fbpx

سلف او روژه (30/19)

حامد افغان

د صحابه کرامو سخا

د نبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د تبوک غزا ته د تګ پرېکړه وکړه صحابه کرام یې خیرات او صدقې ته وهڅول، نو هغوی د خیرات ډېر مالونه راوړل، لومړی کس ابو بکر صدیق رضي الله عنه و چې خپل ټول مال (څلور زره درهم) یې مجاهدینو ته خیرات کړ، رسول الله ورته وویل: کوروالو ته دي څه شی پرېښودل؟ هغه ورته وویل: الله او رسول، عمر بن الخطاب رضي الله عنه خپل نیم مال راوړ، رسول الله ورته وویل: کوروالو ته دي څه شی پرېښودل؟ هغه ورته وویل: هو، نیمایي مال مې ورته پرېښود، او عباس، طلحة بن عبيد الله، سعد بن عبادة رضي الله عنهم هم مالونه راوړل، او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه دوه سوه اوقیي راوړې، او عاصم بن عدي اویا وسقه خورما راوړې.

قرر رسول الله «صلى الله عليه وآله وسلم» المسير إلى تبوك وحضّ على الصدقات، فجاؤوا بصدقات كثيرة، فكان أول من جاء أبو بكر، جاء بماله كله أربعة آلاف درهم. فقال رسول الله «صلى الله عليه وآله وسلم»: «هل أبقيت لأهلك شيئاً»؟. فقال: أبقيت لهم الله ورسوله وجاء عمر بن الخطاب بنصف ماله، فقال رسول الله «صلى الله عليه وآله وسلم»: «هل أبقيت لأهلك شيئاً»؟ قال: نعم، مثل ما جئت به. وحمل العباس، وطلحة بن عبيد الله، وسعد بن عبادة، وحمل عبد الرحمن بن عوف مائتي أوقية إلى رسول الله «صلى الله عليه وآله»، وتصدق عاصم بن عدي بسبعين وسقاً من تمر. المغازي للواقدي ج3 ص991 وحياة الصحابة ج1 ص429 . سبل الهدى والرشاد ج5 ص435.

دا لوړ روایت کې د یوې غزا له پاره هغوی دومره سخا کړې وه نو تاسو فکر وکړئ چې هغوی به خپل عمر کې څومره خیراتونه کړي وي! د غریب او مسکین غم او درد چې څومره له عمر سره و په اړه یې هیښوونکي کیسې تاریخ ترموږ پوري رارسولې دي، وایي د عمربن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په زمان کې په یو سیمه کې کاختي ولګیده دا کاختي یوڅه اوږده شوه وروسته چې خلکو د عمر حالت ولید تغیر یې پکي وموند او د هغه رنګ ژیړ شوی او بدن یې بي غوښي شوی و، یو چا پوښتنه ورنه وکړه چې امیرالمومنینه ! ولي مو رنګ اوبدن تغیر شو ؟ هغه ورته وویل : د فلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي سبا کوي او د عمر ګیډه به له خوړو ډکه وي! .

او د عثمان رضي الله عنه له نوم سره خو د سخي توری تړلی دی په مسلمانانو او مجاهدینو چې ده څومره لګښتونه کړي دي هغه دتاریخ په اسفارو کې پوره خوندي دي تردي پوري چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په اړه وویل : عثمان چې تردې وروسته څه کوي ضرر نه ورته رسوې “ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم”. د بيلګي په توګه رسول صلى الله عليه وسلم له رومیانو سره د جګړې له پاره لښکر تیاروه هغه مهال مسلمانان ډیر بې وسه و ځکه خو هغه غزوه “د سختي غزوه” نومول شوې ده عثمان بن عفان رضي الله عنه له دې لښکر سره د لس زره 10000 ديناره، دری سوه تیار اوښانو او پنځوسو اسانو مرسته وکړه.

داراز طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه د ډیرو خیراتو نو لامله په (طلحة الخیر) سره مشهور و وایي په یوه مجلس کې یې سل زره درهمه وویشل او دی ناست و خپلي جامي یې پخپله ګنډلي. داراز د صحابه کرامو د میرمنو د سخا کیسي هم بیخي زیاتي دي چې په دي لنډه لیکنه کې یې نشو را خیستلی.

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به یواځي روژه نه ماتوله خامخا به په روژه ماتي غریبان او مسکینان ور سره وو . او که په کومه شپه به مسکینان نه و روژه به یې نه ماتوله . ابن عمر رضی الله عنه تاجر هم و او له بیت المال نه یې معاش هم اخیست نو ښه شتمن و خو داشتمنې یې ځان ته نه ذخیره کوله بلکي په مسکینانو به یې ویشله .

أيوب بن وائل الراسبي وایي : ما عبدالله بن عمر ولیدی چې څلور زره درهم او یو څادر یې ورته راوړل او په سبا مې ولید په بازار کې یې خپلو څارویو ته په پور واښه اخیستل ، دی وایې زه یې کورته ورغلم او دهغه مال پوښتنه مې وکړه چې څه شو ؟ هغوی راته وویل : هغه مال یې ټول په هغه ورځ په مسکینانو تقسیم کړ .او هغه څادر یې په اوږه واچاوه بهر ته ووت چې بیرته راغی هغه یې هم چاته ورکړی و . الاعلام للزركلي: 7/97.

په روایت کې راغلي چې عائشي رضی الله عنها ته معاويه رضی الله عنه یو سل او اتيا زره 180000 درهم ور ولیږل دې لوښی را وغوښت تر ماښامه پوري یې په خوارانو ویشل، ماښام یې خادمې ته وویل: زما روژه مات راوړه، هغې ډوډۍ او غوړي ورته راوړل او ورته ویې ویل: نن خو دې دومره دراهم وویشل که د یوه درهم غوښه دي روژه مات ته اخیستې وی، دې ورته وویل: که هغه وخت دي یادونه راته کړې وی اخیستې به مي وه.

روایت کا چې عبد الله بن عامر په مکه کې له خالد بن عقبة بن أبي معيط نه د هغه کور په اویا زره درهمه 70000 واخیست، ماښام عبدالله د خالد په کور کې د هغه د کوروالو ژړا واوریدله پوښتنه یې وکړه چې دا ولي ژاړي؟ ورته ویې ویلې چې په کور ژاړي، عبدالله خپل غلام راوغوښت او ورته ویې ویل: ورشه ورته ووایه کور له اویا زره درهمو سره ستاسو شو.

روایت کا إمام الشافعي رحمه الله تعالى چې‌ د مرګ په ناروغي ناروغ شو وصیت یې وکړ چې فلانی به غسل ورکوي، کله چې امام وفات شو هغه سړی یې راوغوښت، هغه راغی او د امام الشافعي د یادښتونه کتابچه یې وغوښتله هغه یې چې وکتله په ده باندي اویا زره 70000 درهمه پور لیکلی و سړي وویل دا پور یې په ماشو او ویې ویل دا هغه ته زما غسل ده .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د