نظــر

د شیکاګو سرمشریزه د ستراتیژیک توافق دوام

ددی غونډی لپاره ډیر تبلیغات وسول او داسی ښودل کیدل چی ګواکی د افغانستان لپاره سرنوشت ټاکونکی غونډه ده ،  په رشتیا هم  لکه څنګه چی طمع کیدل دا کنفرانس د خپل نوعیت له مخی د ناټو په تاریځ کی تر ټولو پراخه او د خاصو پروګروامونو درلوونکی ؤ. خو د افغانستان لپاره یی خاص څه نه درلودل د ښه وضاحت لپاره غونډه باید د دوو اړخو تر څیړنی لاندی ونیول سی. یو د غونډی اهداف او تصامیم د افغانستان په هکله او بل د ناټو اینده خطوط د نړیوال امنیت په هکله.

لمړی : د شیکاګو غونډه د افغانستان په هکله :
د ناټو سرمشریزی غونډی چی د افغانستان تر سرلیک لاندی ډیری ډنډوری ورته وهل سوی وی  د عمل په ډګر کی د افغانستان لپاره د توجه وړ لاسته راوړنی نه درلودی . د ۲۰۱۴ کال تر پایه د بهرنی عساکرو پښی سپکول له افغانستان څخه ، داسی پریکړه نه وه چی د افغانستان لپاره دی خاصه لاسته راوړنه و ګڼل سی بلکه تنها د بهرنیانو لپاری زیری بلل کیدای سی .که څه هم اروپایانو ټکل کړی ؤ چی د لیزبو د پریکړی خلاف مخکی تر وخت د افغانستان څخه ووزی  اما د فرانسی د وتلو د پریکړی سره سره   اروپا مجبور کړل سول. چی د لیز بون پریکړی ته احترام وکړی او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پاتی سی.
هغه د پام وړ موضوع چی د غونډی مخکی مطبوعاتو ډیر فوکس ور باندی کړی ؤ هغه د یوی لسیزی لپاره په امنیتی امورو کی د کاله اضافه تر څلور ملیارډه ډالرو مرسته د افغانستان سره وه ،که څه هم امریکا په یوازی توګه کولای سی څلور ملیارده دالر هر کال افغان دولت ته ورکړی خو د متحدینو ونډه د افغانستان په موضوع کی او د ناټو ازمایش د نورو نړیوالو ستونځو په وړاندی ،امریکا دی ته وهڅول تر څو د ناټو ونډه په اقتصادی ډګر کی د پام څخه و نه غورځول سی خو د انتظار خلاف د غونډی په بهیر خاصی ژمنی تر سره نه سوی ،سربیره پردی چی المان ،استرلیا او انګلستان د ناټو د نورو هیوادونو د تشویق لپاره په سلهاؤ ملیونه ډالره مرسته اعلان کړل ولی داسی بریښیدل لکه ډیر اروپایی هیوادنو چی نور د افغانستان د جګړی تمویل ته زړه نه ښه کوی  ځکه یی خاصی ژمنی ونکړی دا په داسی حال کی چی په نظر کی وه د اینده لسو کلونو لپاره د ارو پایی هیوادونو پریکړنده اقتصادی دریځونه څرګند سی .همدا سبب ؤ چی وروسته تر غونډی داسی وښودل سوه چی ګواکی دا غونډه د مرستو د راجلبولو لپاره نه وه پلان سوی او یا په اجنډا کی شامله موضوع نه وه. هغه څه چی معلومه سول دا وه چی د نړیوالو دلچسپی د افغانستان د نظامی   ملاتړ سره کمه سوی ده . اما باالعکس داسی طمع کیږی چی د جاپان په اینده غونډه کی به د توجه وړ مرستی په ملکی انکشافی برخو کی اعلان سی چی هغه به د نړی پیوستون د افغانستان سره په نوی شکل ښکاره کړی په دی معنی چی نړی اوس هم د افغانستان د پیاوړی کیدو او بیا رغونی اراده لری . متوجه باید اوسو چی د شیکاګو دغونډی د مرستو بحث صرف په امنیتی برخه کی وه خو د جاپان غونډه د هغه خلاف په ملکی اقتصادی محور ګرځی .
