نظــر

دعلم او عرفان دښمنان څوک دي؟

الله جل جلاله په خپل مبارک او سپېڅلي معجز کتاب قرآن کریم سورت اسراء په یو اتیایم آیت کې  داسې فرمايي: (  وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا) ووایه ( اې محمد صلی الله علیه وسلم ) چې حق راغی او باطل له منځه لاړ ( تباه شو ) بېشکه چې باطل خامخا له منځه تلونکی او تباه کېدونکی و.

   دا څو کاله اسلامي امارت وخت پر وخت له علم او پوهې نه دولس دبچیانو منعه کول داشغالګرو او دهغوی دمزدورو او کرغېړنو ځیره خورو بړيڅو مردود عمل بللو،

مګر بیا به هم ډېر لګیا وو دا خبره به یې زړه ته نه لوېده، دښمنان څه چې حتی له ځينو خواخوږو سره به هم دا تشویش وو چې داسې نه چې دا کار به اسلامي امارت کوي، مګر دا چې څو ورځې مخکې اسلامي امارت دیوې ټینګې او ډاګیزې اعلامیې په خپرولو سره دغه رنګه عمل په کلکو ټکو سره وغندلو، له دې لا څو ورځې نه دي تېرې شوې چې دا دي یو څرګند او مهم لاسوند هم خپور شو.

   دنن ټکي آسیا برېښنا پاڼې دیو خبر په ترڅ کې یو سند خپور کړی، دغه سند دشمالي بدنامې ټلوالي دیو مهم او کلیدي غړي عطامحمد نور لخوا خپلو نورو لنډغرو ته ليکل شوی، په لیک کې نوموړی دبلخ ولسوالۍ دامنیې قوماندان ته لیکي چې په سیمه کې خپلو لنډغرو ته دیو محلي ښوونځي دړنګولو امر وکوي، او همدا رنګه په چمتال ولسوالۍ کې هم دورته جنایت امر ورته شوی.

    دلیک له مخې ددغه ناوړه او کرغېړن کار سبب دا بلل شوی چې طابانو په سیمه کې نفوذ کړی، ددغه نفوذ دمخنیوي لپاره باید یو ښوونځی ړنګ شي، او بیا یې پړه پر طالبانو واچول شي تر څو دسیمې خلک له طالبانو نه کرکه وکوي، او مرسته ورسره ونه کوي، http://www.nunn.asia/index.php/afghanistan/news/5006-.

   عطا محمد نور نه چې دکرزي خان دمافیايي ادارې یوه وتلې اولوړ پوړې جنایتکاره څېره ده، له نوموړي نه بالکل ددارنګه جنایت دکېدو احتمال معقول ښکاري، ځکه نوموړی یو دیکتاتور، په قدرت مین لیونی او دعلماوو سر سخت دښمن دی، داسې دیکتاتور او دقدرت لیونی چې که ووایو چې دهېچا زور نه پرې رسي نو مبالغه به نه وي، ځکه دی دکرزي تش په نامه ادارې ته دیو توت اهمیت هم نه ورکوي، په ډېرو ځایونو کې داسې کارونه کوي چې له نورو ګوډاګیانو نه ځان یو څه مستقل غوندې ورته ښکاري، او په شمال خصوصا په بلخ کې خو ځان بې سیاله بادشاه بولي، نه یې په چا سترګه ډکېږي، نه له چانه دویرې احساس کوي، په خلاص مټ هغه څه کوي چې زړه یې وغواړي، داسې څوک نشته چې مخې ته یې ودرېږي او یا ورته ووايي چې ولې؟

   کېدای شي له ځینو سره دا پوښته پیدا شي چې که نوموړي دا کار کولی نو بیا یې ولې په پټه نه کولو؟ ځکه دا خو ډېر لوی جنایت دی! نو ده یې څه رنګه په رسمي توګه دترسره کولو امر ورکړی؟! دا تشویش او پوښتنه ځکه پر ځای نه ده چې داتشویش او پوښتنه له ما او تا سره پیدا کېدی شي، ځکه چې نه دومره ځواک لرو، نه دومره اختیار، اوبل دا چې دغه جنایت ډېر لوی راته ښکاري اولوی دی هم، مګر نوموړی چې په چا یې سترګه نه ډکېږي اصلا ددې تشویش نه ورسره پیدا کېږي چې څوک به ورته ولې؟ ووايي، او یا به پوښتنه ترېنه وکوي، خو بیا هم بالفرض که یو څوک ورته وهم وايي نو دی يې په لنډه توګه ښه ځواب ویلی شي، اوهغه دا چې ورته وايي به زه په سیمه کې دطالبانو مخه نیسم، او دا یې تر ټولو ښه طریقه ده، زه په خپله سیمه کې بلد یم او په چارو يې ښه پوهېږم، یو ښوونځی څه معنی لري، زه به لس نور جوړ کړم، چې هم زمونږ دحکومت په نېک نامۍ تمام شي او هم دطالبانو له پاره ګوزار وي، خلک به وايي چې ګوره طالبان ښوونځي ړنګوي او دولت یې جوړوي، نو په دې کار سره نه خلکو او نه دولت ته کوم تاوان رسېږي، او طالبانو ته ښه کلک ګوزار کېدی شي، خصوصا چې بیا مطبوعاتي تبلیغات هم ورسره ملګري کړو، نو زه باور لرم چې په دې خبرې سره به نه یوازې کرزی بلکې اوباما هم یوه لویه جایزه ورکړي.

