د روژې مبارکه میاشت

آیا ځان ته مو پام دی ؟

 لیکوال : نثار احمد صمد

د روژې مقصد یوازی لوږه او تند ه نه ده بلکی ډیر لوی مقصد او هدف لری . پر موږ روژې فرض سوي دي تر څو متقی او پرهیزګاره سو .

انسان دوه لوی دښمنان لری چی لومړنی شیطان دی او دوهم د هغه نفس دی . د روژې په مبارکه میاشت کی خو شیطان تړلی دی ، نو اوس یوازی د نفس سره مقابله او مجادله راپاته ده . نفس په درو شیانو سره کمزور او مغلوب کیږی چی هغه دا دي :

لومړی ـ لږ خوړل ؛

دوهم ـ لږ خوب کول ؛

درېیم ـ لږ خبری کول .

که موږ او تاسی ښه وګورو او غور وکړو نو وبه وینو چی د روژې په مبارکه میاشت کی دا درې کارونه په آسانۍ سره کولای سو خو زموږ نفس مو نه پریږدی چی ویې کړو . هغه داسی :

موږ پیشلمی دومره دروند کوو چی سبا ټوله ورځ مو د نس کڅوړه ډکه وی او بدبویه ټېغونه باسو . د روژه مات وخت خو نو څه کوې !

بیا نوبت د لږ خوب دی . زموږ نفس مو نه پریږدي چی په ورځ کی تر پنځه شپږ ساعته لږ خوب وکړو ( آن دا چی په روژه کی تر نورو وختو هم ډیر خوب کوو ) !

بیا وار د لږ خبرو دی . اول خو د نورو یوولسو میاشتو په شان هغومره خبری کوو یعنی نه یې لږوو ، بیا نو موبایل تلیفون ، انټرنیټ او فېس بوک خو دومره استعمالوو چی تر نورو میاشتو لږ نه بلکی ډیر وی . په تیره بیا د موبایل مسېجونه خو تر پخوا هم ډیر فعال وی او موږ یې ښه مصروف کړي یو .

نو باید د نفس شیطانیو ته متوجه سو یعنی د روژې په مبارکه میاشت کی لږ وخورو ، لږ خوب وکړو او لږ موبایل یا فېسبوک وکاروو خو په عوض کی یې وخت د قرآنکریم پر تلاوت ، استغفار ، دعاوو ، نفلونو ، اذکارو او د جماعت پر لمانځه باندی تیر کړو . دا به نو اصلی روژه وی .

دا لا څه ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس .

نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیوني چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی !

باید متوجه اوسو چی په دې مبارکه میاشت کی د یوې نیکۍ په بدله کی اویا ثوابونه راعطا کیږی . نو ولی یې وړیا له لاسه ورکړو ؟! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاد مفهوم دی چی هغه شخص هلاک سو چی په خپل ژوند کی د رمضان میاشت ور ورسیږی خو ده ته بخښنه ونسی . نو که موږ او تاسی په دغه مبارکه میاشت کی خپل نفس کنټرول کړو ، ښایی په مابعده یوولسو میاشتو کی یې هم کنټرول کړای سو . الله دی د همداسی کړنو توفیق راکړی . خو یوه قلبي اراده او فیصله غواړی او اوس هم ناوخته نه دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x