ارشیف

هلمند او کونړ کې د اردو عسکرو ۱۱ مېرمنې او ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په نوزاد او د کونړ په وټه پور ولسوالیو کې د ملي اردو د هوانونو په پایله کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهيدان او يو تن ټپي شو.

د هلمند د نوزاد په چنګولک سیمه کې د اردو عسکرو تېره نيمه شپه د خلکو پر کورنو هوانونه ور وتوغول چې د يوې کورنۍ درې مېرمنې، درې ماشومان، یو ځوان او یو سپین ږيری پکې شهیدان او یو بل ماشوم ټپي شو.

د کونړ په وټه پور کې بیا د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د خلکو کورونه په نښه شول چې د حاجي شاهین د کورنۍ دوې مېرمنې او یو ماشوم شهيدان شول.

بل اړخ ته ځينې ازادې سرچينې وايي چې د هلمند په موسی کلا کې هم د ملي اردو توغندیز بريد څو تنه لمونځ کوونکي شهيدان کړي دي.

د فرهاد داوري په نوم هلمند مېشتی لیکوال لیکي: «ه موسي کلا کي ملي اردو پر يوه کلي توغندۍ فير کړيده، څو تنه چي د لمانځه پر مهال وه شهيدان او زخميان کړيدي، په شهيدانو کي د حاجي غلام، ډاکتر غلام حيدر او ګل احمد نعيمي اکا او د اکا زوي هم شامل دي.»

د ملي اردو له لوري یوازې د د روان کال په تېرو دریو میاشتو کې لسګونه عام وګړي شهیدان شوي دي چې د ولس توند غبرګون يې را پارولی دی.

د پوځي شنونکو په باور ولس اوس بشپړ پر دې باوري شوی چې دولتي امنیتي مسوولین د کوم قانون تابع نه دي او څه چې يې زړه وغواړي کولی يې شي، ځکه خو د خپل ځان د خونديتوب په خاطر هم د وسله والو مخالفينو ملا تړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د