بله موضوع چی مخکی د شیکاګو د غونډی د مطبوعاتو سرلیکونه وه هغه د افغان ملی پوځ د کمیت په هکله پریکړه وه ځکه داسی ویل کیدل چی د پوځ کمیت باید د څه د پاسه څلورو ملیاردو دالرو مرستو په تناسب جوړ کړل سی چی هغه موضوع هم د انتظار خلاف په کنفرانس کی حاشیوی موقف خپل کړ   
ډیره مهمه مسله چی اوس یی نړیوال ابعاد خپل کړیدی هغه فساد دی چی د جمهور ریس د یادونو سره سره د افغانی اداری په اساسی کړنلا ری مبدل سوی دی، تر دوهم بُن وروسته د شیکاګو غونډی یو وار بیا   په افغانستان کی د مصارفو دشفافیت په هکله اندیښنه په ډاګه کړه د شیکاګوغونډی ټینګار وکړ چی ټولی مرستی باید په ځای  ولګول سی . او دا مکلفیت افغانی اداری ته په ستراتیژیک توافق کی هم متوجه کړل سوی دی . اما دا چی په اوسنی جوړښت کی د فساد ورکول ممکن کیدای سی که یه ؟ هغه سوال دی چی اینده به جواب ورته ووایی ، فساد هغه ناوړه پدیده ده چی د دود په ډول یی د دولت ټوله تن نیولی ده ، تنها ژمنی او د فساد پر ضد د مبارزی ډیری اداری جوړول نسی کولای موثریت ولری بلکه د سیستم جوړیدو او د ولس ملاتړ ته باید پاملرنه وسی .
افغانستان په  اوسنۍ زمانی مقطع کی په یو ډیر مشکل موقف کی واقع سوی دی ، که د پاکستان او ایران مستقیمه او غیر مستقمی هغه لاس وهنو ته وکتل سی چی ستراتیژیک عمق لری او نهایت یی په افغانستان کی دایمی لوږه ،جګړه او د نورو د سیالیو قربانی کیدل دی ، نوځکه هم ستراتیژیکه توافقنامه،هم اینده ستراتیژیک امنیتی تړون او د شیکا ګو دغونډی طرحی د افغانستان په هکله د یو ضرورت په توګه  د تاید وړ دی . اما باید په پام کی و نیول سی چی د ستراتیژیکی موافقتنامی تایید د افغان ولس یوه غوښتنه او انتخاب ندی بلکه د افغانستان د بقا لپاره و زوره ورو اټومی همسایګانو په وړاندی یو ضرورت بلل کیږی.
دوهم : د ناټو پیمان راتلونکی خطوط د نړیوال امنیت په هکله :
د شیکاګو کنفرانس په حقیقت کی  د دوهمی نړیوالی جګړی را په دیخوا د نړۍ د اداری او نوی پوځی سامبالښت په ډګر کی یوښکاره نوښت دی. ناټو د تهدیدنو او فرصتونو ترمنځ انډول عینی ضرورت محسوب کړ. نړیوال امنیت د نوی شکل چیلنجونو سره مخ سو . له همدی کبله د ناټو دی غونډی د نړیوال تهدیداتو په وړاندی د دفاعی نوی راکټی سیسټمونو د پکار اچولو پریکړه وسول. نوی تکنولوژی ، ښه تحفظی سیسټم ،پیاوړی اقتصاد او نړیواله برتری ددی ډول راکټونو پیغام دی. دا راکټونه ناټو د دفاعی سپر په توګه د ځان لپاره اړین بولی خو روسیه یی د ځان لپاره تهدید ګڼی ، .شک نسته چی د ددی ډول راکټونو د پکار اچولو پریکړه چی د  ځنی هیوادونو د مخالفت سره سره وسول کولای سی نړیوال نوۍ تسلیحاتی پړاو پرانیزی .
