افغانستان

مظاهره چيانو د کورنيو چارو وزير انځورونه وسوځل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): باميانو کې پارېدلو مظاهره چيانو د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي انځورونو ته اور ورته کړ او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

سلګونو مظاهره چيان نن سهار باميانو کې ښار کې راوتي وه، د جلرېز خونړۍ پېښې غندنه او د نور الحق علومي د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله.

راپورونه وايي، چې شاوخوا درې سوو مظاهره چيانو باميانو کې د طالبانو او دولت پر ضد شعارونه ورکول، د کورنيو چارو وزير او د ميدان وردګ امنيه قوماندان انځورونه يې وسوځول.

د مظاهرې ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل، چې د جلرېز خونړۍ پېښې د شفافو څېړنو لپاره بايد بې پرې پلاوی وټاکل شي او له هغې وړاندې بايد د دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزی، کورنيو چارو وزير نورالحق علومي او د ميدان وردګ امنيه قوماندان په خپلو دندو کې د کمزورۍ او بې پرواهي له امله له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي.

په دغه مظاهره کې ګڼ شمېر ښځو هم ګډون درلود او په يو غږ يې دا ويل، چې دوی اوسني امنيتي او دفاعي مسؤولين نه مني؛ ځکه چې دوی د خپلو ځواکونو په ژغورلو کې پاتې راغلي دي.

په عين حال کې د ګډ حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د جلرېز پېښې لپاره يې بې پرې پلاوی ټاکلی او د پېښې عاملين او بې پرواهي کوونکي مسؤولين به خامخا څارنوالۍ ته معرفي کړي.

تېره ورځ ولسي جرګې هم پرېکړه وکړه، چې د کورنيو چارو وزير به استيضاح کوي او د جلرېز پېښې په اړه به ترې جزيات غواړي.

د جلريز ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغې ولسوالۍ اربکيان له باميانو راوستل شوي او له ډېرې مودې راهيسې يې د سيمې له خلکو او کوچيانو سره ناوړه چلند کاوه.

د جلريز يو قومي سپين ږيري، نن ټکی اسيا ته وويل، چې هزاره اربکيانو د نورو ظلمونو تر څنګ د سيمې له کوچيانو درې نجونه بوولې وې او دغو کوچيانو د سيمې پر خلکو وژړل او د اربکيانو له منګولو يې د خپلو تورسرو د خلاصون غوښتنه وکړه، چې بالاخره د سيمې خلکو په يو غږ د طالبانو په ملاتړ د اربکيانو پر خلاف قيام وکړ، د هغوی ټولې پوستې يې وسوځولې او شاوخوا څلوېښت اربکيان يې ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړي او يو شمېر يې په تېښته بريالي شوي دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د جلرېز خونړۍ پېښه د ګډ حکومت د چارواکو له لوري قصدا شوې او لومړنۍ تېروتنه يې دا ده، چې د اربکيانو د قانون پر خلاف يې د سيمې پر ځای له باميانو اربکيان راوستي او دلته يې خلاص مټ پرېښي، چې له ولسي خلکو سره هر ډول زور زياتی کوي، د خلکو پر کورونو او مالونو تېری کوي، چې بالاخره يې ځايي خلک يو اړخيز قيام ته اړ کړل.

د څارونکو په وينا جلرېز کې وژل شوي کسان ټول يو قوم پورې تړلي خلک دي او حکومت په لوی لاس غواړي، چې له دې لارې د وروڼو قومونو تر منځ شخړو او لانجو ته لمن ووهي.

که حکومت او ځايي مشران مخکې له مخکې د ولسي خلکو د ځورولو مخنيوی ونه کړي، نو راتلونکي وختونو کې به خلک د اربکيانو او نورو زورواکو پر خلاف قيام کوي او کېدای شي د وروڼو قومونو تر منځ شخړې او لانجې راپورته شي او دغه اور به د هېواد لروبر ته وغځيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x