افغانستانخبرونه

مژده: طالبان ترهګره ډله نه بولم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د سیاسي چارو شناند او لیکوال، وحید مژده له جمهور خبري وېب پاڼې سره د سولې، د ګډحکومت ستونزو، د طالبانو دریځ او د پاکستان پر معاملو خبرې کړي.

د مژده په باور په تېرو څوارلسو کلونو کې افغان حکومت هڅه کړې چې طالبان ونه پېژندل شي. مژده زیاتوي چې طالبانو هم کومه هڅه ونه کړه چې خلکو ته وښيي دوی څه غواړي. دی وايي: «مهمه مسئله د طالبانو پېژندنه ده. له بده مرغه په تېرو څوارلسو کلونو کې هڅه وشوه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون توجیه شي او داسې ونه ویل شي چې حکومت یو لاسپوڅی دی، هڅې وشوې چې طالبان په بشپړ ډول د یوه ګاونډي هېواد په لاس کې وګڼل شي او دا د افغانستان حکومت ته د مشروعیت بښلو یو پلان و. مګر دا مسئله تر ډېره د افغانستان دننه وضعیت تر اغېز لاندې وه. دوی په سم ډول د طالبانو د پېژندنې مخنیوی وکړ او په عین حال کې طالبانو هم ډېره هڅه ونه کړه چې ښکاره کړي واقعاً څه غواړي».

د اشرف غني او عبدالله عبدالله حکومت له پاکستان سره لانجمن تفاهم لیک امضا کړی. غني پخوا انکار کړی و، چې دا تفاهم لیک یې نه دی امضا کړی. مګر وروسته بیا ثابته شوه چې دا کار شوی و. په ټوله کې پر ګډ حکومت یوه نیوکه دا کېږي چې د پاکستان لمنې ته ښویېدلی. وحید مژده وايي: «نه ښاغلي اشرف غني او نه هم ښاغلي حنیف اتمر پاکستان په سم ډول پېژاند. دوی تر ډېره د رسنیو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې وو. په عین وخت کې د دوی وظیفه دا وه چې د امریکا له خوا ورسپارل شوی ماموریت ترسره کړي».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې غني او اتمر ته امریکا کوم ماموریت ورکړی و، مژده وايي: «لکه څنګه چې ښاغلي کرزي په ځینو خصوصي ملاقاتونو کې ویلي، له امریکا سره د امنیتي قرارداد لاسلیک او دا منل چې افغانستان د پاکستان تر اغېز لاندې وي. همدا امنیتي قرارداد چې کله لاسلیک کېده، موږ یې مخالفت وکړ او دلیل یې دا و چې دا، پاکستان ته د افغانستان د سپارلو سریزه ده. اوس ګورو چې له امریکا سره د امنیتي قرارداد له لاسلیک وروسته له پاکستان سره استخباراتي قرارداد هم لاسلیک کېږي. یعنې پاکستان د امریکا په استازیتوب په افغانستان کې هر څه کنټرولوي».

ښاغلی مژده وايي چې له امریکا سره په لاسلیک شوي امنیتي قرارداد په سریزه کې ویل شوي و چې افغانستان به له پاکستان سره «ابهامونه» ختموي. د مژده په باور دلته لوی ابهام د ډیورند کرښه ده.

ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو څو میاشتو کې د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل. دغه سفرونه د سولې په لور د هڅو په توګه وګڼل شول، مژده وايي: «دغو سفرونو طالبانو پورې هېڅ تړاو نه درلود. کومې خبرې چې وشوې، د سولې نه وې. دواړه اړخونه د افغانستان په اړه خپل نظرونه بیانوي. رسنۍ په غلطۍ سره هره ناسته د سولې د ناستې په نامه یادوي. په حقیقت کې د خلکو هیلې زیاتوي چې افغانستان ته به ژر سوله راځي».

دا چې دا ناستې د څه په اړه وې، مژده وايي: «طالبانو څو څو ځله ویلې چې یوازنی ځای چې د سولې خبرې په کې ترسره شي، د قطر دفتر دی او موږ هم د همدې لپاره قطر ته راغلي یو چې د سولې خبرې وشي. مګر هم د ښاغلي کرزي او هم غني هڅه دا وه چې په قطر کې خبرې ترسره نه شي؛ ځکه په قطر کې داسې خلک وو چې د پاکستان خبرو ته یې غوږ نه ايښوده. په حقیقت کې په قطر کې د طالبانو هماغه اصلي ډله وه چې نه یې غوښتل د پاکستان له لارې خبرې وکړي او دا يې څو څو ځلې ویلي. نتیجه دا شوه چې پاکستانیانو د اشرف غني پر حکومت هماغه ځای تحمیل کړ چې دوی غوښت او هماغه کسان چې موږ غواړو ورسره ګورئ او نورو سره به اړیکې نه ساتئ!».

