افغانستان

کابل شاه شهيد کې پر بهرنيو عسکرو چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د کابل ښار شاه شهيد سيمه کې د بهرنيو عسکرو پر کتار چاودنه وشوه.

د عيني شاهدانو له قوله چاودنه د سرتيري بريد په واسطه وشوه.

د چاودنې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل ټويټر پيغام کې د پېښې پخلی کوي، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې په دې اړه نور معلومات شېبه وروسته رسنيو سره شريک کړي.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x