو نوموړي یې ګواښ ته هیڅ ارزښت ورنکړ. د روژې په لسمه ورځ د دواړو لوریو ترمینځ جګړه پیل شوه، هندي جنګیالیو د اسلامي لښکر په وړاندې د مقابلې تاب رانه ووړ، داهر په فیل سپور او پخپله د جګړې میدان ته راوتلی وه، ګرچاپیره یې خپل جنګیالي لیدل چې د مسلمانانو د تورو په خرپا یې سرونه الوزي، اجل نیولی داهر له فیله راکوز او په مخامخ جګړه کې ښکیل شو، تر لږ مقاومت وروسته د مسلمانانو لخوا ووژل شو.

د داهر له وژلو وروسته محمد بن القاسم د فتوحاتو لړۍ ونه دروله، اسلامي لښکر مخ پر وړاندې روان وه، ښارونه پرلپسې فتح کیدل، دغه فتحو کلونه وخت په بر کې ونیو، ان تر دې چې د اسلامي پوځ فاتح مجاهدین د چین په سرحداتو ودریدل.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د