د بدلون او اصلاح مياشت هم په وتو شوه

احمدالله احمدزی

د مسلمانانو د بدلون او اصلاح دغه مبارکه مياشت مخ په ختمېدو شوه، زموږ يو شمېر ياران د خوښۍ احساس کوي، چې له ستړيا به خلاص شي، د لوږې او تندې ستونزه به يې ختمه شي، مګر رښتيني مومنان د روژې له لوږې تندې او ستړيا خوند اخلي او روژې په تلو خوابدي کيږي او ارمان کوي، چې له روژې وروسته دغه عبادات، صدقې، نيک کارونه او غوره اخلاق خپل عادات وګرځوي او د راتلونکي کال روژې لپاره شپې سبا کوي.

د سلفو علماوو همدا خوی و، چې د روژې له تلو سره به ډېر اندېښمن وه او دا فکر به يې کاو، چې روژه به يې قبوله شوي وي او کنه، هغه د خير کارونه چې روژه کې يې پر مسلمانانو ټينګار شوی، د هغو حق به يې ادا کړی وي کنه او شپږ مياشتې به يې له وېرې دا دعاوې کولې، چې روژه او عبادتونه به يې قبول شوي وي کنه.

له حضرت علي رضي الله عنه روايت دی، چې ده مبارک به د روژې په اخرو وختونو کې دا دعا کوله: « که الله تعالی مو دا روژه قبوله کړي، نو د خوښۍ غټه خبره ده او که قبوله نه شي، نو تاواني يو.»

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه به د روژې په اخرو ورځو کې فرمايل: «که روژه دې قبوله شوي وي، نو درته بختوره دې وي او محروم خلک تاواني دي او د چا چې قبوله نه وي، الله تعالی دې هغو ته د توبې ويستو توفيق ورکړي.»

مسلمانانو وروڼو موږ تاسې بايد دې ته فکر وکړو، چې دغه مبارکه مياشت زموږ له لاسه په وتو ده او بختور هغه سړی دی، چې د روژې له دې برکتي مياشت يې ګټه پورته کړه، توبې يې ووېستې، خپل فکر، عقيده، او عمل کې يې مثبت بدلون راوست او له روژې وروسته يې دغه نېک کارونه خپل عادت وګرځاو او د راتلونکې روژې لپاره په تمه وي.

علما کرام فرمايي، چې له روژې وروسته د نېکو کارونو او خويونو لپاره بايد ځينې لارښوونې عملي کړو او تر ټولو مهم يې په لاندې توګه دي.

– له الله تعالی د ثبات او قوي ايمان دعا او غوښتنه.

– پر دغه ايماني خويونو او عملونو د بقا او ټينګ پاتې کېدو قوي هوډ او عزم.

– د ځان، کور او ټولنې لپاره د ښېګڼې او خيرخواهي چاپېريال جوړول.

که موږ روژه کې خپل ځان، کورنۍ او ټولنه کې د خير او مثبت بدلون هڅه وکړو او له روژې وروسته دغه خويونه خپل عادت وګرځوو او له دې لارې ټولنه د خير لپاره مثبت بدلون لپاره هڅې وکړو او تل له خپل ربه دعا وغواړو، چې د نېکو کارونو او پر دغو کارونو د دوام توفيق راکړي. اوس که څوک له روژې وروسته هم دغه نېک کارونه، پاکه عقيده او سالم فکر ته دوام ورکړي، نو دا به د دې نښه وي، چې ان شاءالله روژه مو قبوله شوې ده.

له بشر الحافي رحمه الله پوښتنه وشوه، چې ځينې خلک په روژه کې د قرانکريم تلاوت، عبادتونه او لمونځونه کوي، مګر له روژې وروسته بيا دا ټول نېک کارونه پرېږدي، نو حافي رحمه الله وفرمايل: « هغه خلک هلاک دي، چې يوازې روژه کې الله تعالی خپل رب بولي او له روژې پرته بيا بې پرواه وي.»

رسول الله صلی الله عليه وسلم به تل دعا کوله، چې له اصلاح وروسته له فساده پناه غواړم.

موږ تاسې ټول بايد هڅه وکړو، چې روژه کې نېک کارونه، فکر او عقيده خپل کړو او له روژې وروسته دغه خويونه خپل عادت وګرځوو او هره ورځ د نېکو کارونو د کولو کوشش وکړو.

بختور هغه سړی دی، چې له روژې وروسته هم نېک کارونو ته دوام ورکړي او د شوال شپږ روژې ونيسي.

حدیث شريف کې راځي، چا چې د شوال شپږ روژې ونيولې ثواب يې داسې دی، لکه ټول عمر يې چې روژه نيولي وي.

الله تعالی پر موږ ډېر زيات رحم کړی، چې د روژې مبارکه مياشت يې را باندې پېرزو کړې، د نېکو کارونو او عبادتونو زمينه يې راته مساعده کړې اوس که موږ له دې زرين چانسه ګټه پورته کړه او له روژې وروسته مو دغه خوی خپل کړ، نو د دنيا او اخرت بريا به مو نصيب وي ان شاءالله او که دغه طلايي چانس مو له لاسه ووت، نو بايد دا ومنو موږ ازلي بدبختان يو، زړونه مو تور شوي او بايد د خپلو زړونو د نرمولو او سپينولو لپاره د نېکانو ملګرتيا غوره کړو، قبرونو ته لاړ شو، د مړو له حالته عبرت واخلو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې پخوا مې د قبرونو له زيارته منعه کولای او اوس قبرونو ته ځئ؛ ځکه چې د قبرونو زيارت زړونه نرموي او اخرت در په يادوي.

الله تعالی دې زموږ تاسې ټولو مسلمانانو روژې قبولې کړي، عملونه مو سم کړي او له روژې وروسته پر نېکو کارونو د عمل او دوام توفيق راکړي.

اللهم آمين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د