د مصافحې فضيلت او مسنونه طريقه

مولوي محمد نعمان حقاني

[۱] عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ فَتَصَافَحَا فَحَمِدَا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَاهُ غُفِرَ لَهُمَا » رواه ابوداود جلد۲ صفحه ۳۵۲

ژباړه : د حضرت براء بن عازب رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل کله چې دوه مسلمانان يوبل سره ملاقي شي پس مصافحه وکړي او دالله جل جلاله حمد ووايي او بښنه ورڅخه وغواړي الله جل جلاله به يې معاف کړي .

[۲] عن البراء رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم مامن مسلمين يلتقيان فیصافحان الا غفرلهما قبل ان يتفرقا رواه ابوداو د ج ۲ ص ۳۵۲

ژباړه : د حضرت براء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل نه دي دوه مسلمانان چې سره ملاقي شي پس مصافحه وکړي مګر داسې چې الله جل جلاله به ورته مغفرت وکړي مخکې د جداکېدو د دوی .

[۳] عن عطاء بن عبدالله الخراساني رحمه الله قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تصافحوا یذهب الغل تهادوا تحابوا وتذهب الشحنآء رواه مالک فی الموطاء ۲۱۶

ژباړه : حضرت عطاء خراسانی فرمایي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل مصافحه کوئ دا کینه او بغض ختموي یو بل ته هديې ورکوئ نومحبت به موسره پیداشي او دشمني به ختمه شي ، دا درې آحاديث مبارکه په فضيلت د مصافحې کې وو .

او هر چې طريقه يې ده يعنې په يولاس سره کول يې پکار دي اوکه په دواړو نوافضله او بهتره او مسنونه طریقه يې دا ده چې په دواړو لاسونو وشي :

قال ابن مسعودرضی الله تعالی عنه علّمني النبي صلي الله عليه وسلّم التشهدوکفى بين کفيه کمایعلّمني السورة من القرآن التحيات لله الخ رواه البخاري ج ۲ص۹۲۶

ژباړه : حضرت عبدالله ابن مسعودرضى الله عنه فرمایلي رسول الله صلى الله عليه وسلم ماته په داسې حالت کې تشهد را وښوده چې زما لاس د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دواړولاسونو مینځ کې وو او داسې يې راوښوده لکه څرنګه به يې چې د قرآن سورتونه راښودل … امام بخاري رحمه الله دا حديث په باب المصافحة کې ذکرکړى دى او دارنګه په باب الاخذ باليدين کې يې هم ذکرکړى دى نوامام بخاري رحمه الله په دې مسئله کې خپل موقف ښکاره کړى دى چې مصافحه په دواړو لاسونو باندې ده نو ځکه خويې فرمايلي دي .

وصافح حماد بن زيدابن المبارک بيديه بخاري ج ۲ص ۹۲۶

يعني امام حمادبن زيددعبدالله بن مبارک رحمه الله سره په دواړو لاسونو باندي مصافحه وکړه او دوى دواړه دخپل وخت لوى محدثين وو دارنګه علامه ابن عابدين الشامي رحمه الله فرمايي :

والسنة ان تکون بکلتايديه وبغيرحائل من ثوب او غيره وعنداللقاء بعدالسلام ردالمحتار ج ۵ ص۲۳۳

ژباړه : اوسنت دا ده چې مصافحه په دواړولاسونو وي او بغير د حائل او فاصل څخه وي هغه فاصل لکه جامه وغيره اودا به په وخت د ملاقات کې وي پس د سلام څخه … او دارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې د رجالو(سړيو) څخه بيعت اخيسته په دواړولاسونو به يې ورسره مصافحه کوله .

کماصرح به العيني والقسطلاني …

او دارنګه علامه شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله فرمايي د مصافحې روح دا دى چې دخپل مسلمان ورور سره په بشاشت سره پيش کېدل او د مينې او محبت اظهار کول او فطرت سليمه طرف ته که رجوع وشي نو صاف معلوميږي چې دا د بشاشت کيفيت اومحبت او تواضع د دواړو لاسونو په مصافحې سره محسوس کيږي نه د يولاس په مصافې سره…

په يولاس سره دمصافحې د دلائلو تجزيه کوم خلک چې په يولاس سره مصافحه سنت ګڼي اوددواړولاسونو مصافحي ته بدعت وايي د هغوى دلائل :

[۱] عن ابن مسعود رضى الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال تمام التحية الأخذ باليد ترمذي ج ۲ ص۱۰۲

يعنې پوره والى د سلام هغه نيول دي لاس لره .