  بلکې داسې قوي احتمال شته چې دا یو لوی او پراخه پروګرام وي، دکابل ګوډاګۍ ادارې او نیواکګرو په ګډه مشوره ترتیب شوی وي، او په نورو سیمو کې هم همدغه کرغېړن پلان وخت پر وخت عملي کېږي، نو ځکه به اوس ټول هڅه کوي چې دغه سند جعلي وبولي، تر څو ددوی لپاره بدنامي جوړه نه شي.

 او مونږ وخت پر وخت ګورو چې کله په یوه سیمه کې یو ښوونځی وسوځول شي نو سمدستي دولت هلته تبلیغاتو ته زور ورکړي او تر څنګ یې دنویو ښوونځيو د ودانولو او جوړولو خبره ورسره کوي، زه پوره باوري یم چې په دغه رنګ جنایت کې ټول دولت ورسره شریک دی، او دا یو پلان شوی پروګرام دی، ځکه دوی له دې لارې غټه اولویه سیاسي لاسته راوړنه لري، داسې لاسته راوړنه چې په بله توګه یې هېڅکله نشي تر لاسه کولی.

    بل خبر چې پژواک خبري آژانس خپور کړی داسې دی: ( د تګاب زده کوونکي د امنيتي پوستو له امله ښوونځيو ته نه ځي! …د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د شهيد عبدالغياث د منځني ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى د ښوونځي ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو امنيتي پوستې جوړې شوي او دوى له همدې امله ښوونځي ته نه شي تللى… د تګاب ولسوالۍ د شکوټ سيمې د منځني ښونځي د اووم ټولګي زده کوونکي خيرالله هم پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د ښوونځي ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو امنيتي پوسته جوړه شوې ده… دغه راز د تګاب ولسوالۍ د کلا صالح او د وحدت په نوم د ښوونځيو زده کوونکي هم ادعا کوي، چې د دوى د ښوونځيو ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو پوستې جوړې شوي… د تګاب د پوهنې مدير پيرمحمد ساپى هم مني، چې د يو شمېر ښوونځيو ترڅنګ امنيتي پوستې جوړې شوي، چې د پوهنې پر بهير يې ناوړه اغېز کړى او وسلوال مخالفين هم دغه سيمې د دولت سنګر بولي…

     په دې اړه د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان پژواک اژانس ته وويل، هېڅوک حق نه لري چې له ښوونځيو سره نږدې امنيتي پوستې جوړې کړي, د هغه په وينا، د دغې ستونزې په اړه تراوسه نه وو خبر، خو له دې ورسته به يې له اړوندو ادارو سره په اړه خبرې وکړي.

… خو د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى بيا وايي، چې دوى لومړيتوب امنيت ته ورکړى او په دويم ګام کې پوهنې ته توجه کوي. ) http://www.pajhwok.com/ps/2012/05/28/%
cD8%AF-A

اسلامي امارت بار بار دا خبره کړې چې ګوډاګۍ اداره او اشغالګر دښوونځيو دبندیدو او نړېدو اصلي عاملین دي، ځکه دوی په ښوونځيو کې او یا ښوونځيو ته نېږدې پوستې جوړوي، چې له کبله يې دمجاهدینو له ګوزارونو سره مخ کېږي، او بیا چې ښوونځيو ته کوم زیان واوړي ددوی مزدورې رسنۍ سمدستي ډول غاړې ته واچوي او ډنګوي یې چې طالبانو ښوونځی وران کړ، او حال دا چې په حقیقت کې دوی خپله له هغه ښوونځي نه دنظامي سنګر په توګه استفاده کوي، او دړنګولو قصد یې لري.

   دادي نن په خپله دا خبره دځینو رسنیو له لارې په اثبات ورسېده، او تر ټولو دپام وړ دا چې دکاپیسا والي په زغرده وايي چې دوی دا پوستې جوړې کړې، ځکه دوی ته امنیت له پوهنې نه زیات اهمیت لري!!

   که دا خبره طالبانو کړې وای نو اوس به بیا مزدورو رسنیو پنځه، شپږ ډولونه غاړې ته اچول، او ویل به يې چې طالبان دپوهنې مخینوی کوي، دوی باید دښوونځیو تر څنګ سنګرونه جوړ نه کړي! دولس بچیان له زده کړې نه محروم نه کړي! مګر دا دي اوس یې په دې اړه له هر رنګه څرګندونو نه داسې ټینګه روژه نیولې ده ته به وایې نه يې څه لیدلي او نه يې څه اورېدلي دي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x