نړۍ

په دوهمه نړيواله جګړه کې د امريکايانو بې سارې انسانوژنه دجاپان يونليک(۲)

د اتوم بم دغه دردناکه پېښه د دوهم نړيوال جنګ په لړ کې رامنځته شوې وه، خو د امريکا متحده ايالاتو ولې پر هيروشيمااتوم بم وکاراوه؟

ددې پوښتنې ځواب په هغه وړه کتابچه کې ورکړل شوى دى چې د هېرو شيما په امن ميوزيم کې د هر راتلونکي له پاره ايښودل شوي دي.

په هغه کتابچه کې ليکل شوي دي چې: په ١٩٤٥ کال د جاپان ځواک ډېر کمزورى شوى و او امريکا غوښتل چې هغه اوږد جنګ په يو  ډول پاى ته ورسوي، دې موخې ته د رسېدو له پاره امريکايانو څو لارې په لاس کې لرلې:

يوه لاره دا وه چې د روسانو په مرسته جاپان ته خپل پوځونه ننباسي او يو پرېکنده بريد وکړي او جاپان په دې باوري کړي چې که وسله پرځمکه کېږدي ښايي شاهي نظام يې په خپل ځاى پاتې شي. او دوهمه لاره يې دا وه چې پر جاپان اتومي بم وکاروي او تسليمېدلو ته يې اړباسي.

امريکايانو په دې دوو لارو کې د اتوم بم کارول ځکه غوره کړل چې په هابله لاره کې دا وېره وه چې بيا به په جاپان کې د روسانو نفوذ ډېره وده وکړي هغه چې بيا به يې امريکايانو ته مخه نيول ګران وي؛ ځکه يې هغه لاره غوره کړه چې په سياسي لحاظ ورته ګتوره وه.

د کتابچې په وينا: امريکايانو دهيروشيما ښار ولسي سيمه ځکه په نښه کړه چې په دغه سيمه کې د امريکا د متحدينو يو بندي هم نه و چې له بريد نه اغېزمن شي.

په هرصورت! پېښه داسې وه چې د ١٥ اګست ١٩٤٥ په شپه پر هيرو شيما ښار د پخوا په شان خال خال بمباري روانه وه چې له امله يې خلکو ټوله شپه ويښه تېره کړه، سهار د پاک اسمان اعلان وشو او خلک خپلو کارونو ته روان شول؛ خو پاوباندې اته بجې په راديو کې اعلان وشو چې د دښمن درې الوتکي “سائجو” ته را رسېدلي دي، دا اعلان لا پاى ته نه و رسېدلى چې خلک د چاودنو، زلزلو، تېزو رڼاګانو مرګوني ګرمۍ، غرض دا چې د اتوم بم د هر ډول تباهۍ ښکار شول.

دا بم د امريکا يوې (بي ٢٩) ډوله الوتکي را غورځولى و چې نوم يې: Enola gay  و، د هغه بم اوږدوالى يو سل او شل انچه، ژوروالى يې ٢٨ انچه او دروندوالى يې نهه زره پونډه و، هغه له لوېدلو يوازې ٤٣ سانيې وروسته وچاودېد چې په پايله کې يې پنځه سوه لکه درجې ګرمې را منځته شوه، له لوېدو سره سم د يوې سانيې په لس زرمه برخه کې د يو سل اتيا فوټه ژوروالي په اندازه د اور يوه شغله پيدا شوه چې د هغې شغلې دننه تودوښه درې لکه سانتي ګرات ته رسېدله، له همدې سره پر ټول ښار د دوه اعشاريه اته في سانيه رفتار په اندازه سخته زلزله را منځته شوه چې د شل زره ټنه برابر تباهۍ ځواک يې درلود.

د دې چاودنې په پايله کې دوه نيم کيلو متره ګېرچاپېره سيمه ټوله ايره شوه، هرې خواته د اورونو پړکې پورته شوې، د کړکيو ښيښې دوه ميله لرې ولوېدې، د زلزلې جټکې تر اووه دېرش (٣٧) ميله پورې ورسېدې ، تر اته ميله پورې سترګې برېښونکي رڼاګانې وليدل شوې، ټول ښار د چترۍ په شان لوخړو لاندې کړ، له ځمکې څخه د اسمان په لور خال خال لمبې پورته کېدلې، خلکو د پنا اخېستلو له پاره د ښار په منځ کې تېر شوي سيند ته ورمنډي کړې او غوپې يې پکې ووهلې؛ خو په سيند کې ګرداوو نه پيدا شوي و؛ ځکه ټول هلته ډوب شول او ووژل شول، لږ وروسته سيند داسې له مړو ډک شو چې  هرې خواته يې د اوبو برخه په ګرانه ليدل کېدله. پر څړکونو د مړو ډېري پراته و، د ځينو مېندوارو مېرمنو مړي په داسې حال کې پراته و چې خېټه به يې چاودلې وه او بچى به يې څنګ ته مړ پروت و.

له بم را لوېدو پنځلس دقيقې وروسته يو عجيبه غوندي تور باران پيل شو چې توره توره ږلۍ به ورسره راتويېدله، هغه باران پاو باندې څلور ساعته دوام وکړ او څو څو ميله هرې خواته په شړک وورېد، دهغه باران څاڅکي چې د چا پر سر لوېدلي و د سر وېښته يې له منځه تللي و او د چا خېټو ته چې هغه اوبه رسېدلي وې هغوى تر شپږو مياشتو پورې د خيټې په ناروغۍ اخته ول، دغرمې له يوولسو بجو نه د ماسپښين تر دوو بجو پورې د ښار په ټولو برخو کې د هوا بوړبوړکۍ تاوېدلې چې له امله يې د ودانيو چتونه هواته پورته کېدل، يو انچ ډبل لوښي هم د همدې بوړبوړکيو په منخ کې تاوېدل، دغه راز د ځينو انسانانو جسدونه هم اسمان ته پورته کېدل او د سيند له يو لرې پول سره به لګېدل، همدې بوړبوړکيو د سيند اوبه نږدې درې متره اسمان ته پورته کولې.

له دغه ځاى نه خواوشا دوه نيم کيلو متره لرې چې کوم خلک ژوندي پاتي وو هغوى هم يا ددې برباديو په پايله کې زخمي شوي وو او يايې د ډېرې ګرمۍ له امله د بدن غوښي توى شوي وې، سختي تبي پرې راتللې، د نس ناستي او خواګيرځي په ناروغيو اخته شوي وو چې زياتره يې له همدې ناروغيو څخه مړه شول.

دا چې ډېرى روغتونونه تباه شوي وو او ډاکتران يې له منځه تللي و؛ نو د ټپيانو د درملنې لپاره هيڅوک نه و او د مرستې کوم استراري مرکزونه چې جوړ شوي وو هغه له يوه سره ناکافي وو.

نور بيا……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x