[۲] حديث ابن عمر رضى الله عنه انه اذا ودع رجلا اخذ بيده . ترمذي ج ۲ ص۱۸۲

يعني عبدالله ابن عمر رضى الله عنه به چې کله څوک رخصتولو نو دده لاس به يې ونيولو.

[۳] حديث سلمان رضى الله عنه فأخذبيده . مجمع الزوائدج ۸ص۲۷

يعني دده لاس يې ونيولو.

[۴] حديث حذيفة رضى الله عنه و اخذبيده يعنې دده لاس يې ونيولو.

د هغوى طريقه داستدلال داسې ده چې په دې ټولو احاديثو کې لفظ د يد راغلی دی نه يدين او دا صيغه د واحد ده نو د دې څخه معلوميږي چې يولاس به نيولى شي په مصافحه کې .

اوس د دوى لپاره معقول ځواب :

ددوى دااستدلال فاسد اوغير صحيح دی ځکه لفظ د يد اسم جنس دی د دې اطلاق په يو لاس باندې هم کيږي او په دواړو لاسونو باندې هم او په کومواحاديثو کې چې لفظ د يد راغلی دى د هغې څخه يدَيْن يعني دواړه لاسونه مراد دي ځکه چې قاعده اوقانون دى چې د انسان چې کوم دوه دوه اندامونه دي د هغې لپاره چې کله لفظ د واحد ذکر شي مراد دواړه هم جنس اندامونه وي مثلاً

[ ۱] قرآن مجيد کې الله تعالي د فرعون د ښځې د قول حکايت کړى دى فرمايلي يې دي چې دې بي بي د موسي عليه السلام په باره کې فرعون ته وويل ( قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ) القصص9

ترجمه : دا بچی زما او ستا د سترګو يخوالى دى اوس په دې آيت کريمه کې عين د واحد صيغه ده ليکن ددې څخه يوه سترګه نه ده مراد چې دابچی د يوې سترګې لپاره يخوالى دى او د بلې لپاره ناسور او د تکليف باعث دى بلکه دواړه سترګي مراد دي يعنې ذکر د يوې سترګې دی او مراد ورڅخه دواړه دی .

[۲] دارنګه قول د جبرئيل عليه السلام بي بي مريم عليهاالسلام ته ( فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْناً ) مريم ۲۶

ترجمه : پس خوره اوڅښه اوخپل بچي ته په کتو سره خپلې سترګې يخوه دلته هم عين د واحد صيغه ده ليکن مراد دواړه سترګې دي .

[۳] دارنګه ارشاد د باري تعالى دى ( فَرَجَعْنَاكَ إِلَى أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ) طه40

ژباړه : پس مونږ تا لره ستا د والدې غيږې ته واپس کړو دې لپاره چې ستا په کتو باندې يې سترګې يخې شي او خفه نه و ي ، دې آيت مبارکه کې هم لفظ د عين مفرد دى او مراد ورڅخه عينين دى .

[۴] ارشاد د باري تعالي دى ( وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ) اسرآء ۲۹

ژباړه : او مه ګرزوه لاس خپل داسې ګويا چې تړل شوى دى ستا د ګردن سره دلته هم لفظ د يد مفرد دى ليکن مراد ورڅخه يدَيْن يعنې دواړه لاسونه دي .

[۵] دارنګه اوږد حديث شريف دى ځېنې حصه يې دا ده .

( عن عبدالله بن عمر رضى الله عنه قال خرج علينا رسول الله صلى الله عليه وسلم و في يده کتابان فقال ‌اتدرون ما هذان الکتابان فقلنا لا يا رسول الله الا ان تخبرنا فقال للذي في يده اليمنىٰ ثمّ قال للذي في شماله الخ رواه ( الترمذي ج۲ص۲۸ )

په دې حديث شريف کې هم لفظ د يد مفرد راغلى ليکن يقيناً دلته مراد يدين يعنې دواړه لاسونه دي ځکه ورسته راغلي هم دي .

( للذي في يده اليمنى ) او ( للذي في شماله) .

[۶] دارنګه حديث شريف دى عن ابي هريرة رضى الله عنه انّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اذاستيقظ احدکم من نومه فليغسل يده قبل ان يدخل في وضوئه فانّ احدکم لايدري اين باتت يده رواه البخاري ج ۱ ص ۲۸

يعنې چې کله يو تن په تاسو کې د خوبه رابيدار شي نو لاس دې پريمنځي مخکې له د ننه کولو څخه په اوبو د اوداسه کې نو دلته هم لفظ د يد مفرد راغلى حالانکه مراد اتّفاقاً دواړه لاسونه دي .

