جهادي لوري ته څو تذکيري يادونې-۳

م. عثمان متوکل

له اسلامي دولت ډلې سره د تعامل په اړه:

له دې ډلې سره د تعامل په وخت بايد دوه قضيې سره جدا شي. يوه د دغې ډلې د هغو افرادو قضيه ده چې عملا په افغانستان کې د نويو تشکيلاتو په رامنځته کولو سره د مستقل فعاليت کوشش کوي، او بله د دې ډلې له «مرکزي قيادت» يا په بله اصطلاح، له ابو بکر البغدادي صاحب سره د تعامل د څرنګوالی قضيه ده.

د شرعي مصلحت غوښتنه دا ده چې مجاهدين د دواړو قضيو په اړه جدا جدا پاليسي غوره کړي. تر کومه چې کتل کيږي د امارت مشرتابه هم دواړو قضيو ته په جدا نظر ګوري، او دا د هر سالم عقل غوښتنه ده.

لومړۍ قضيه:

پوهيږو چې دا قضيه د ځينو غیر مرغوبو او له جهادي صف څخه د رټل شويو څو افرادو لخوا راپيل شوې، نه ورسره ولسي ملاتړ موجود دی او نه خپل ځاني ابتکارات لري، بلکې د ځينو نورو کړيو لخوا يې مرستو او تشهير ته بډې وهل شوي. خو دلته د دوی په اصليت او حقيقت خبرې کول نه غواړم.

غواړم ووايم چې دغه قضيه عاجلې لنډ مهالې پاليسۍ ته اړتيا لري. عاجله بايد ځکه وي چې دا قضيه په هغو ځانګړو افرادو پورې تړاو لري چې د ټوپک خولې يې د مخلصو مجاهدينو په لور ګرځولي او عملا د مجاهدينو پر ضد په جګړه او د دوی په وژلو بوخت دي، نو په داسې وضعيت کې داسې يوې پاليسۍ ته اړتيا ده چې له مخې يې مجاهدين وکولی شي له ځانه دفاع وکړی او ژوند يې خوندي شي که دا په هره مناسبه وسيله وي، او څرګنده ده چې د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره عاجلې پاليسۍ ته ضرورت دی.

او لڼد مهاله ځکه ورته وايو چې د پورتنۍ موخې د ترلاسه کولو تر وخته به دوام کوي او بس، په بله وينا، دا قضيه د سمدستي روان وضعيت سره تړاو لري، کوم چې په يو حال نه پاتي کيږي، نو په اړه يې بايد پاليسي هم وخت په وخت بدلون پيدا کړي او ځمکنيو واقعيتونو ته په کتلو سره وټاکل شي.

طبيعي ده چې عاجله او لنډمهاله پاليسي عموما د هغه جهت لخوا ټاکل کيږي چې له قضيې سره عملا لاس او ګريوان وي او ورسره مباشره اړيکه ولري. دغه جهت په خپله د امارت له مسؤولينو څخه عبارت دی چې ځمکني وضعيت او معتبر مصلحت ته په کتلو سره به موقف نيسي. په دې اړه زه خپل ځان يا بل ته دا حق نه ورکوم چې په پټو سترګو يې په جزئياتو خبره وکړي، خو دومره بايد وويل شي چې موقف بايد د شريعت د اصولو په رڼا کې ونيول شي.

دوهمه قضيه:

د اسلامي دولت ډلي له «مرکزي قيادت» سره د تعامل په تړاو د اسلامي امارت موقف ډير پر ځای او له شرعي او عقلي غوښتنو سره په توافق کې دی، کوم چې يادې ډلې ته د امارت د مشرتابه لخوا په استول شوي يو ليک کې ښه منعکس شوی.

مونږ له ظاهر نه خبرې کوو، نه پوهيږو د پردې تر شا څه تيريږي او د قضيې د حل لپاره د امارت مخفي هڅې تر کومه رسيدلې، خو بايد وويل شي چې دا نرمه او نيکه رويه د يوه او دوو ليکونو په استولو نه خلاصه کيږي.

