دیني، سیرت او تاریخ

د اعتکاف څومره اجرونه دي!

راټولونکی: قاري محب الله صافی

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ – رضى الله عنه – قَالَ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- اعْتَكَفَ الْعَشْرَ الأَوَّلَ مِنْ رَمَضَانَ ثُمَّ اعْتَكَفَ الْعَشْرَ الأَوْسَطَ فِى قُبَّةٍ تُرْكِيَّةٍ ثُمَّ أَطْلَعَ رَأْسَهُ فَقَالَ « إِنِّى اعْتَكَفْتُ الْعَشْرَ الأَوَّلَ أَلْتَمِسُ هَذِهِ اللَّيْلَةَ ثُمَّ اعْتَكَفْتُ الْعَشْرَ الأَوْسَطَ ثُمَّ أُتِيتُ فَقِيلَ لِى إِنَّهَا فِى الْعَشْرِ قَالَ مَنْ كَانَ اعْتَكَفَ مَعِي فَلْيَعْتَكِفِ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ وَقَدْ أُرِيتُ هَذِهِ اللَّيْلَةَ ثُمَّ أُنْسِيتُهَا وَقَدْ رَأَيْتُنِي أَسْجُدُ فِي مَاءٍ وَطِينٍ مِنْ صَبِيحَتِهَا فَالْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ وَالْتَمِسُوهَا فِي كُلِّ وِتْرٍ فَمَطَرَتِ السَّمَاءُ تِلْكَ اللَّيْلَةَ ، وَكَانَ الْمَسْجِدُ عَلَى عَرِيشٍ فَوَكَفَ الْمَسْجِدُ فَبَصُرَتْ عَيْنَايَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم عَلَى جَبْهَتِهِ أَثَرُ الْمَاءِ وَالطِّينِ مِنْ صُبْحِ إِحْدَى وَعِشْرِينَ. (مشکاة عن المتفق عليه باختلاف الاللفظ)

حضرت ابوسعيد الخدری رضی الله عنه فرمايي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د رمضان المبارک په اولني عشره (د رمضان اول لس ورځې) کې اعتکاف وکړ. بيا يې په دوهمه عشره کې هم اعتکاف وکړ. بيا يې د ترکۍ خيمې څخه په کومه خيمه کې يې چې اعتکاف کاو. سر مبارک راڅرګنده کړ. او وې فرمايل چې ما دا اولنۍ عشره د قدر د شپې په پلټنه لپاره وکړ. بيا مې له همدې وجې په دوهمه عشره کې هم اعتکاف وکړ. بيا ماته يو ښودنونکي (يعنې فرښتې) وويل چې دا په شپه د اخري عشره کې ده. نو له دې کبله که څوک له ماسره اعتکاف کوي نو د اخري عشره اعتکاف دې هم وکړي. ما ته دا شپه ښودلی شوې وه خو له ما څخه بيا دا شپه هېره کړی شوه. (د هغې له نښو څخه يوه نښه دا ده) چې ما خپل ځان د دغې شپې په سحر کې په خټو کې سجده کونکی وليد. نو ځکه يې تاسې اوس د اخري عشرې په طاقو شپو کې وپلټئ. راوي وايي چې په دغه شپه باران وشو. او جومات د څپرۍ وو. هغه اوڅڅېده. ما په خپلوسترګو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په تندی مبارک د خټو اثر د يويشتمې شپې په سحر وليد.

فائده: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارکه د تل لپاره دا وو چې په دغه ورځو کې به يې اعتکاف کاو. نو له همدې کبله يې په دې مياشت کې ټوله مياشت اعتکاف وکړ. او په کال چې له دې دنيا څخه تشريف يوړ نو پوره شل ورځې يې اعتکاف وکړ. خو په اکثره اوقاتو کې يې عادت دا وو چې په اخري عشره کې به يې اعتکاف کاو. نو له همدې امله عالمانو د اخري عشرې اعتکاف ته مسنون ويلي دي. د پورتني حديث څخه دا هم معلومه شوه چې د اعتکاف لوی مقصد د قدر د شپې پلټنه ده. او په حقيقت کې اعتکاف د همدې لپاره مناسبه هم ده ځکه که د اعتکاف په حالت کې سړی اووده هم شي نو چونکې د معتکف خوب هم عبادت وي نو دده دغه وخت به هم په عبادت کې حساب وي.بله دا چې په اعتکاف کې يوې او بلې خوا تلل نه وي. نو د عبادت او د الله تعالی د ياد نه پرته په بل شي باندې سړي نه وي مشغوله. نو ځکه د قدر د شپې د قدرکونکو لپاره د اعتکاف څخه هيڅ يو بل شی دومره مفيد او ګټور نشي کېدی.نبي کريم صلی الله عليه وسلم خو اول په رمضان کې عبادت ته زښته زياته پاملرنه کوله سره د دې د رمضان په اخري عشره کې يې دومره زيات عبادت کاو چې هيڅ حدی يې نشته. په خپله خو به ټوله شپه ويښ وو د کور د نورو وګړو د ويښ پاتې کېدو اهتمام به يې هم کاو. لکه څرنګه چې د صحيحينو د ډېرو احاديثو څخه معلوميږی. د بخاري او مسلم په يوه روايت کې دي چې د رمضان په اخري عشره کې به نبي کريم صلی الله عليه وسلم لنګ مبارک کلک تاړه. او ټوله شپه به يې ويښه تېروله. او د کور خلک به يې هم ويښول. د لنګ د کلک تړلو معنا دا ده چې په عبادت کې به يې ډېر کوښښ کاو. او دا هم مراد کېدی شي چې له بيبيانو څخه به يې ځآن لرې ساته.