 د شیکاګو په سرمشریزه کی د سترو صنعتی هیوادونو اوامریکا  مشرانو په خپل ګډون او هوډ د نوی عصری نړیوالی ټولنی د اداری ،کنترول او پوځی سامبالښت  په هکله ځانګړی پریکړی وکړی.اوباما د ناټو دسرمنشی ترڅنګ د غونډی مشری او کوربه توب په غاړه درلود ، هغه په قوی الفاظو د ناټو د اتحاد ضرورت ، د هغوی پوځی رسالت او نړیوال تهدیدونه په ګوته کړه. په تیره لسیزه کی ناټو څوڅو واره غونډی کړیدی خو د اهمیت،پراخوالی او نووښت له مخی د شیکاګو غونډه بی ساری ګڼل کیږی .   دا حقیقت په ډاګه سو چی په نړۍ کی د ژوند د صلح امیزه روال د دوام لپاره نوی متعادلی دیپلوماسۍ او نوی ډول تحرکاتو او همږغی ته اړتیا سته . یقین دی چی د شیکاګو غونډی او د راکټی نوی سیسټم پکار اچولو پریکړه د روسیی په ګډون د ځنی هیوادونو حساسیتونه را پارولی دی او دا حساسیتونه  به یو ځل بیا نوی تسلیحاتی مسابقی د نړی په کچه تازه کړی لکه څنګه چی روسیی په لمړنی عکس العمل کی وویل چی په لیننګراډ کی به د متوسط بورد بالستیکی توغندی ځای پر ځای کړی او په دی ډول نړیواله ټولنه به یو ځل بیا بشری  اقتصاد د پوځی سیالیو قربانی کړی دا په داسی حال کی چی لوږی او فقر د نړی په کچه د لویو ناورینو سبب سوی دی . که څه هم غربیان ځنی د پام وړ دلایل د راکتی دفاعی سپر د موجهه ښودلو  لپاره لری او وای د ایران ،سوریی او شمالی کوریا ماجراجویانه او لجوجانه سیاست  د اوسنۍ پیشرفته نړۍ او بشری حقوقو خلاف تصویر را منځ ته کړی دی همسایګان او نور هیوادونه او بشری ټولنه یی د یو باالفعل ګواښ سره مخ کړیدی.
غونډی ته د ایران او پاکستان دریځونه د افغانستان او نړیوالی ټولنی په وړاندی پارونکی ترسیم سوی وه همدا وجه وه چی ښاغلی اوباما د غونډی په حاشیه کی د اصف زرداری د ملاقات څخه د یو منطقی او طبعی عکس العمل په توګه ډډه وکړل ،خو زما په آند   د تهدید او فشار له لاری د ایران او پاکستان د مداخلو مخنیوی ستونځمن کار دی ، پر ځای او منل سوی طریقه داده چی امریکا باید د افغانستان و اقتصادی پرمختګ او پوځی سامبالښت ته ډیر پام واړوی، په هره اندازه چی افغانستان پر پښو دریږی په هغه اندازه د همسایګانو خامی طمعی د خاورو سره خاوری کیږی او موقفونه یی تغیر کوی اهداف یی زوال منونکی کیږی.
دی غونډی ته ځکه د افغانستان شعار ټاکل سوی ؤ چی اوږد مهاله اهدافو ته لاره پرانیستل سی ،یوه نیمه لسیزه وړاندی په امریکا کی د لوی درستیزانو شورا دا موضوع و څیړل چی څه ډول کولای سی امریکا په اسیا کی د پښی ځای پیدا کړی ، له بده مرغه په افغانستان کی ضعیفه حکومتونو حالات داسی لوری ته یووړل چی د امریکا د ورود لپاره نقطه مشخصه ، او زمینه برابره سوه، همدا ډول  ایران هم د خپل اټومی پروګرام په درشل کی یو بل عامل سو چی امریکا ته په اسیا کی د پښی ځای پیدا کړل سو . د افغانستان ستراتیژیک اهمیت که د نظامی اړخه وی یا د اقتصادی شاهراه په توګه وی ددی سبب سوی دی چی هر قدرتمند پر هغه د تسلط خیالات په سر کی ولری د افغانستان ستراتیژیک اهمیت نه یوازی په نړۍ کی د سړی جګړی د ختمیدو عوامل چټک کړل  بلکه په خپل اوسنیو ناورینونو یی نړ ۍ د نوی ستونځو سره مخ کړیده دا نسی ویل کیدای چی دا ستونځی د نړیوالو ګټو لپاره ایجاد کړل سوی دی او که په طبعی توګه را منځ ته سوی دی .

عبدالباری”عارض”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x