
کابل: اور لګېدنې دروند مالي زيان اړولی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند په یوه سوداګريز مارکيټ کې د اور د لګېدو له امله دروند مالي زيان اوښتی دی.
تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د دولسمې حوزې اړوند په احمد شاه بابا مېنه کې د یو سوداګريز مارکيټ کې اور ولګيد.
د « اشرف بزنس سنټر » په نامه د دې مارکيټ کې درې پوړه ډېر زيانمن شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې اور لګېدنه د ګازډبې په وسیله رامنځته شوې، خو په خبره يې که اطفايه ژر رسېدلې وای ښايي دومره زیان نه وای اوښتی.
د پېښې سیمې ته څېرمه د عین الله په نامه یو تن وايي چې دوی لومړی د اور لوګي ولیدل، چې سمدستې يې د اور وژنې بېړنۍ څانګې ته تلیفون وکړ، خو د هغوی پر ځنډ نه رسېدو دروند زيان واړاوه.
ياده دې وي په احمدشاه بابا مېنه کې دغه سوداګریز مارکيټ، د ښار له مشهورو مارکيټونو ګڼل کېږي.