نظــر

محصلینو ته د جهاد فتواوي ورکول کیږي.

پخوا به ځینو کسانو نارې سورې وهلي چي ملایان دجهاد په نامه د فساد فتوا وي ورکوي خو نن همهغو کسانو محصلینو ته د جهاد فتوا په لاس ور کړې او ګرده  ورځ له کابل او باندنیو هیوادونو څخه د فېسبوک او رسنیو له لیاري چغي پرې وهي چي( ژر سئ د اندړو ولسوالۍ ته پنجابیان (طالبان) راغلي دي!! په وړاندي یې ځایي خلکو پاڅون پیل کړی او تاسي یې ننګه وکړئ!! هلئ ټوپک در واخلی  پر وطن د سر دقربانولواو جارولو  وخت راغلی دی!!!
په افغانه ټولنه کي به داسي کم کور وي چي عالم،طالب او حافظ دي نه وي پکښې او  درېو واړو زموږ   په ټولنه کي  یو ځانګړی مقام درلود  خوISI ټوپک په لاس ور کړ اوس ددوی د نامه له یادولو سره د سړي ذهن  سم دستي دقتل او قتال په لور اوړي 

نن چي زموږ ځني ناپوه لیکوالان،شاعران او ژورنالیستان په شعوري یا غیري شعوري ډول د محصلینو په لاسونو کي د جهاد فتوا وي ورکوي نو لما سره دا ویره پیدا سي چي سبابه خدای مه کړه  د همدغه محصلینو  ( چي موږ ورته خوش بینه یو) د نامه اورېدل جګړه، ویني او وژل رایادوي او که خبره د اولسي پاڅون کوو نو لومړی باید په دې پوه سو چي پاڅون د چا په وړاندي پکار دی؟ په تاریخ کي پاڅون همېشه د فاسد نظام په وړاندي سوی چي تر همداننه په ډېر چټکۍ سره ورته باڅونونه په عربي هیوادونو کي په خپله خوښه یا دنورو په اشارو روان دي  اوس نو چي پاڅون د دولت په وړاندي د اولس حق دی  بیا نو ولي خپل خلکو ته دا مفکوره نه ورکوو چي دولت  تر ګرېوان راونیسي ځکه د اولس ساتنه او  دفاع ددولت  یو مهیم مسولیت دی او که وایو چي نه دولت فاسد ،خاین،لاس پوڅی او بې کفیته دی نو بیا ولي لومړی د دولت په وړاندي پاڅون نه کوو؟
که دغه پنډتان(د شر فتواګر) په رښتیا هم پر وطن مین خلک وای اودا یې ضمیر نه سوای منلای چي پنجابک دي یې په وطن کي غونډه ګردي وکړي نو څو میاشتي وړاندي چي پر کونړ باندي له پاکستانه توغندۍ را اورېدې ولي یې غیرت ونه تخنېدې؟ ولي یې له  خولې ونه وتل چي اولسه درځه توره او ډال  راواخله چي له دې تور مخي سره یې مالومه کړو! خو هیڅ کله نه  دا خلک چي پر فیسبوک د حی القیام نارې وهي د افغانانو خواخوږي نه سو بللای، دوی په موجوده دولت کي پر څوکۍ او ډالرو ناست د افغانانو دتېر ویستلو پلانونه جوړ وي کله یې ملا بانه کړی وي کله مجاهد خو خپلو وژنو،غلاو، رشوت خوریو او داسي بې شمېره چنایتونوته هیڅ کله ځیر نه سول.
نن چي دوی کوم پاڅون او جکړې ته خلک را بولي دا د یوه نوي جنګ پیلامه ده او  په دي پړا وکي چي څومره تلپات رامنځ ته کیږي، افغانان بې ګنا وژل کیږي یامحصلین د جکړې میدان ته ور ټېل وهل کیږي مسولیت  به یې دهغو کسانو پر غاړه وي چي د فیسبوک او پښتو ویب پاڼو له لیاري افغانان یوې نوي خونرېزی ته وربلوي او دقلم پر ځای ټوپک په لاس ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x