سلف او روژه (30/20)

حامد افغان

د صحابه کرامو سخا

د دریو کسانو په دریو سخیانو سره دعوه شوه یوه وویل: عبدالله بن جعفر بن أبي طالب ډیر سخي دی. بل وویل: قیس بن سعد بن عباده تر ټولو سخي دی . دریم وویل: له غزاله الاوسي لوی سخي نشته. دوی دریواړو خبره سره سخته کړه هر یوه خپل سخي ډیر سخي باله یوه بل هوښیار سړي ورته وویل: ستاسو ستونزه زه حل کوم تاسو هر خپل خوښ سخي ته ورشئ له هغه څه وغواړئ هغه شی دلته راوړئ موږ ټول به د هغو سخا په ډاګه ووينو او ډیر سخي به ټولو ته معلوم شي.

کوم یوه چې عبدالله ډیر سخي باله هغه عبدالله ته ورغی، هغه یې په داسي حال کې وموند چې د خپلې سفر ته تیارې اوښې مهار یې په لاس کې او چرته روانیدونکی و ده ورته وویل: ای د رسول الله د تره زویه! عبدالله ورته وویل: څه غواړې وایه! سړي ورته وویل: بې وسه مسافر یم او د لارې هیڅ شی نلرم، عبدالله د اوښې مهار په لاس کې ورکړ ورته کړه یې اوښه له سامان او آن زما له شخصي تورې سره ستا شوه خو ګوره له تورې سره پام کوه دا د علي ابن ابي طالب له تورو نه ده. دې سړي بار اوښه راوستله په بار کې یې ډیر قیمتي شیان او څلور زره ديناره هم وو او د علي توره علاوه وه.

دویم سړی چې قيس بن سعد بن عباده یې ډیر سخي باله قیس ته ورغی، په دې وخت کې قیس ویده و مينځي یې ورته وویل: هغه ویده دی که څه ضرورت لرئ ماته ووایه؟ هغه ورته وویل: بې وسه مسافر یم د لارې توښه نه لرم، مينځې ورته وویل: ستا اړتیا وړه ده او د هغه راويښول سخت دي په دې کڅوړه کې اووه سوه ديناره دي الله عالم دی چې د قیس په کاله کې نورې نغدې نشته دا درواخله او د اوښو ځای ته ورشه یوه اوښه درته خوښه کړه له یوه غلام سره هغه هم بوځه، سړي په خوشالي داشيان يووړل او ولاړ، کله چې قیس راپورته شو مينځي یې کیسه ورته وکړه، هغه یې د ده په ځای کړې سخا په خوشالي کې ازاده کړه.

دریم سړي عرابة الأوسي ښه سخي باله هغه عرابه ته ورغی هغه یې له جومات نه په لاره په دوو غلامانو تکیه روان پیدا کړ ځکه دا وخت هغه ړوند شوی و، سړي ورته وویل: ای عرابه مسافر یم د لارې توښه مي تمامه شوې ده، عرابه دواړه غلامان ورکړل او تش لاسونه یې له یوه بل سره وتړسول په افسوس یې ورته وویل: عرابه ته په ټول مال کې دا دوه غلامان ورپاته دي دا ستا شول، سړي ورته وویل: دا دواړه ستا وزرونه دي او زه نه غواړم تابې وزرو کړم، عرابه ورته وویل: که ته دا دواړه وانخلې نو دواړه دي ازاد وي اوس ستا خوښه که غواړې یې او که ازادوې یې، عرابه لاسونه تپول په دیوال یې ځان تم کړ او کورته روانو شو.

کله چې دې دریم سړي د عرابه سخا هغو نورو ملګرو ته وروړه هلته د هغو نورو دوو سخیانو ورکړې هم وې دریمانو پریکړه وکړه چې دا دريواړه د دې وخت ترټولو زیات سخیان دي او په دوی کې زیات سخي ړوند عرابه دی ځکه هغه ځان تش لاسونه او په سخت احتیاج کې پرېښود. د سخا په اړه دا لیکنه دلته پای ته رسوم خدای دي وکړي درانه لوستوال دا خبرې نورو مسلمانانو ته هم ورسوي څو د مسلماني دا دروند او مهم خصلت (سخا) خپله کړو او د خپلو بې وزله او بې اسرې مسلمانانو په ښمر شو.

دا کیسې او روایات مو په دې موخه راواخیستل چې په روژه کې خیرات او صدقه خورا مهم او د ډیر اجر کار دی او بیا د داسي خلکو له پاره دا کار لازیات مهم دی چې کور کلی او مالتونه یې له غریبانو او نادارو ډک وي په کلیو او بانډو کې یې دکونډو او یتیمانو شمار له ګڼ وتلی وي او داسي پریمانه کورنی یې شاوخوا شتون لري چې سرپرستي یې د ماشومانو او کونډو په غاړه وي.

درنو وروڼو او خوندو ! دفقر او غربت حالت ډیر سخت وي او د مسکنت وختونه زغمل ډیر زیات له ستونزو او کړاوونو ډک وي ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : نږدې ده چې فقر انسان کفرته ورسوي: کاد الفقر ان یکون کفرا، او عمر رضي الله عنه وایي: که فقر سړی وی مابه وژلی و :لوکان الفقر رجلا لقتلته .

نوشتمن وروڼه دي په شپه او ورځ کې کله د غریبانو او مسکینانو پرحال سوچ کوي او بیا دي درسول الله صلي الله علیه وسلم د سخا او جود اوداراز دصحابه کرامو او سلفو د سخا کیسو ته توجه کوي او بیا دي خپل ضمیر او وجدان ته متوجه کیږي چې څه باید وکړي او له خوارانو سره باید مرسته وکړي، د خپل ضمیر د نڅولو او بیدارولو له پاره د عمر بن الخطآب رضي الله عنه دا جمله په یاد لرئ: د فلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي سبا کوي او د عمر ګیډه به له خوړو ډکه وي.