fbpx

مصر د اخوان المسلمين ۶۳ نور غړي بنديان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۴ل): د مصر کودتاچي رژيم امنيتي ځواکونو د اخوان المسلمين ۶۳ نور غړي زندانيان کړل.

د اخوان المسلمين دا غړي وروسته له هغې ونيول شول، چې وړمه ورځ مصري عسکرو پلازمېنه قاهره کې د اخوان المسلمين نهه مشران ووژل.

د مصر کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي، چې د اخوان المسلمين دغه غړي د مصر له بېلابېلو سيمو د تاوتريخوالي په تور نيول شوي دي.

د کودتاچي رژيم چارواکي وايي، چې دغه کسان يې د لوی څارنوال د وژنې په تور نيولي او دوی په دې اړه د خپلو څېړنو له مخې د نورو کسانو د نيولو په لټه کې هم ي.

د يادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۱۳م کال د جولايي په ۳مه نېټه د مصري پوځ پخواني سرلښکر فيلډ مارشال جنرال عبدالفتاح السيسي د يو شمېر سيمه ييزو هېوادونو په مرسته پر ټاکل شوي اسلامپال ولسمشر دکتور محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او د محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهم او درېيمه درجه مشران يې زندانونو کې واچول او ګڼ شمېر يې ووژل.

له پوځي کودتا وروسته د مصر ګوټ ګوټ کې د کودتاچي رژيم پر ضد او ولسي حکومت پر ملاتړ سوله ييزې مظاهرې پيل شوې او پوځي چارواکو زرګونو مظاهره چيان ووژل او دغسې زرګونو نور يې ټپيان کړل، چې دغه لړۍ تر اوسه هم روانه ده.

له پوځي کودتا وروسته د کودتايي رژيم مشر جنرال سيسي اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان کړ او مصر کې يې د اخوان پر هر ډول فعاليتونو بنديز لګولی دی.

عربي او لويديځو رسنيو په خپلو مستندو راپورونو کې ويلي، چې دغه پوځي کودتا د امريکا او اسراييلو په ګډون د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مرسته تر سره شوې او سعودي پخواني پاچا امير عبدالله جنرال سيسي ته ميليونونه ډالر ورکړي وه، چې د ټاکل شوي ولسمشر مرسي پر ضد پوځي کودتا وکړي.

له هغې وروسته د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان حکومت هم اخوان المسلمين ترورست ګوند اعلان کړ او خپلو هېوادونو کې يې د اخوان پر هر ډول سياسي او ټولنيزو فعاليتونو بنديز ولګاو.

د عربي چارو کارپوهان وايي، چې سعودي عربستان او اماراتو ځکه د مرسي حکومت په ړنګولو کې مرسته وکړه، چې مرسي د فلسطين په ګډون د سيمې او د مصر کورنيو چارو لپاره قوي ستراتيژي درلوده او که نوموړی په واک کې پاتې وای، نو د سيمې ولسونو به له خپلو چارواکو غوښتنه کړې وای، چې د مرسي په څېر چارواکي او حکومت غواړي.

مصري چارواکو د اخوان المسلمين يو شمېر جګپوړي مشران په ټول عمر بند او ګڼ شمېر نور په اعدام محکوم کړي، مګر د اخوان المسلمين مشران او غړي وايي، چې دوی به د خپل مشروع حق د غوښتنو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي او دغه ظالمانه پرېکړې دوی له خپل هوډه نه شي راګرځولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د