نظــر

یو جاپاني خپل تناسلي آلات دیوې ماښامنۍ میلمستیا لپاره پاخه کړي!!!

دیک شنبې په ورځ دمی دمیاشتې په اوه ویشتمه په یاهو کې یو هېښوونکی خبر مخې ته راغی، خبر داسې و چې یو جاپاني ځوان دتیاتر له لارې دیو داسې پروګرام دجوړولو اعلان وکړ چې په هغه کې به خپله تناسلي آله او ورسره دوه ملحقات یې پخوي او میلمنو ته به یې دخوړولو لپاره وړاندې کوي! او دا وروسته له هغه چې خپل ثلاثي مجرد یې دعلمیاتو په نتیجه کې په کامیابه توګه له دې کبله وایستل چې دعادي حالت په څېر سم نه وو پوره.

   بریتانیايي ورځ پاڼه ( ډیلي میل ) لیکي چې ۲۲ کلن ماوسو غییاما خپل تناسلي آلات له دې کبله چې ځان ترینه خلاص کړي دیو فني آشپز په واسطه له بقدونس او خرمېړیو سره یو ځای پاخه کړي، بقدونس  ګشنیزو ته ورته سبزي ده، مګر هغه یو څه لوی او ډکي یې پنډ او لوړ دي، او بیا یې په توکیو کې په خپل کور کې میلمنو ته وړاندې کړي دي.

   ماو لومړی دا فکر وکړ چې په خپله یې نوش جان کړي، مګر وروسته یې بیا ښه وبلله چې میلمانه پرې ونازوي، نوموړي دتیاتر په آدرس په خپل شخصي مسولیت ددغه خبر اعلان خپور کړ، نوموړی لیکلي: ( زه یو جاپانی یم، خپل تناسلي آلات ( یو جمع دوه ) دخوراک لپاره وړاندې کوم… آله له محلقاتو سره دعملیاتو په نتیجه کې له بیخه را ایستل شوې ده، زه دخپل عمر په دوه ویشت کلنۍ کې روان یم… آلې خپل کار په طبیعي توګه تر سره کولو… او ما کوم هرموني علاج هم نه دی کړی ).

  ماو له هر هغه میلمه نه چې دنوموړي په میلمستیا کې ګډون کوي غوښتي وو چې ۱۶۰ استرلیني پونډه به دخوراک په بدل کې ورکوي، بر سیره پر دې یې په هر کس باندې چې دغه خواړه یې خوړل یو سند هم ددې لپاره لاسلیکولو چې که خوړو څه ستونزه ورته پېښه کړه دی یې مسول نه دی.

   دماښامني له خوړلو مخکې چې یو آشپز یې سر پرستي کوله، ملیمنو چې دښځو په شمول شپږ کسان وو په یوه څه وخت ساز باندې هم غوږونه خواږه کړل، او بیا يې دبحث مجلس پرانیستلو.
   پروګرام ته ۷۰ کسان راغلي وو، مګر میلمستیا یوازې هغه شپږو کسانو نوش جان کړه! سره له دې چې پولیس له پېښې نه خبر کړل شوي وو، مګر هغوی په دې اړه کوم اجراءات ونه کړل، او لا یې ویل چې نوموړي دقانون خلاف کوم عمل نه دی تر سره کړی، او دا وروسته له هغه چې په تیاتر باندې دماو اعلان ته ځینو مثبت ځواب ویلی و، او په پروګرام کې يې ګډون کړی و، بلکې ځینو ویل چې خواړه ربړي او خوندور وو!!!!
http://maktoob.news.yahoo.com/%D9%8A%D8%A7%
نوموړی خبر له پورتني آدرس نه پرته په نورو  ګڼو ویب پاڼو کې هم راغلی.