[۷] دارنګه بل حديث دى من راىٰ منکم منکراً فليغيّره بيده الخ مسلم ص۱۷۷ .

يعنې په تاسو کې چې چا يو غير شرعي کار وليده نو په لاس دې منع کړي اوس دلته خو دا مراد نه ده چې صرف به يولاس ور وړي او پرې به يې منع کوي او په دواړو لاسونو به يې نه منع کوي .

[۸] دارنګه حديث دى غسل يده مرتين اوثلاثا بخاري ج۱ص۳۹

يعنې رسول الله صلى الله عليه وسلم وپريمنځل لاسونه مبارک خپل دوه ځلې او يا درې ځلې دې حديث کې هم د يد څخه يدين مراد دي .

[۹] دارنګه بل حديث دى دبي بي عائشې رضى الله عنها کان رسول الله صلى الله عليه وسلم اذ اغتسل من الجنابة غسل يده بخاري ج۱ص۳۰

يعنې رسول الله مبارک به چې د جنابت څخه غُسل کاوو نو خپل لاسونه به يې پريمنځل دلته هم د يَدْ څخه يدين مراد دي .

[۱۰] بل حديث دى زنا العين النظر بخاري ج۱ص۹۲۳ .

زنا د سترګو هغه غير محرم ځاى ته کتل دي دلته هم لفظ د عين مفرد دى او مراد عينين دي .

[۱۱] دارنګه حديث دى د ابو موسىٰ الاشعري رضى الله عنه قال يارسول الله اىّ الاسلام افضل قال من سلم المسلمون من لسانه ويده بخاري ج۱ص۱۱ .

يعنې صحابي وفرمايل دکوم مسلمان اسلام بهتر دى نو هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې د کوم مسلمان د ژبې او لاس د ضرر څخه خلک په امان وي دلته هم لفظ د يَدْ مفرد دى او مراد ورڅخه يدين دي ځکه د حديث خو دا مراد نه دى چې صرف په يولاس چاته تکليف مه ورکوه اوکه په بل لاس او يا په دواړو يې ورکوي نوخيردى .

[۱۲] دارنګه يوبل حديث دى رسول الله صلى الله عليه وسلم يو صحابي ته د مور په خدمت باندې ترغيب ورکاوو وې فرمايل فان الجنة تحت رجلها مشکوة ص۳۲۱ .

بې شکه جنت ددې دپښو لاندې دى دلته هم ذکر د رِجَل دى مفرد او مراد ورڅخه رجلَيْن دي اتّفاقاً.

د قرآن کريم اواحاديثو مبارکه ؤ دڅو مثالونو څخه معلوم شو چې اهل عربيت حضرات دتثنيې لپاره د واحداستعمال عامې طريقې سره کوي ، د عربي څخه علاوه په نورو ژبو کې هم الفاظ مفرده د تثنيو لپاره استعماليږي مثلا اردو زبان والا وايي ( ميں نے اپني کان سے تيري بات سني ) يعنې ما په خپل غوږ سره ستاخبره واوريده يا مثلا زه به ستاسوکور کې قدم نه ږدم دلته هم مراد دواړه وي نه صرف يو بهرحال حقه همدا ده چې الاخذ باليد څخه مراد يدين دي نه صرف يولاس .

دارنګه روايات د اخذ باليد غريب هم دي چې دا دضعف نښه ده .

ځکه په روايت د ابن مسعود رضى الله عنه کې خپله امام ترمذي رحمه الله فرمايي چې دا حديث غريب دى او دارنګه علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي وفي سنده ضعف .

او دارنګه روايت د ابن عمر رضى الله عنه ته هم امام ترمذي رحمه الله ضعيف ويلى دى او ورسره په دې روايت کې يو مجهول راوي هم دى او په روايت د حذيفة رضى الله عنه کې يعقوب بن محمدبن الطحلاء دى و قدضعفه ابوزرعة يعنې دا روايت هم ضعيف دى او په حديث دسلمان رضى الله عنه کې راوي ميمون بن عجلان دى چې مدلس ؤ لهذا ددې رواياتو څخه استدلال کول غير صحيح دي .

بهرحال زما محترمو مسلمانانو وروڼو!

هرکله چې مصافحه باليد الواحد د حديث صحيح څخه ثابته هم نه ده او سره ددې چې دا شعار د غير مسلمو دى لکه علامه رشيداحمد ګنګوهي رحمه الله فرمايلي دي ان المصافحة بيدٍواحدٍ لماکانت شعاراهل الأفرنج وجب ترکه ( الکوکب الدري ص۱۳۲ )

يعنې په يولاس مصافحه کول چونکه د اهل يورپ والا شعار اوعلامه ده نو پدې وجه پريښودل يې واجب دي ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د غير مسلموسره د مشابهت کولو څخه منع فرمايلي ده

فرمايلي يې دي من تشبه بقوم فهومنهم مشکوة ص۳۷۵ .

