افغانستانخبرونه

امریکا د ګډحکومت له خوا معرفي شوی سفیر نه دی منلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته د نوي ګډ حکومت له خوا معرفي شوی سفیر نه دی منلی.

حمدالله محب دوه اونۍ وړاندې په ګډ حکومت کې د ولسمشر له خوا په متحده ایالاتو کې د سفیر په توګه ونومول شو.

کابل نیوز وايي، چې امریکایانو ښاغلی محب د کم عمر او لږې تجربې له امله نه دی منلی. د ګډحکومت له تشکیل وړاندې ولسمشر غني د تخصص ژمنې کړې وې.

دا په تېرو څوارلسو کلونو کې لومړی ځل دی چې د افغانستان له خوا معرفي شوی سفیر دې متحده ایالات رد کړي.

له بلې خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه نه مني چې ګواکې محب دې رد شوی وي. ارګ وايي امریکا افغان لوري ته تر دې دمه رسماً څه نه دي ویلي.

محب په تېر غبرګولي کې د اجمل عابدي پر ځای د ولسمشر د ویاند مرستیال په توګه وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عادل

مسلکي توب همداسی وي دی خو په لندن کی په برق انجنري کی دکتورا زده کړې کړي دي او بل د جلال اباد وو ځکه به هم نه وي منل شوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x