دغه شرمناکه او حیرانوونکې پېښه په څه باندې دلالت کوي؟
    لومړی ټکی دا چې انساني کرامت یوازې او یوازې داسلام په مبارک دین کې نغښتی، پرته له اسلام نه بل هېڅ قانون نشي کولی چې انساني کرامت په سمه توګه مراعات کړي، ساتنه یې وکړي، او له توهین او تحقیر نه یې وژغوري، دنړی پر سر چې کوم وضعی قوانین پلي شوي او یا پلي دي او یا به پلي کېږي یو یې هم ددې توان نه لري چې دانساني ژوند ټولو اړخونو، غوښتنو او ضرورتونو ته په سمه توګه پام وکړي؛ ځکه خو باید هر مسلمان داسلام دخپرولو او عامولو لپاره هڅې وکړي.

    دوهم ټکی دا چې کله انسان خپلې مخې او خپل سرۍ ته خوشی شي بیا نو داسې چارې کوي چې حیوان او ځناور هم نشي پسې رسېدی، هم دا علت دی چې اسلام دانسان لپاره مطلقه، بې پولې او بې بریده آزادي دهغه دهلاکت سبب بولي.

دریم ټکی دا را په ګوته کوي چې غربي ټولنې چې ځان په مادي لحاظ متمدن او مترقي بولي داخلاقو او معنویاتو په میدان کې دومره وروسته پاتي دي چې انسانیت پرې شرمېږي، دا به ومنو چې په هره ټولنه کې یو یو بې لارې او شاذ کس پیدا کېږي، مګر دېته به څه رنګه پرتوګ کوو چې په بسته دولت اوحکومت کې یې هېچا هم مخالفت ونه کړ؟ لومړی خو ضرور دا وه چې عامو خلکو ددغه لیوني مخه نیولې وای، مګر دا کار په غربي ټولنو کې ځکه شونی نه ښکاري چې هر څوک خپل خپل کار کوي، کس په کس غرض نشته، یو څوک که مردارۍ او ګنده ګۍ خوري، که ځان لپ لغړ کوي، که په سر ځي که په پښو څوک یې مخه نه نیسي، مګر دا بیا بیخي دحیرانتیا ځای دی چې حکومت هم په دې اړه څه نه وايي، او دغه رنګه غیر انساني، غیر اخلاقي او معقول کار دقانون خلاف نه بولي! او وايي چې نوموړي کوم قانوني مخالفت نه دی کړی!!!

آخر دا څه رنګه انسانان دي چې داسې یو قانون تصویبوي چې په هغه کې هېڅ غیر انساني عمل جرم نه بلل کېږي؟ او دوی نورو ته څه رنګه قناعت ورکولی شي چې ددوی قانون دانسانیت قانون دی؟ په کومو سترګو دوی نور وروسته پاتې او ځان پر مختللی بولي؟ آیا دا پرمختګ دی؟ که دا پرمختګ وي نو ددوی دې مبارک وي، زمونږ ترېنه توبه ده.

څلورم ټکی دا چې دغه رنګه او دیته ورته له انساني چوکاټ نه وتلې کړنې دمردودې دیموکراسۍ زیږنده دي، دیموکراسي ده چې انساني کرامت او بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، دیموکراسي ده چې انسان له خپل مسیر نه اړوي، دیموکراسي ده چې  انسان ته دحیوان او ځناور په سترګه ګوري.

له دې نه معلومېږي چې دغه زمونږ کور ته راغلي نابللي هم غواړي زمونږ په ګران غیرتي او مسلمان ټاټوبي کې دغه رنګه پرمختګونه خلکو ته ډالۍ کړي، غواړي دلته هم دناولې دیموکراسۍ ريښې ټینګې کړي، غواړي افغان غیرتي ولس هم دځان په څېر بې غیرته او له انساني پولو نه اخوا وباسي، مګر دغه کرغېړن ارمان به خامخا  ګور ته وړي، کله به هم دغه دشهیدانو په کور کې چې لویشت لویشت یې په پاکو وینو لړل شوې، نه دیموکراسي پکې ټینګه شي، اونه به یې ډنډوره چیان په هسکو سترګو پکې وګرځېدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x