fbpx
ميدان وردګ؛ په جلريز کې د وژل شويو اربکيانو تابوتونه.

د جلریز د خونړۍ پیښې باید سپیناوی وشي

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د تیرې جمعې په ورځ د میدان وردګ ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې په لسګونو محلي پولیس مړه او ژوبل شول.

د محلي پولیسو په نوم ټول وژل شوي کسان په یوه قوم پوري مربوط او ډیری یې د بامیان ولایت اوسیدونکي ول.

د ګډ حکومت له منځته راتلو سره کوښښ کیږي په یوه ډول نه یوه ډول د افغان ولس ترمنځ سمتي قومي او توکمیز حساسیتونه راوپارول شي.

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په نوم د بامیان ولایت د هزاره توکمه کسانو وژل کیدل هم د ګډ حکومت د یادې پلان شوې تګلارې یوه برخه ده.

اوس چې په هیواد کې د جګړې موسم زور اخیستی هره ورځ لیدل کیږي چې د یوې ولسوالۍ د سقوط ترڅنګ هلته په لسګونه امنیتي ځواکونه او محلي پولیس هم مړه او ژوبل کیږي چې د هغوی ډیری برخه خپله دهماغه سیمې اوسیدونکي وي.

دا لومړی ځل دی چې په یوه ولایت کې په دومره زیات شمیر د بل ولایت کسان د محلي پولیسو په نوم وژل کیږي.

د دغو کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې په هماغه ورځ د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محقق وویل ((زه له دې ملي یووالي اندېښمن یم. زموږ په نظام کې ملي یووالی نه شته. که ملي یووالی وي دغه ډول چلن هېڅ توجیه نه لري))

دلته اصلي پوښتنه داده چې د میدان وردګ ولایت په مربوط جلریز ولسوالۍ کې ولي د بامیان ولایت کسان د ځایي پولیسو په نوم ځای پرځای شوي دي؟

له تیرو څو کلونو راهیسې د میدان وردګ ولایت په ځینو سیمو په تیره بهسودو ولسوالۍ کې د محلي اوسیدونکو (هزاره ګانو) او کوچنیانو ترمنځ تاوتریخوالی موجود دی چې له امله يي په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی ، د دغه حساسیت باوجود ولي په جلریز کې د بامیان ولایت هزاره توکمه وسله وال د محلي پولیسو په نوم ګمارل کیږي؟

محلي پولیس (اربکیان) د ګډحکومت هغه بي مهاره وسله وال دي چې تر مذهب،قانون، او منل شویو افغاني عنعناتو ځان ډیر لوړ ګڼي او چې څه یې زړه وغواړي هغه کوي.

اوس هم د سیمي د عیني شاهدانو په خبره یادو محلي پولیسو په سیمه کې د ځايي خلګو په وړاندې داسې کړنې کړې چې هغوی يي د دوي په مقابل کې شدید غبرګون او ولسي پاڅون ته اړیستلي.

د سیمې د عیني شاهدانو د وینا په اساس په جلریزکې وژل شوی محلي پولیس د خپلو کړنو له وجې لومړی د محلي خلګو لخوا تر برید لاندې راغلل وروسته طالبانو له دغه وضعیته په استفادې سره د هغوی په پوستو حملې وکړې.

دغه حقیقت د هغه دولتي پلاوي ځینو غړیو هم افشاء کړی کوم چې د جلریز د پیښې د پلټونو لپاره سیمې ته لیږل شوی وه.

د جلریز پیښه که له یوې خوا دولتي ځواکونوته سخته ضربه بلل کیږي د هغه ترڅنګ په افغان ولس کې د توکمي او منطقوي نفرتونو د راپیداکولو لپاره یو سازش هم دی چې باید سپیناوی وشي او په راتلونکي کې د د غسي پیښو د مخنیوي لپاره کوښښ وشي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالحق امین
میلمه
عبدالحق امین

ه جلريز کې څه تیرشول د روان شواخون ستر لامل څه و؟ ———————— د جلریز د لارې نه بامیانو ته د کوچیانو کډه روانه وه، چې په دې وخت کې د اربکیانو له پوستې نه څو کسان را کته شوه او د کوچیانو کډه ودروله د ډیرځورولو نه وروسته د کوچیانو دوه پیغلې پاس پوستې ته له ځان سره ویوړل او نورو ته ته وویل چې لاړ شی. نور پاتې کوچیانو لږ مخکې چې لاړه خپل لاره بدله کړه او نږدې کلي کې دننه شوه او په کلیوالو باندې یې غږ وکړ، چې د خدای لپاره له موږ مرسته وکړئ… نور لوستل »