شعـــــرونه

قلعه جنګي

دجنګي کلا د وران دېوال په خواکې
نارنجي تعمير نه لاندې
تورځمکتل کې بنديوان يو
يوزه نه يمه مورجانې
نورځوانان هم دلته ډېردي
چاپرون واده  راوړی
دچانن د دسمال وارو

دچاناوې په پالنګ کې پاتې شوې
ادې!
مخامخ يوڅوک دی
سراوږېره يې ببردي
غبرګ لاسونه يې ترشاپه زولنوکې
خاص زمادتره په شان دی
شېبه يې مخکې يې کيسه کړه:
دبغلان يمه بې کسه يوځری
په ټول کورکې دوه لمسۍ لرمه پېغلې
ځه په ماپسې بلا,بلامې نه خوري
خوچې دې وحشي دوستم به
هغه روغې وي پرې اېښې
که دهغوی به يې هم شکولې
له ټټرغبرګې سينې وي
دوی به څومره يم بللی
دوی به څومره بې  اسرې وی
ادې!!!
وروسته له هغه نه
داسړی همېشه ژاړې
ماته ګوري سره ډک شي
سترګې کلکې کړي مخ پورته
يوڅواوښکې کړي رامنډه
لاندې ږېره کې شي ورکې
 ادې!
تېره ورڅ همدلته
داسې غرز شو داسې غرب شو
لکه اول کال دکفارو
چې له کوز کلي شين سهارکې
زموږکلي کې غرزی وو
اوکاکامې کې شهيدشو
خدايزده څه ټکه راولوېده دباندې
موږچندان پرې خبرنه شو
خوسپېرې تورې لوخړې
سوی بوی ځمکتل ته راغی
بيادانن داسې اوازه وه
چې همدې وحشي حيوان او
ورسره دامريکې کفارراغلي
په دې ټولونن موږ وژني
د دې ټولو نن اختردی
ادې
 هغه دله ښي اړخه چوله کې
دې وحشي خوله رانېولې چې څه وايي
موږته ګوري خوله بل سره غږېږي:
صد دفع بريتان ګفتم
ای سګهاکشته نمی شه
برو او اين جاايله کو
بعد همان ماشين کته نيست؟
اونه اونه
درهمان کونج توخوسی کو
اونه تارش معلوم می شه
بعد از اب  همان چالان کو
ويک تارهمی  تو خوب
دبل پيداکو
که سوخته نه باشه سی کو
پس ما….
ادې!!
پوی شوم چې رادرومي
غزرايل لاندې خمکتل ته
زموږټولو اخري ده
خوادې!!
خبره واوره
بېخې نه شم درته وېلای خوځه وايم
ادې ناوې سره پام کړه،نازوه يي
هغه …
ادې!
هغه دې په اوره کې اوبه راغلې
دومره ډېرپرمستۍ ځي
ادې زموږترزنګنوشوې
څوک کليمې وايي څوک ژاړي
زماپرښي لاس کې تسبيح دي
هغه تاچې تاراښوولې،کليمې ورباندې وايم
اوبه زموږه ترسينوشوې
ادې کوکې شوې نارې شوې
موږټول يوپربل تکيه يوو
څوسپين ږيري بېچاره خو
اخ په خدای يو په کې ولويد
ټول بدن يې په کې ډوب شو
هادې زه رډ ورته ګورم
هوار خوټ خوټ پورته وڅي
اوس ارام شو
لاس پښې يې اوسه نه ښوري
ادې!
اوبه زماترمرۍ شوې
وۍ !يو بل څوان په کې ړنګ شو
ادې هغه دې له هماغې چولې راغی
دبرق سور لين راکوز شو
پورته غږدماشين اورم
ادې راغی لين راغی
ورو ورو لاندې ښکته کېږی
پاس کړسندخندازوردی
په پردۍ ژبه نارې دي
وېرې ګوډ،وېرې ګوډ
ادې!
هاده لين لاندې راخطاشو
سريې ولګيداوب….
زه ……
ته….
نا..نا…وې…
دادمحمدناوک
پکتيکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x