روژه کله د تقوی سبب ګرځي ـــ۲

خالد روښان

بسم الله الرحمن الرحيم

التحرير و التنوير تفسير د دې آيت لاندې د «لعلکم تتقون» شرح کې وايي:

«دلته الله تعالی د روژې حکمت بيان کړی… شرعي تقوی له ګناهونو ډډه کول دي، چې روژه نيول ګناهونو څخه د بچ کيدو موجب دی»

ګناهونه طبقه بندي کوي، او انسان کې ګناه د منشأ لمخې پردوو برخو ويشي، چې وايي:

« ګناهونه په دوه ډوله دي:

اول: هغه ګناهونه دي، چې انسان کولی شي پر خپل فکري ځواک ورڅخه ځان خلاص کړي؛ د دې ګناهونو له جملې څخه: شراب څښل، قمار، غلا او غصب دی. که د دې ګناهونو کونکی د دې پرېښولو وعده وکړي، يا پرې ټينګه سزا بار شي، او يا ځينو ته نصيحت وکړای شي، کفايت کوي.

دويم: هغه ګناهونه چې د طبعي غوښتنو – جوش او جذبی- پايله کې واقع کيږي؛ لکه: هغه ګناهونه چې د طبعي غصې او شهوت څخه واقع کيږي، او په فکر او سوچ باندې د دې پرېښودل – ټينګول- ګران دي»

ځکه دا هغه اعمال دي چې غوښتنه يې هميشه جسم کې نوي، د يوه لامل له وجي په وختي ډول جسم کې راپاريږي، نو کچيري شهواني او يا غضباني قوت پر عقل غالب ؤ، په هغه سات بيا د کنترول اميد کم دی، نو دې لپاره چې داسې ناڅاپي حالاتو کې هم دا قوه د عقل تر سلطي لاندې وي، بايد لږه کمزورې کړای شي، ترڅو انساني نفس او خواهش داسې حالاتو کې هم د عقل فيصلي باندې راضي اوسي، خو دا هغه وخت ممکن دی کله چې نفس د هيڅ ډول سرکشۍ توان ونلري؛ چې وايي:

« روژه د وروستي قسم ګناهونو د مخنوي لپاره فرض شوې؛ ځکه روژه هغه طبعي قوه، کومه چې د دويم قسم ګناهونو ارتکاب سبب ګرځي کمزورې کوي، ترڅو – د کمزورۍ پايله کې يې – مسلمان خپل نفس ته د مادياتو کندو له ژورو څخه د روحاني نړۍ څوکو کې نجات ورکړي، روژه انسان دېته تياروي چې پر ملکي صفاتو راضي، او له ځانه حيواني صفات و څنډي».

سربيره پر دې روژه کې د انسان روغتيايي فايدې نغښتي او هم له اور څخه نجات دی، چې وايي «يو صحيح حديث کې راغلي روژه ډال دی… نو روژه دنيا کې له ګناهونو څخه، او آخرت کې د عذاب څخه ساتنه کوي، او همداراز دنيوي ژوند کې له هغو امراضو او ناروغيو هم وقايه او ډال دی کوم چې د ډېر خوراک پايله کې پېښيږي».

«د اسلام نه مخکينيو خلکو، په ځانګړی ډول عربو قوي او خوندور خوراکونو، شراب څښلو او د ښځو سره ډېر وخت تېرولو کې عادتا افراط کاوه، دا هغه څه دي چې وينه کې شهواني قوت زياتوي، نو انسان کې حيواني قوت کوم چې له شهواني او قضباني قوتونو څخه عبارت دی پياوړی کوي، او پايله کې دا دواړه قوې پر عقلي قوت تيری کوي» نو دې لپاره چې عقل د حيواني قوي تر تأثر لاندې رانشي، او قوت يي برقرار او غالب پاتې شي، نو وايي:« شريعت روژه فرض کړه.. ځکه روژه د دې قوي سلطه ساتي…» چې انسان بيا دا دواړه قوي د عقل تر کنترول لاندې په خپل وخت او ځای کې په مناسب ډول، او مشروعه طريقه استعمالولو بريالی کيږي.

انسان طبعا عاجز دی چې خپل حيواني اړخ کنترول کړي، او يا ترې ځان خلاص کړي، او يا د هغی له غوښتنو ځان صبر کړي، نو روژه هم دا مشکل په ډېره مهذبه او کاميابه طريقه حلوي، لکه وايي:

« روژه کې دوه ستر خصلتونه دي؛ اول: د حيواني قوي کنترول. دويم: نفس صبر سره عادي کول، ترڅو يې غوښتنې پرېږدي…» کله چې نفس خپل حيواني قوت کنترول کړ، او هم د هغې د غوښتنو پر نيولو بريالی شو، انسان ته د تقوی لار لنډيږي، او په ډېره اسانی ځان له شيطاني وساوسو او شهواتو ژغورلی شي، او چې د دې حواجزو لمنځه وړلو سره خپل رب ته بې له خنډه ځان نژدې کولای شي؛ نو وايي « بيا انسان د دې اهل ګرځي چې د کمال پر صفاتو ځان ګاڼه کړي؛ ځکه د ده او د کمالاتو او شرافت د مراتبو ترمنځ حائل او پرده يواځې د شهوت او خواهشاتو له پرېښولو څخه ضعف التحمل ؤ»

لنډيز:

داچې الله تعالی فرمايلي چې روژه تاسې کې تقوی راولي، او ساتنه مو کوي، نو هغه څوشيان دي:

دې لپاره چې انسان کې د عقل قوه غالبه شي، ترڅو ټولې فيصلې د شهواني او قضباني قوې پرځای د عقل محکمې ته راجع شي، نو دې موخې لپاره روژه فرض شوې ترڅو عقل پر ټولو قوو مسلط شي.

انسان کې له ګناه څخه صبر او پر نيکو کارونو ثبات پيداکوي، او هغه حواجز چې د ده او رب ته نژدې کيدو ترمنځ دي لمنځه وړي.

روژه انسان له اوره ژغوري. او هم يي دنيا له جسمي ناروغيو ساتنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د