د امارت مسؤولين بايد د خپل تير سياست په خلاف، دې مشکل ته د مشکل په سترګه وګوري، د قضيې د هواري لپاره د مقابل جهت له مشرتابه سره مستقيما د ځانګړو وفدونو په شکل څو څو ځله مخامخ ناسته پاسته ولري، ترڅو هغوی ته هم په خپله ژبه خپل اهداف بيان شي او هم ورڅخه د هغوی له خولو واوريدل شي، د هغوی تشويشونه رفع کړل شي (که هغه د خلافت د قيام په اړه وي، يا د شرکياتو او بدعاتو د مخنيوي په اړه، يا له ځينو غير مرغوبو جهتونو ته د تماس په اړه او يا نور) او له هغو حقائقو خبر کړل شي چې يا ترې نا خبره دي او يا ورته د نورو لخوا په ناسم ډول تفسير شوي دي. د ضرورت په صورت کې دې په دې اړه دواړو لورو ته د معتبرو علماءو نظرونه او مشورې واخستل شي.

د اسلامي امارت لخوا د استول شوي ليک د لوستلو په جريان کې څو ځايه له داسې عبارتونو سره مخ شوم چې لوستونکی ترې د طالبانو په اړه ځينې داسې نيک تصورات په ذهن کې اخلي کوم چې د ليکونکي په زړه کې موجود دي خو د قلم په ژبه يې نه دي راوړي، په بله وينا، په پرانيستي ليک کې ورباندې صراحت کول يې د مصلحت خلاف کار ګڼلی. په داسې حال کې چې د ستونزې اصلي علت همدغو پټو مسئلو ته راجع کيږي او د حل يوازينۍ لار يې همدا ده چې په دغو مسئلو باندې سره افهام او تفهيم وشي.

د مخامخ ناستو پاستو او خبرو اترو په مټ به طالبان وکولی شي چې د ځينو هغو مسئلو په باب په اطمنان سره خبره وکړی شي کومې چې دوی يې عام محضر کې څرګندول نامناسب بولي.

بايد صرف او صرف دا په پام کې ونيول شي چې د افغانستان د جهاد ثمره له ضايع کيدو وژغورل شي، ځکه خو دې د لويو مصلحتونو د حفاظت لپاره له کوچنيو هغو سترګې پټې شي، د جهاد د ثمرو حفاظت تر هر څه لوی مصلحت دی، او ضياع يې تر هر څه لويه مفسده.

دا حتمي نه ده چې کوششونه دې په لومړي وار ښې نتیجې ورکړي، د امارت سیاست بايد د دولت له «مرکزي» قيادت سره داسې وي لکه د يوې مهربانې مور چلند له خپل مرور بچي سره، چې د بچي له تمرد سره سره نه مايوسه کيږي بلکې خپل نرم چلند ته دوام ورکوي تر هغه چې پخلا يې کړي.

خلاصه دا چې په دې لار کې د «ادفع بالتي هي احسن» پوخ سياست استعمال شي، که دا کار وشي په يقين سره ويلی شو چې دا به د مجاهدينو لپاره ښه زيري ولري، او د «فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه ولي حميم» وعده به خامخا پوره کيږي. طبيعي ده چې د دې لپاره لويې حوصلې او پراخې سينې په کار دي، ځکه خو فرمايي: «وما يلقاها إلا الذين صبروا, وما يلقاها إلا ذو حظ عظيم»!.

دا چې د دريم جهت منځګړتوب د دواړو لورو ترمنځ واټن لا اوږدوي ځکه ورڅخه د امکان تر حده ځان ساتل پکار دي، که چيرته -لا قدر الله- د ځينو اسبابو له وجې د قضيې حل تر لاسه نه شو هغه وخت کيدی شی د دريمګړي له منځکړتوبه کار واخيستل شي.

ادامه لري..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه
حق جو

ښې خبرې دې خو د تیر یوه کال تجربو ثابته کړې چې داعش نه په خبره او دلیل پوهیږي او نه هم منطق د افهام او تفهیم لباره په رسمیت پیزنې ، ددوی چې به سوره کې له القاعدې سره جنګ شو نو د هغې سیمې د علماوو یوې جرګې هڅه شروع کړه چې ددوی ترمنځ سوله وکړي، خو داعش د علماء په هغه ټولي فدایي برید وکړ او د شیخ اسامه د یوه استاد په شمول یي ګڼ شمیر علماء شهیدان کړل داعش د خوارجو غوندې د لیونیانو یو ټولی دی چې په څلور مذبه نه پوهیږي او باید… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترم لیکوال صاحب الله دی اجر درکړی ښه سلسله مو شروع کړی ما ستا ددی لیکنی تیری دوه سلسلی هم لوستی دی واقعا مو هم ډیرو ښو تذکیرو ته په کی ځای ورکړی ولی د داعش په هکله د حق جو صاحب خبری سل په سله د تایید وړ دی جزاک الله خیرا جزا