fbpx

ولسي جرګه د کورنیو چارو وزیر استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په وړاندې د بې وسۍ په تور، ولسي جرګه د کورنیو چارو وزارت وزیر نورالحق علومي اسیتضاح کوي.

د کورنیو چارو وزارت وزیر په وروستیو کې د طالبانو د بريدونو په وړاندې ناکام بلل شوی او د ولسي جرګې د غړو توند غبرګونونه يې راپارولي دي.

په ولسي جرګه کې د نورالحق علومي د استیضاح سره د موافقت لپاره نږدې شپېتو تنو وکیلانو لاسلیکونه کړي او د کورنیو چارو د وزیر پر استیضاح خوښ دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي په دې برخه کې بې طرفه دي، خو ځينې نور بیا وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د کورنیو چارو وزیر استیضاح د وسله والو مخالفینو په ګټه تمامېږي.

نورالحق علومي چې خپلو عسکرو ته يې د طالبانو د ځای پر ځای وژلو امر کړی و، د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت لپاره ولسي جرګې وړ کس بللی دی او د نوموړي په نظامي سابقه ډاډه و.

شکریه بارکزۍ د نوموړي له استیضاح سره مخالفه ده او په وينا يې تر دې وړاندې ولسي جرګې امنیتي مسوولین استجواب کړي دي، چې کوم اغېز يې نه دی کړی، د دې په خبره په اوسني امنیتي وضعیت کې د کورنیو چارو د وزیر استیضاح مناسبه نه ده.

خو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ابراهیم زاده بيا وايي چې ښايي د ولسي جرګې په سبانۍ غونډه کې نورالحق علومي د استیضاح لپاره ولسي جرګې ته ور غواړي.

د پرچم پخوانی نظامي غړی نورالحق علومي څو ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې غړو استجوابیه غونډې ته ور غوښتی و، چې پکې يې د مخالفو وسله والو لپاره شپږ میاشتې ضرب الاجل وټاکه.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د کورنیو چارو د وزیر پر استیضاح سره یوه خوله کېږي، چې دم ګړۍ دفاع وزارت د سرپرست له لوري اداره کېږي او د ګډ حکومت مشر اشرف غني پخپلو څرګندونو کې د مسلحو قواو د اعلی سرقومندان په توګه د امنيتي سمون لپاره سینه ډبولې او ویلي يې دي چې هیڅوک به هم په هېواد کې ترې د قدرت د تشې احساس ونه کړي.

ولسي جرګې وروسته له هغه د نورالحق علومي د استیضاح موضوع راکلکه کړه، چې په غزني، کندوز، نورستان او فاریاب کې ځينې ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېدې او په دې وروستیو کې يې په میدان ودرګو ولایت کې د خلکو په همکاري له دوولسو پوستو اربکيان تېښتې ته اړ کړل او دېرش تنه يې ترې ووژل.

د ولسي جرګې په سبانۍ غونډه کې چې د نورالحق علومي د استیضاح امکان پکې شته، که نوموړی د ولسي جرګې غړو ته قناعت ورکړي، خپلې دندې ته به دوام ورکوي؛ خو که يې پر وړاندې بې وسه شو، صلاحیت به يې سلب شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه علومی پرچمی کمونست جنرال دی ، د روسانو وخت کی یی هم د افغان مجاهدینو په وینو پښی لاسونه سره دی ، اوس چه یی وینو لږ مخ نیولی لکه د نوو نکریځو کیښودلو ورته اړه ده داځل یی د داخله وزیر چوړ کړو مګر دا لکه د روسانو د ماتی دوره ده ، چه اشغلګر د شرمیدلو ماتو سره مخ دی غنی څوک دی او علومی څوک دی چه پښی یی ټینګی شی ، او که بارلمان د خپلو معاشونو د حلالولو غم کوی غنی دی استجوابیه غوندی ته استیضاح کړی چه دمسلحو قوتو اعلی… نور لوستل »