ښاغلی وحید مژده چې د ډېرو سیاسي کارپوهانو پر خلاف طالبان له نژدې پېژني، د طالبانو په اړه ترې پوښتنه کېږي چې ازادي غوښتونکي دي، مجاهدین دي، ترهګر دي که څنګه؟

مژده وايي: «په نظامي برخه کې چې کله قطر دفتر کې هم خبرې کوم وايي د هغوی کارونه هغوی پورې اړه لري. هغه څه چې زما په نظر مهم دي دا دي چې موږ تر اوسه هڅه کړې چې طالبان یوازې نظامي ډله نه وي، بلکې په سیاسي برخه کې له افغانانو سره د مذاکراتو په اړه ګامونه پورته کړي. په دې اړه له طالبانو څخه زما برداشت دا دی، چې په ځانګړې ډول له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ څخه راهیسې طالبان یوازې نظامي ډله نه دي. په سیاسي برخه کې دا ډله داسې مطرح ده چې د ویلو لپاره یو څه لري، مګر دا چې ترهګر دي، زه یې ترهګر نه بولم!»

خبریال له ښاغلي مژده څخه پوښتي چې خوښه یې ده د «زه د طالبان یوه ترهګره ډله نه بولم» جمله د تیتر په توګه غوره کړي، مژده وايي:

هو، کاملاً!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مژده صاحب !سلامونه می ومنه
ته څوک یی چه طالبان ته ترهګر نه وایی ، هر څوک چه د امریکا او کابل اداری مخالف وی هغه ترهګر دی ، که ته یی مخالف یی تر هګر یی او که زه یی مخالف یم تر هګر یم ، مهمه نه ده چه اشغلګر او دکابل اداره څوک او څه کړنی ترسره کوی ، وااجد او واجب الاحترام دی ، که یی څوک درناوی نه کوی واجب القتل او یا واجب الازندان دی ، تر دی یی نوره زیاته په ډاګه کولی نه شم مننه

مولوی دیوبندي

نه دي خپل خونه وینه طالبان ترهګرندي ازادي غوشتونکی دي

حنيف

فكر كوم جي مزده صيب ته دا خبره هم لوي جهاد خكاري, جي اوكوره امريكان شته او زه لا طالبانو ته ترهكر نه وايم… مزده صيب دترهكر به معنى نه بوهيكي جي ترهكر سه ته وايي؟ ترهكر دكافرو ويرونكي ته وايي, او طالبان بدي 15 كالو كي وكولاي شو جي به خبل وجود كافر قانع كري, او كافرو – 50 ملكونو – ونشواي كراي جي كاملا يي له منزه ويسي او ختم يي كري, بلكه ورز تر بلي دطالبانو قوت ثابتيكي او دكافرو تري ويره زياتيكي, نو بدي بنا طالبان داسلامي شريعت به رنا كي ترهكر دي كفار تري به… نور لوستل »

شمس

ترهګر یواڅی امریکایان او د هغوی متحدین دی څکه دوی دی چی نړی یی په وینو لړلی ده ترهګر خو هغه چاته وایی چی ترور ډار او ویره خوروی طالبان امریکا ته ندی تللی هلته یی قتلونه ندی کړی چی ورته ترهګر وویل شی امریکایان افغانستان ته راغلی بی شمیره قتلونه یی وکړل هغه خپله اصلی منحوصه او بده ترهګره څیره یی وشوده ، طالبان له اسمان نه نه رالویژی همدغه بی وزله افغانان دی چی د اشغال پر ضد یی مټی را بډوهلی او انشاالله منزل ته به ورسیژی که خدای کول.

داکتر محمد حامد (همت)

په رشتیا چی د صلحی خبری باید په قظر چیرته چی د امارت ریښتینی استازی او ریښتینی ادرس دی تر سره شی اسلام اباد کی ، په چین ، کی په ایټالیا کی خبری بی ګټی او حتی د وخت ضیاع ده هغه خبری چی په باکستان کی ترسره کیږی هرو مرو به د پاکستان تر اغیزی لاندی وی او پریکړی به یی هم د پنجابیانو او ای اس ای د خوښی پریکړی وی په کار خو دا ده چی د صلحی خبر باید د د ظالبانو د ریښتنیو استازو سره او هغه هم په قطر کی نیغ په نیغه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x