په جومات کې د اعتکاف په نيت پاتې کېدو او تم کيدو ته اعتکاف وايي.

د حنيفيانو په نزد اعتکاف دری قسمه دی:

يو هغه قسم اعتکاف چې واجب وي: د نذر يعنې منښتې له وجې واجب شوی وي. مثلاً يو څوک داسې ووايي.که دا فلانکی کار مې وشو نو دومره ورځې به اعتکاف کووم.يا په څه کار د شرط لږولو څخه پرته داسې ووايي چې ما دومره ورځې اعتکاف په ځان باندې لازم کړ. او دا اعتکاف واجب ګرزي. د څومره ورځو اعتکاف نيت يې چې کړې وي د هغې پوره کول ورباندې لازم او واجب ګرزي.او پوره کول يې ضروري وي.

دوهم قسم اعتکاف سنت دی. او دا د روژې د مياشتې د اخري لسو ورځواعتکاف دی. د نبي کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارکه دا وو چې د رمضان د مياشتې په اخري لسو ورځو کې به يې اعتکاف کاو.

دريم قسم اعتکاف نفلي اعتکاف دی. چې د هغه لپاره نه دکومې ورځې تعين شته او نه معين وخت.څومره ورځې يې چې زړه وغواړي هم هغه هومره اعتکاف کېدلی شي. تر دې پورې که څوک ټول عمر اعتکاف نيت وکړي نو دا هم کېدلی شي.او جاېز دي.البته په کمه اندازه د نفلي اعتکاف کې اختلاف دی. د امام ابوحنيفه رحمه الله په اند د يوې ورځې څخه کم اعتکاف نه ده صحيح. خو د امام محمد رحمه الله په نزد د لږ ساعت اعتکاف هم صحيح دی. او په همدې قول باندې فتوی هم ده. له همدې کبله د هر يو شخص لپاره دا مناسبه هم ده چې کله هم جومات ته داخليږي نو د اعتکاف نيت دې کوي. نو تر څو پورې چې په مانځه کې مشغول وي نو د اعتکاف ثواب به هم ورته حاصليږي. ما خپل والد محترم رحمه الله لېدلی وو چې هغه به د دې ډېر اهتمام کاو. کله به چې جومات ته داخلېده نو ښۍ پښه به يې مخکې کړه او د اعتکاف نيت به يې وکړ.کله کله به يې د خپلو خادمانو د تعليم لپاره په زوره نيت کاو.د اعتکاف زښته ډېر ثوابونه دي . ثواب به يې ولې زيات نه وي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دې ته په خصوصي توګه ډېره زياته پاملرنه کوله. د اعتکاف کونکي مثال د هغه چا په رنګ دی چې يو څوک د يو چا په درکې پروت وي او دا وايي چې ترڅو مې سوال قبول شوی نه وي زه له دې ځای څخه بل چرته د تلو نه يم. او نه بل ځآی ته زم.

جس گل کو دل ديا هے جس پهول پر فدا هوں
يا وه بغـل میں ائے يا جـــان قفـس سے چهوٹے

کوم ګل ته مې چې زړه ورکړ او په کوم ګل چې زه فدايم. يا خو هغه ماته حاصل شي او يا مې روح له تنه جدا شي او مړ شم.

ابن قيم رحمه الله فرمايي چې د اعتکاف مقصد خپل زړه او روح د الله تعالی سره تړل دي په داسې رنګ چې له ټولو شيانو څخه توجه صرف د الله تعالی په طرف ور واوړي. او په عوض د دې چې د نورو شيانو سره مشغول شي صرف د الله تعالی سره يې شغل وي. او له هغه څخه ماسوا له نورو سره تعلق بيخي قطع کړي. او داسې حالت ورباندې راشي چې ټول فکرونه او خيالونه يې صرف د يو الله تعالی په طرف وي. او په زړه کې يې صرف د هغه محبت او مينه ځای ونيسي. آن تر دې پورې چې د مخلوق سره دمينې او محبت په عوض د الله تعالی سره مينه پيدا شي. او همدغه مينه يې د قبر په وحشت کې پکار راشي. چې په دغه ورځ به د الله تعالی د سپيڅلي ذات نه پرته نه بل څوک مينه کونکي وي او نه د زړه خوشحالونکی. که زړه د الله تعالی سره بلد شي نو بيا به څومره به په خوند ژوند تيريږي.

مسئله: د سړي د اعتکاف لپاره تر ټولو غوره او بهترينه ځآی په مکه مکرمه کې مسجد حرام دی. بيا د مدينې منورې جومات، بيا د بيت المقدس جمات. له څخه پس جامع جومات او بيا خپل جومات. د امام ابوحنيفه امام اعظمرحمه الله په اند په اعتکاف کې دا هم شرط دي چې اعتکاف به په هغه جومات کې کيږي چرته چې پنځه وخته په جمع سره مونځ کيږي. او د صاحبينو (امام ابويوسفرحمه الله او امام محمدرحمه الله) په نزد يو شرعي جومات هم کافي دی. اګر که د جمع مونځ پکې نه کيږي. او زنانه به د خپل کور د مانځه په ځآی کې اعتکاف کوي. که چرته په کور کې د مانځه لپاره يو خاص ځآی نه وو تعين شوی نو د کوټې په کنج کې دې ورته يو ځآی خاص کړي او په هغه ځآی کې دې اعتکاف وکړي. د زنانو لپاره اعتکاف د نارينو څخه ډېر اسانه دی. چې په کور کې به ناسته وي او په دغه حالت کې دې دکورکارونه هم له نورڅخه اخلي او ثواب به هم ورته مجاناً حاصليږي. خو سره د دومره اسانوالی بيا هم زنانه له دې سنت څخه محرومه پاتيکيږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x