افغانستان

پکتيکا کې څلور پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی، چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او يو ټپي دی.

د پکتيکا ولايت وياند نبي الله پيرخېل رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې تېره شپه طالبانو خوشامند ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ او له څو ساعته جګړې وروسته يې څلور پوليس ووژل او يو ټپي کړ.

نوموړي په دې اړه ډېر معلومات ورنه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د طالبانو اوسني عمليات د پخوا په پرتله ډېر چټک دي او مقابل کې دولتي عسکر واحده قومانده او اړين نظامي تجهيزات نه لري او نه شي کولای، چې د طالبانو د بريدونو او چاودنو مخنيوی وکړي.

د کارپوهانو په اند د طالبانو دغه بريدونه د مرکزي دولت لپاره تر ټولو ستر چيلينج دی او که دا حالات همداسې پاتې شي، نو طالبان کولای شي په لنډ وخت کې کابل او شاوخوا ولايتونو کې خپل فعاليتونه او د دولتي چارواکو ترور او وژنو ته نور هم زور ورکړي او د وخت په تېرېدو به هڅه کوي، چې له دې لارې مرکزي دولت ته سقوط ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x