افغانستان

کابل: طالبانو د ملي امنيت پر دفتر وسلوال برید وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶ مه، ۱۳۹۴ل) : د کابل ښار اړوند په اتمه حوزه کې د ملي امنيت په دفتر د طالبانو لخوا وسلوال بريد وشو چې د يادې ادارې ۱ کارکونکی پکې ووژل شو.

د خبرونو په اساس دغه دفتر چې په رحمان مينه کې واقع ده نن ماسپښين ۱ بجه پرې لومړی سرتيری بريد وشو او بيا يو شمېر وسلوالو پکې په ميشو کسانو مخامخ ډزي پيل کړې.

سيمي ته نژدې يو تن عيني شاهد وايي چې لومړی د زرنج په توسط د دفتر په دروازه کې درنه چاودنه وشوه چې پيره داران او خوني يې له منځه يوړې او بيا مخامخ جګړه پيل شوه.

د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي رسنيو ته د پېښي په اړه ورته څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې په دې بريدونو کې د ملي امنيت ۱ کارمند وژل شوی او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د بريد پړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدين په غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې دوو تنو ملګرو يې ( قاري اکبرشاه مسافر دهلمند او عصمت الله خالد دلوګر اوسیدونکو) په ياد دفتر باندې په داسي حال کې بريدونه پيل کړل چې غونډه پکې روانه وه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه دفتر بهرني او کورني استخبارات په ګډه استعمالوي.

مجاهد وايي وسلوالو يې دوه ساعته جګړه کړې او د ادارې کسانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، نموړي د وژل شويو او ژوبلو دقيقه شمېره نه ده ښودلې.

دا بريد په داسي حال کې ترسره شو چې لږ مخکې غرمه مهال د کابل ښار په شاه شهيد سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په موټرو سرتيری بريد ترسره شو چې په اړه یې ویل کیږي بهرنيو عسکرو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x