يعنې چې کوم سړى د کوم قوم سره مشابهت اختيار کړي نودى به دهغوى څخه شماريږي دارنګه بل حديث کې فرمايي ليس منّا من تشبه بغيرنا لاتشبهوا باليهود والنصارى الخ ( مشکوة ص۳۹۹) يعنې هغه سړى زمونږ څخه ندى کوم چې زمونږ نه غير نورو قومونو سره مشابهت کوي مشابهت مه کوئ د يهودو او عيسويانو سره .

او تاسو ګورئ چې يهود او نصارىٰ صرف په يولاس سره مصافحه کوي لهذا د دوى مخالفت پکار دى او په دواړو لاسونو يې کول پکار دي .

او که چېرې صرف په يو ښي لاس سره سنت وي نوکم از کم په يو حديث شريف کې خو به د يمين ذکر راغلى واى لکه دخوراک په باره کې په ښي لاس باندې د خوړولو امر شوى دى او یا لکه د استنجاء په باره کې يې ښي لاس سره دکولو څخه منع فرمايلې ده .

لهذامستحب اوسنت حصافحه کول په دواړو لاسونو سره ده لکه څرنګه چې دا طريقه د محدثينو او فقهاؤ ده او هم تقاضىٰ د ادب ده کمايعلمه صاحب الفطرة السليمة .

وآخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين

( قرة العنين في اثبات المصافحة باليدين )

 

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شکرالله
میلمه
شکرالله

مصافحه په یوه لاس سنت ده او دغه یی دلایل دي: المطلب الأول: تعريف المصافحة وكيفيتها المصافحة: إلصاق صفحة الكفِّ بالكف، مع إقبال الوجه بالوجه؛ ولهذا كانت المصافحة الأخذ باليد، والتصافح مثْله. فهي مفاعلة من الصفحة، والمراد بها: الإفضاء بصفحة اليد إلى صفحة اليد. وهي بضمّ الميم وفتْح الفاء، مصدر “صافح” مِن وضْع يد شخص في يد شخص آخر1. تقول: صافحْتُه مُصافَحةً أي: أفضَيْتُ بيدي إلى يده2. اصطلاحاً: وضْع كفٍّ على كفّ، مع ملازمة لهما قَدْر ما يَفرغ من السلام ومن سؤال عن غرض3. وعلى هذا، يكون الترابط قائماً بين المعنى الاصطلاحي للمصافحة مع الإطلاق اللغوي بشأنها. هذا، وإن للمصافحة… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترم شکرالله صاحب لدی فروعی مسایلو تیر شی او دومره زیات اختلاف ته په کی زور مه ورکوی لکه بعض تش په نوم اهل حدیث والا چی د کفر تر سرحده یو بل په کښی رسوی او په یو بل د بدعتی او ګمراه ټاپه وهی د رسول کریم (ص) اتباع باید زمونږ او ستاسی مقصد وی نه په هره ناروا طریقه خپله ناسمه خبره صحیح ثابتول، تعصب کول او دخپل مخالف لوری شکست او حذف متاسفانه د اسلامی امت د سلف صالح برخلاف د خلفو یو تر ټولو ډیر بد خصوصیت همدغه تعصب او ‌ډیر زیات اختلاف ته لمن… نور لوستل »

عمر مختار
میلمه
عمر مختار

اختلاف ته لار مه هواروئ

آغاجان
میلمه

قدرمن شکرالله صاحب ! لکه څنګه چې قدرمن خالدصاحب تاسوته توصیه کړې، زمونږ هم له تاسونه د یوه مسلمان ورور په توګه له تاسونه یوازینۍ هیله داده چې دخدای جل جلاله په خاطر دې فروعي مسائلوته دومره د اختلاف زور مه ورکوۍ چې داسې ترینه ښکاره شي چې خدای مکړه اصل موهم سره جلا ده، دکفارو دړندو بمونو په مټ د مسلمه امت دې وړو تنکیو ترخاورو لاندې شویو ماشومانو ته اوګورۍ، هغو بې وزله سپین ګیرو بوډا پلارانوته اوګورۍ چې دکفارو بندیخانوکې دخپلو نادرکه بچو دراتګ په هیله یې له کلونو راهیسې خپلې سترګې دخپل کور دمایوسه دروازې په… نور لوستل »