نظــر

د اندړو اربکيان

   دغه څوشپې ښه ګرمه اوازه ده چې په اندړوکې خداى مه کړه د مجاهدينو په وړاندې ولسي پاڅون شوى،دغه خبره تراستعمارلاندې رسنيوښه په درزکې روانه کړې ده.په فيس بوک کې د څومرتدينوله خوا نو سم پوکى ورته وهل کېږي.او سم يې له مجاهدينوسره جهادروابللى.تاسې دغه ترکيب ته پام وکړئ د مجاهدينوسره جهاد!!!!
        يو وار په رسنيوکې شور شوچې مجاهدينوښوونځي سوځوي،زده کونکي مسموموي…خولله الحمد ددغه لاندې لينک له لارې تاسې داسلامي امارت اعلاميه د دې مسلې اړوند لوستلى شئ:

www.alemara1.com
        بېرته د اندړو اربکيان ته راځو،دغه ډلګۍ چې شمېريې حداکثر پنځوسو(٥٠)  نفروته رسېږي،د حزب اسلامي د ډلګۍ دپاتې شوني مامورجبارشلګري او دغزني دپخواني والي اودهمدې ډلګۍ يوبل پاتې شوني فيضان الله فيضان له لوري په مخ وړل کېږي. داندړو ولسوالي د(پايندي) کلى يې په وچ زور نېولى،اودغه شعار ورکوي، چې موږ نوردلته طالبان نه غواړو!ځکه يې نه غواړو چې دوى زموږ د دولت دورانولو هڅې کوي،دوى زموږ د دولت دسترو حمايت کوونکو دوستانو(ناټو) د کارونو په وړاندې خنډ دي،دوى د ولس دزړونو دګټلو له پاره دغه شعار هم ورکوي،چې که طالبان ورک شي،کلي-کلي ته د سرک دپخولو زمه وار يو.
        خو ولس يې ځکه ورسره نه مني چې ،دباګرام دقرانکريم دسپکاوي دپېښې او دزنګاواټ دردونه لا دريښتنومسلمانانو له زړونو نه دي،وتلي.د پايندي دکلي يو ځوان
پرون په موټرکې راسره سپورو،هغه ويل:دغه اربکيان عجب خلک دي،موږ امريکايان لس کاله و ازمويل،والله که موخير ترې لېدلى وي،دوى اوس وايي چې طالبان ورک کړئ.چې امريکايان کاردرته وکړي.
        ريښتياهم (ناټو)په تېريوولسوکلنوکې له هره اړخه پاتې راغلې ده.په دغو اربکيانو کې ځينې دغه نارې هم وهي:چې طالبان مکتبونه بندوي اوموږ غواړو خلاص يې کړو.که څه هم په دې اړه استعمارګرو رسنيوهم پوره خوله ستړې کړه،خوتاسې په پورته لينک کې داسلامي امارت دريځ لوستلى شئ.
        اوبله يې لاداچې دغزني په ګېرو ولسوالۍ کې مجاهد ينو په وچ زور ښوونځي خلاص کړي.خوپه دې شرط چې هرنوى نصاب دوى ترنظر تېروي. همدارنګه داندړو ولسوالي د صاحب خان په کلي کې دښوونځي فعالول چې ښوونکويې دولت ته د ښوونځي د بندېدو پلمه کوله.اوبې غمه يې معاش خوړ،تېرکال دمجاهدينوپرمټواوهڅوښوونځى خلاص شو.اوهر ښوونکى يې مجبورکړ،چې له هرڅومره مصروفيت سره بايد تردرې ورځې زياته غيرحاضري ونه کړي.همدارنګه د (اب بند) ولسوالي د(چوري) دکلي دښوونځي خلاصول. او…
         داندړو اربکيان د دې جهادي سيمې دتېر يوولس کلن روښانه دريځ په مخ خاورې ورشېندي.اوغواړې چې استعمارګروته وښيي چې دلته هم ستاسې مزدوران شته.اوستاسې خدمت کولاى شي.
        د دې اربکي بانډ درامنځته کېدو علتونه:
       دفيضان الله فيضان له ولايته لريتوب د دې باعث شوچې له خپل ملګرشلګري سره لاس يوکړي اوله څوکاله منډو-ترړو اوتبلغاتووروسته يې پنځوس نفره بې سواده،لوپر،وزګار ، بې موره بې پلاره سره راټول کړل،ترڅو له يوې خوا دروان سپېځلي جهادي مقاومت په مخکې خنډ شي. .اوله بلې خوا خپلوبادارانوته خپل مرييتوب ثابت کړي او دولس له بې سوادي ګټه واخلي.
       د اسلامي امارت له خوا په سيمه کې د پرلپسې جاسوسي شبکواوجاسوسانو کشفول د دې باعث شو،چې دغه چرسيان په دې نامه سره راټول شي،ترڅوخپل معاش هم واخلي،اوخپله مقابله هم روانه وساتي.

  د دې بانډ داشخاصوځانګړنې:
زه په خپله په دې سيمه کې کم رالوى شوى يم، ځکه خو دغه باغيان سم پېژنم او ځينې يې حتى زما دښوونځي دوخت هغه ټولګيوال دي چې دلوپرې په خاطر په درسوکې پاتې شوي،عموما دغه ډله خلک دغه ځانګړنې لري:
       په دې پنځوس نفروکې درېيمه برخه پوډريان دي.چې ډېرى يې په هلمندکې دنېښ پرمهال پوډريان شوي.
       ټول _له يونيم پرته_چرسيان دي.
       څويې هغه نفردي چې داشغالګروله خوايې په کورباندې په نيمه شپه چاپه کې په ښځينه وو جنسي تېري شوى،او له شرمه په خلکو داوسېدو سترګې نه لري،اود جهاد ايمان نه لري.لکه د همدې پايندي کلي (ر.خ،    م.ز،    او   پ.م).
       ټول بې سواده چې خپله ګټه اوتاوان نه شي درک کولاى.
       دخپلومشرانوپه واسطه(CIA)سره نېغ په اړيکه کې خلک دي.
       څو واره داسلامي امارت دمجاهدينوله خوا په لواطت نيول شوي،لکه دشېرکلا(م.ګ،    ص.م،   او     ا.خ)
که فرضا د دې اربکيانو دغه ارمان پوره شو(خداى دې نه کړي) نوڅه به وکړي؟
ښکاره خبره ده چې دغه کار دوى دولس دغم او درد په خاطرنه دى راشرو کړى،ځکه خوکه  دوى په دغه مؤخه کې بريالي شي،نودخپل انتقام داخېستلوپه خاطر اود دوى د بې سوادې پوچې مفکورې پرلوستلوسړى داويلى شي چې دوى به په اندړوکې دغه کارونه وکړي:

       د پښتني دود له منځه وړل.
       نشې ته عموميت ورکول.
       خپل منځي د توربورګلوۍ جګړې راپيداکول.
       په هرکور د(ډ يش) آنتن لګول،اودهمدې له لارې دبې سوادۍ نه په ګټه اخېستنې د غربي کلتور رسۍ ورپرغاړه کول.
       لواطت عامول.
       هرې کبيره ګناته لاره هوارول،ځکه اسلامي حاکميت به نه وي.
       دخپلو مشرانو عبادت کول،ځکه د دوى په مرسته ترهمدې ځايه رارسول شوي.
        اودغه ټول د اندړو دغيورمجاهدپال ولس د عقيدې خلاف دي،هغوى يې نه غواړي،ځکه خوبه دغه ډلګۍ تل ناکامه اومخ توره وي.اوحق به تل سرلوړى وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x