علي او ابراهيم وايي، چې د دریو مياشتو معاش يې نه دی اخیستی او له دندو شړل شوي دي.

جلريز کې تښتېدلي اربکيان له دندو شړل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالي کې له جګړې تښتيدلي اربکيان له دندو شړل شوي دي.

د طالبانو د تېرې جمعې ورځې په بريد کې د ميدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالي کې د اربکيانو دوولس پوستې سقوط او سیمه د طالبانو لاس ته ورغله.

په دې جګړه کې چې تر دېرشو ډېر اربکيان ووژل شول، د ګد حکومت د ځينو لوړپوړو چارواکو توند غبرګونونه راوپارېدل او دا يې يوه «فاجعه» وبلله.

د ګډ حکومت د اجرايوي رياست دويم مرستيال محمد محقق پرون ـ دوشنبه ـ د وزيرانو شورا په غونډه کې وویل چې له جګړې تښتېدلي اربکيان د کورنیو چارو وزارت له خوا له دندو شړل شوي دي.

محقق دا کړنه د دوی په حق کې زیاتی وګاڼه او ويې ویل چې له دندو شړل شوي اربکيان له «سرګردانۍ» سره مخ دي.

له دې جګړې دوه تنه تښيدلو اربکيانو په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې د دوی ملګري د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان له لوري د « بې پروايۍ » په تور خلع سلاح شوي او له دندو شړل شوي دي.

د ابراهيم او علي په نومونه دغه دوه تنه اربکيان وايي چې له تېرو دريو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخیستي او د امنيه قومندان جنرال خليل اندرابي د شړلو په وخت کې ورته د معاشونو له ورکړې هم انکار کړی دی.

د وزيرانو شورا په پرونۍ ناسته کې اجرايوي رییس هم د جلريز جګړه د مرستو د نه رسېدلو له امله خونړۍ وبلله، تر هغه وړاندې د ګډ حکومت د جمهوري ریاست دویم مرستيال هم په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه غندلې وه او د پېښې د څېړلو امر يې کړی و.

ياده دې وي په جلريز کې د اربکيانو پر وړاندې د طالبانو په دې جګړه کې د سیمې خلکو هم مرسته کړې وه، چې پوځي شنونکي یې د اربکيانو د وحشتونو غبرګون بولي.

له دې جګړې وروسته اربکيانو د خلکو کورونه په نښه کړل، چې د ميدان وردګو د ولايتي شورا د غړو له قوله پکې پنځه تنه عام وګړي شهيدان او د مېرمنو په ګډون ګڼ نور ټپیان شول.

د اربکيانو پر وړاندې د طالبانو په ملتیا د خلکو دغه پاڅون لومړنی نه دی، بلکې تر دې وړاندې د کندوز په دشت ارچې او چهاردره کې هم ولسي وګړو د خپل ناموس د ساتنې په موخه د طالبانو ملاتړلې او اربکيان له سیمو شړلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
habib amin
میلمه
habib amin

از جلریز ! دریافتها نشان میدهد که پوسته های اربکی ولسوالی جلریز باالخصوص پوسته که دیوارهای بیرونی آن با عکسهای شفیع دیوانه (همان شپش فروش جنگهای کابل ) مزین گردیده بود چنان بد رفتاری با مردم بی دفاع محل میکردند که حتی بر زبان آوردن آن نیز شرم آور است . این حادثه نیز به علت بی حرمتی به عزت مردم وعابرین ومسافرین که از این راه عبور میکردند به وقوع پیوسته است که از چگونگی آن دفتر آقای محقق نیز خبر دارد . به هر صورت در حال حاضر نیازی نیست تا به جزیات مساله بپردازم ولی اگر لازم… نور لوستل »