
په ټاکنیز پړاو سیالیو کې د ملي لوبډلې د لوبو مهال ویش
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۴ل): راتلوونکی شل اوریز نړیوال جام لپاره لار موندنې په موښه د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا ټاکنیزې سیالۍ په لار اچول شوي چې دغه سیالۍ به په رسمي ډول د جولايي میاشتې په نهمه پیل کیږي.
له رسمي سیالیو وړاندې به هره لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کوي چې تمریناتي سیالۍ له نن څخه پیل شوي. په تمریناتي لوبو کې ۸ لوبې نن او ۸ لوبې به سبا ترسره کیږي.
د ملي لوبډلې د تمریناتي لوبو مهال ویش:
۱- د ملي لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه به نن درې ساعته او لس دقیقې وروسته د جرسي لوبډلې په وړاندې پیلیږي.
۲- د ملي لوبډلې دوهمه تمریناتي لوبه د جولایي میاشتې په اوومه د هانګ کانګ په وړاندې ترسره شي.
د ملي لوبډلې د رسمي لوبو مهال ویش:
۱- د ملي لوبډلې لومړۍ رسمي لوبه به د نیدرلینډ لوبډلې په وړاندې د پنجشنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۹مه ترسره کیږي.
۲- د ملي لوبډلې دوهمه رسمي لوبه به د متحده عربي اماراتو لوبډلې په وړاندې د جمعې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۰مه ترسره کیږي.
۳- د ملي لوبډلې درییمه رسمي لوبه به د سکاټلینډ لوبډلې په وړاندې د یکشنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۲مه ترسره کیږي.
۴- د ملي لوبډلې څلورمه رسمي لوبه د کینیا لوبډلې په وړاندې د دوشنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۳مه ترسره کیږي.
۵- د ملي لوبډلې پنځمه رسمي لوبه د عمان لوبډلې په وړاندې د چهارشنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۵مه ترسره کیږي.
۶- د ملي لوبډلې شپږمه رسمي لوبه به د کاناډا لوبډلې په وړاندې د شنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۸مه ترسره کیږي.