نظــر

اربکیان د شلغمو په بیه

حسان شلګری

همدا اوس مې د هشت صبح ورځپاڼې ځانګړی راپور ولوست چې د جلرېز په پیښه یي ترتیب کړی دی،هشت صبح په دې راپور کې هغه دوه اربکیان راغږولي چې په جلریز کې د طالبانو له ونډۍ ژوندي خلاص شوي،دغه اربکیان چې یو یي علي او بل ابراهیم نومیږي، وایي چې په جلریز کې ۳۵ تنه ملګري د طالبانو لخوا قتل عام شول.

د هشت صبح په راپور کې زما لپاره جالبه نقطه د وژل شویو اربکیانو لوړ رقم نه ، بلکې د پیښې هغه تصویر او جزیات وو چې دغه دوو په تاخته خلاص شویو اربکیانو بیان کړی دی.

د جلریز بقایه شویو اربکیانو ګیله کړې چې دوی ته د سړو په سترګه نه کتل کیږي، وینې ته یي ارزښت نه ورکول کیږي او نه یي هم څوک غږ اوري، دوی ویلي ترټولو په سخت ځای کې دندې اجراء کوو، ترټولو لږ معاش اخلو مګربیا له هرې خوا ترټولو زیاته ناځواني زغمو.

علي او ابراهیم ویلي چې د طالبانو سره د جګړې په مهال چې کله د اربکیانو دریو پوستو ته مهمات ورخلاص شول، نو د نظم عامه،د ولایت مقام، قومنداني او داخله وزارت په شمول یي ټولو مراجعو ته زنګونه ووهل ، خو هیچا یي تیلفون پورته نه کړ.

د اربکیانو په خبره وایي کله چې رسمي روابطو کار ونه کړ، نو بیا ددوی قومندان محمد سیاه د پایڅې رګی راټینګ کړ،او په کابل کې یي خپل خوریې عارف سروري ته زنګ وواهه،چې که محقق او خلیلی خبر نه کړې نو یو لښکر هزاره ګان به قتل عام شي،عارف سروري له محقق او خلیلي سره رابطه وکړه، خو ترڅو چې د محقق کومک رارسیده په جلریز کې اربکیانو وروستۍ لغتې وهلې وې.

علي او ابراهیم وایي چې درسته ورځ یي تر نیمي شپه جنګ وکړ، په پای کې مرمۍ ورخلاصې شوې، او د طالبانو دمرمیو په باران کې یي دنظم عامې د مرکز په خوا تیښته وکړه، خو کله چې د نظم عامه مرکز ته ورسیدل، هغوی ورپورې پوزخند او مسخرې شروع کړې،نه یي ورته اوبه اوډوډۍ ورکړه او نه یي ورته زخمونه مرهم کړل .

ژوندي پاته اربکیانو هشت صبح ته یوه بله ګیله هم کړې ده، وایي په جلریز کې یي د کلیو او کوڅو له ماشومانو دا خبره په خپلو غوږو اوریدلې ده چې وایي : شلغم کیلوی بیست افغانی، زردک کیلوی سی افغانی و پولیس محلی کیلوی پنج افغانی و دو افغانی.

اربکیانو ګیله کړې چې له دوی څخه حکومت د ټانګې ټټوان جوړ کړي، کار ترې اخلي خو معاش ورته نه ورکوي ، که په جګړه کې ورباندې سخته راشي نو حکومتي مسؤلین ورته یوازې همدا وایي : بمانید و بمیرید!

یعنې پوستې خوشې نکړئ همدلته مړه شئ . اربکیانو ویلي چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یي ټنګه معاش نه دی اخیستی او اوس چې د مرګ له ګورته ژوندي وتلي په میدان کې ورته قومندان ویلي،چې له پوستې د فرار په جرم باید وسله تسلیم کړي او پرته له معاشه دي د کور په خوا رخصت شي .

ما چې په هشت صبح کې د اربکیانو دغه غم نامه لوستله، نو ناڅاپه مې ذهن څو کاله مخکې شیبو ته لاړ، هغه مهال چې د وطن ګڼ شمیر ناخبره او غولیدليو زلميو د امریکایي ډالرو په نشه کې، د اربکیتوب تر عنوان لاندې د خپل کلي او اولس دښمني ته ملا وتړله، د خپل تربور په چمبر کې یي پوسته جوړه کړه ،د شرق او غرب دشمني یي خپل کلي او جومات ته راوړه او په پټو سترګو یي یوې خطرناکې او پاییدونکي بدۍ ته ملاوتړله .

دغو غولیدیو ټوپکیانو فکر کوو، چې تل به همدا عظیم خان وي او همدا به سره اوښان وي .. همیشه به همدا اسدالله خالد او جنرال پيټراییس وي او همدا به یي د ډالرو او مرمیو ناوه وي چې راروانه به وي .

خو خبر نه وو چې داسې وخت به راشي،چې نه به اسدخالد وي او نه پیټراییس ، اربکیان به ډیری په مرګ محکوم وي او ژوندیو پاته ته به یې کلیوال ماشومان همدا بګتۍ غږوي چې : شلغم کیلوی بیست اربک کیلوی دو …

ما درته وېل نه دې منله
د کونډې زویه اوس وهه د چول مزلونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

کیلو 5 روپیه

عمر مختار

له سترگو مو زار شم ! دا خو يي پيل دي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x